Categories

اعلان

Loading…

اواره / شاعر: نجیب منلی

لکه د ګورې ورېځې،

که مې بادونه لور په لور هم یوسي

که ټول اوبه اوبه شم

توی شم، پر ځمکه پرېوزم

خوړ شمه، سیند شمه، شېله شېله شم

بیا به لا هم زما خوږې لېونۍ

خپل سیوری تا پسې وړم.

۲۰۱۴۰۵۲۹ – ۲۲۵۰

8 total views, 2 views today

  1. Abdullah Ahmadzai Reply

    منلي صاحب: نور به ستاسو په باب څه وويلاي شم، هغه چي مابه تاسو ته ويل غوښته هغه ځما نه مخ کي تاسو خپله ځان ته ويلي دي چي هغه منلي او منلي دي.تاسو مو په شعرکي منلي ياست ، تاسو موپه ليکلو کي منلي ياست تاسو مو په پښتونولي کي منلي ياست تاسو موپه پاکي کي
    ديوه درند او باعزته پښتون په توگه درته احترام لرم درباندي وياړم، کڅه هم زه شاعر نه يم خو ستاسو په شان په وطن مين شاعران شعرونه دزړ .په غوږو اورم او تري خوند اخلم خداي(ج)مو ژوندي لره

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *