Categories

اعلان

Loading…

پر کونړ د پاکستان په هوايي برید کې په لسګونو ملکیان وژل شوي

تاند- د پاکستان د پوځ جنګي هیلي کوپترو نن سهار پنځه بجې د کونړ ولایت ځیني سیمې بمباري کړې چې په نتیجه کې یې په لسګونو ملکیان وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې د هوايي برید تر څنګ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان له لوري بې شمېره توغندي هم ولګېدل چې له کبله یې د عامو خلکو کورونه نړېدلي او په لسګونو کسان وژل شوي دي. تراوسه پوري د وژل شویو کسانو دقیق شمېر نه دی څرګند.

دا بمباري وروسته له دې کېږي چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د پاکستان له صدراعظم نوازشریف څخه وغوښتل چې له خپلې خاورې پر افغانستان د توغندويي بریدونو مخه ونیسي او ښاغلي شریف هم د اقدام کولو ژمنه ورکړه.

د کونړ ولایت چارواکو تایید کړه چې پر دانګام د پاکستاني هیلي کوپترو له خوا بمباري شوې خو ویې نه ویل چې له کبله یې چا ته څومره مرګ ژوبله اوښتې او کنه. خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

په همدې منځ کې د پاکستان د پوځ چارواکو وویل چې د دوی ځواکونو د هیلي کوپترو په ملاتړ د افغانستان پولې ته نژدې په قبایلي سیمو کې لږترلږه ۱۴ تنه وژلي دي.

د دوی په وینا دا کسان نن سهار وختي پاکستان ته اوښتي ول او د پوځ پر یوې پوستې یې برید کړی و.

د پاکستاني چارواکو په وینا په دې نښته کې لږترلږه یو پوځي وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

د کونړ ولایت پر دانګام او نورو ولسوالیو د پاکستان د پوځ له توغندويي بریدونو وروسته، چې له تېرو نژدې ۳ کلونو راهیسي دوام لري، دا لومړی ځل دی چې د دغه هیواد هوايي ځواک د افغانستان هوايي قلمرو ته داخلېږي او بریدونه کوي.

463 total views, no views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    اولسي جركه او مشرانو جركه د بيسو او نورو مادي موضوعاتو دلا سته را و ر لو به خاطر نن يو وزير سبا بل وزير را غواري بيخا يه بو شتني او در ويزنيري ور خخه كوي صرف دخبلو شخصي كتو به خاطر ناحق خبل او دنورو وخت ضائع كوي.
    دا وليس جركي او مشرانو جركي أساسي او إيماني او وطني وظيفه نن شروع شوي او شروع كيزي به هيخ صورت سره بايد بته خله بإتي نه شي دا عملي او حياتي مو ضوع ده دلته وكيل صاحبا نو تر منخ تبعيضي دشمني ختميزي به يوه أواز أوبه يوه خله دملي دفاع وزير ، أودّ داخله جارو او دملي أمنيت مسولين إحضار د باكستاني بي ستركو دشمن د هواي اوزميني حملو بو شتنه بايد وشي د دي حلمي به ارتباط د دفاع ي قوا وعكس العمل خه وو د منفي جواب لرلو به ارتباط خلع مقام ،تنزيل رتبه او به عوض ي نور اشخاص معرفي شي ددي دباره جنكي او مسلكي بياوري منصوبينو ته ضرورت دي جه دوطن د نجات به ارتباط دسر قرباني وركول بكاردي نه دابو حنيفة اونورو ….. ملكي اركانو خخه تنظيمي اونورو اريكو به ارتباط راغلي اشخاص هغو بريزدي جه خبلي د جور ، او جباول او دفسق او فساد خخه راغلي سر مايء أودّ غلا او جباول شوي خمكي او جايدادونه جه د دوي به قبضه كي دي وساتي وطن دباره وطن فرستان به كار دي نه جباول كر
    زه خه وكرم او جاته وزارم به وطن مي تور كوني بنجابيان حملي كوي زه ددغي ورخي د دفاع دباره تربيه شوي وم او نن ورخ ديو بي غيرته بي همته إنسان غوندي دكوتي به كنج كي به بردي خاوره كي أوسيزم اوشبي او ورخي سبا كو م او وطن فروشان مو قع نه را كوي جه دخبل سر به قرباني دكران وطن أفغانستان خخه مردانه وار دفاع وكرم .
    تول وطن وال دي خما زغ وأوري بيا دي قضاؤت وكري

  2. Ahmad Afghani Reply

    دا دي درته ليكم تبصره! تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره تبصره نو صحي شو؟ مونك خو واره بيدا شولو زاره شولو خو افغانان اتفاق نشول دا تول زمونك غلطي دي

  3. Ahmad Afghani Reply

    OK! I write Comments Comments Comments Comments Comments Comments Comments Comments comments, Enough? So really we r tired from comments day and night, since boyhood we become old, unfortunately Afghanis no unity! all every thing that is happening it is our fault only we r wrong.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2