Categories

اعلان

Loading…

د معنا له مخې ځينو ژانرونو سرلاری/ پوهیالی سیداصغر هاشمي

( خوشحال خان خټک )

د معنوي جوړښت له مخې د پښتوژبې پلارسترخوشحال خان خټک د ځینوژانرونو بنسټ ایښودونکی او سرلاری دی .

خوشحال خان د پښتو ادب یو غښتلی، ملي، قومي، اجتماعي او حماسي شاعر، د خپلې کورنۍ د ادبي مکتب سرلاری اوموسس دی .

دی هغه توږلي الماس  په ډول دی، چې ددې د ژوند اوشخصیت هره خوا یې روڼ او رنګین کړې ده، دی د جګړواتل، د ادب پلار، ښکاري، طبیب، او په پښتو ادبیاتوکې د بېلابېلوهنرونواو اثاروسرلاری و، په پښتوکې یې په نظم، نثر او منظومو ژباړوکې د قدر وړکارونه وکړه .

د خان بابا په اشعارو کې هنریت ډېر دی او د شرقي شاعرۍ ټول ژانرونه یې لوړو پوړیو ته ورسوه، د باباڅخه له مخه په لرغونې(لومړۍ)دورې اود بایزید روښان په  تصوفي ادبي مکتب کې د ځینوشرقي ژانرونو استعمال شوی دی، خو باباد هغو ژانرونو سربېره د ځینو ژانرونو سر لاری دی.پښتو ادب تاریخ کې د ترکیب بند، ترجیع بند، ترکیب بندذوالقافتین، معشر او مثلث بنسټ ایښودونکی خان بابادی، چې ددې څخه له مخه په پښتو ادب تاریخ کې بل چا ددې څخه وړاندې په دې ځیلونو کې شعر نه دی ویلی .

داچې زما موضوع د معنوي جوړښت له مخې د اشعارو پېژندنه ده، نو خوشحال خان خټک د معنا له مخې پخپلواشعاروکې سفرنامه، ویاړنه، ستاینه، غندنه،  ویرنه، حبسیات اوهزلیات ویلي دي اوله دې څخه  د مخه سفرنامه، حبسیات اوهزلیات بل چا ویلي نه دي.

یعنې ددې دریو ژانرونو مخکښ هم بابادی.

یونلیک(سفرنامه)د لیکنې یوډول دی، چې پکې د یوسفرد پېښو او خاطرو په هکله خبرې کېږي.یا: له یوسفرڅخه د یوشخص دلیدنو کتنو انګیرنواودرک تشریح ته سفر نامه ویل کېږي.یا: هغه اثرچې لیکوال پکې خپل د سفر حالت په هنري او ادبي  ژبه څرګند کړې وي، سفرنامه یې بولي یوه معقوله ده، وایي چې )که غواړې پوخ شې سفر وکړه)رښتیا هم د انسان  ژوند له ادم تر دې دمه  په ستړیا او سفرتېرشوی دی .

خوشحال خان خټک سوات ته د تللوپه وخت کې یې سواتنامه ولیکله چې دغه لومړنۍ سفرنامه ده، پښتوادبیاتوکې ددې څخه د مخه بله سفرنامه نه لرو.

سواتنامه  د خوشحال خان خټک د(۶۹۱)بیتومثنوي ده، خطي نسخه یې په تاریخ مرصع، د خوشحال کلیات اوځانګړي ډول شته اوپه ارمغان خوشحال اوتاریخ مرصع کې چاپ شوی هم دی، انتقادي متن یې استاد عبدالحی حبیبي د یوې ګټورې سرېزې سره برابرکړ ې وه.

صدیق الله روهي دسواتنامې په اړه وايي:(سوات نامه دټولنیزواصلاحاتو هنداره ده او جغرافیي، اقتصادي، سیاسي، کلتوري اوادبي نقدبرخې لري.)

د سوات په علاقه کې چې دده په وخت اومهال کوم  دودیزې  ځانګړتیاوې موجودې وې، هغه یې په سوات نامه کې څرګندې کړي دي، همدارنګه د سوات د خلکو ټول ټولنیز، مذهبي راشه درشه او دارومدارکړه وړه، چې ددې په منځ کې کوم دود او دستور  وه، خوشحال خان خټک په سوات نامه کې هغه ته ځای ورکړی دی، نو داسې ویلای شو، چې سوات نامه د خوشحال له سترو او غوره  اثارو څخه یو منل شوی او اغېز من  اثر دی، چې د سوات د خلکودهرډول ټولنیز، اقتصادي، مذهبي، سیاسي، ملي اوحماسي کارنامو انځورګر دی .

سوات نامه ډېر اصلاحي مسایل لري، خوشحال خان د سوات نامې په سفرنامې کې دیونلیک ټول فني اوفکري لوازمات په نظرکې نیولي دي، د یوې ښې سفرنامې لپاره چې کوم مهارتونو ته ضرورت وي خوشحال خان کارولي دي .

خوشحال خان لکه د یوجغرافیه پوه غوندې دسوات په پېژتدنې کې څلور خواوې، اقلیمي حالت، پیداوار او د سیاحت ځایونه او طبیعي منظرې په ډېر شاعرانه  انداز انځورکړي دي .

د سوات اقتصادي وضعه یې هم تشریح کړې ده، سیاسي اوکلتوري برخو د سوات باندې غږېدلی دی .

په سوات نامه کې دده یوڅوبیتونه راغلي دي، چې د ادبي کره کتنې لومړۍ بېلګې یې بللای شو، پښتوادبیاتوکې لومړنی نقد همدا څوبیتونه د خوشحال خان دي.

د سوات نامې د سفر نامې څوبیتونه دادي:

پــــــه دوران د شـــاجهان بادشاه ځواني وه
میــــــسره د زړه هـــــره کـــــامـــــرانــــــــــي وه
ســرای له سواته فاصله لري دیرش کروهه
چــې ورکوز شې تر دریا د سـوات تر کوهه
درې څــیزونه مې د ســوات دزړه په یاد وو
نـــــوریــــې هـــرڅه په حساب وماته باد وو
یــــوخسران چــې په حضور د واده کار دی
بــــل هـوا تر نرګس زار درېیم یې ښکار دی
زه نـــــوکـــــر وم، یـــــوسفــــزیه روګــردان وو
ځـــــکه ورغــــله تـــــر ســــواتـه زمـــا ګران وو

                                                                                                                      ترپایه(۲۴)

دسفرنامې وروسته حبسیات د خان بابا نه مخکې بل چاپه خپلواشعارو کې نه  دي راوړي .

حبس:بندي کونه، بند، قید، زندان اوجیل ته وايي اوحبسول: بندي کول، قیدکول اوپه جیل کې اچولوته وایي.

حبسیه ویناوې په نظم اونثرکې راتلای شي، چې خوشحال یې په نظم کې موسس دی .

حبسیه اشعارهغه دي، چې شاعر پکې د زندان غمونه، دردونه په احساساتي ډول بیان کړي وي اود بندد سختیواوبدبختیوانعکاس پکې وي. په دري ادبیاتو کې لومړي حبسیه اشعار د مسعود سعدسلمان دي ، چې اتلس کاله یې بندتېرکړی  و، اود فارسي ادبیاتوله ټولوډېرې نمونې د حبسیاتولري .

ترسلمان فارسي وروسته خاقاني او تر دې  وروسته ملک اشعراءبهارهم ډېرې ښې حبسیې ویلي دي، په انګریزي ادبیاتو کې(بایرون)هم شهکارې حبسیې لري .

پښتوادب تاریخ کې خوشحال خان خټک لومړنی شاعر دی، چې زندان ته تللی دی، دده دحبسیاتومجموعه(فراقنامه)نومیږي، خوپه  دیوان کې یې حبسیاتي اشعار نورهم ترسترګوکیږي، دده د اشعارو دغه معنوي خواډېر هنریت اوشعریت لري .

خوشحال خان خټک څلورکاله اونهه میاشتې د رنتبهور په بندکې بندي و، او اشرف خان هجري څوارلس کاله بندي و، او دواړه  پلار او زوی ډېرې ښې حبسیې ویلي دي.

که چېرې یوشاعر په بندکې وخت تېرکړی وي،خواشعاریې دبندد سختیو ،کړاوونو،زحمتونو اوداسې نوروپېښو انعکاس په کې نه وي، دې ډول اشعاروته حبسیات نه شوویلای،د مثال په ډول عبدالغني خان غني د خپلواشعارو لومړۍ مجموعه د(پنجرې چغار)یې په بند کې ویلي دي ، خوهیڅ ډول د حبیسه اشعاروځانګړنې نه لري، چې حبسیات ورته نه شو ویلای .

میراحمد ګوربز د غني د بند د اشعارو(پنجرې چغار)په اړه وایي 🙁 دغني د جیل دشعرونوڅخه  داسې معلومېږي، لکه چې غني خان په جیل کې نه وي، ځکه هغه شاعران چې په بندیخانې کې  یې پنځه ورځې تېرې کړې وي ،د دوی په شعرونوکې په دومره ډېره اندازه اومبالغه امیزه توګه د بندد سختیو،تکلیفونواوکړاوونوڅخه فریادونه او د غم ساړه اسویلي ایستلي وي، چې لوستونکي  یې د ویلو توان نه لري، دې ډول اشعاروته حبسیات وایي.)

غني خان د بندپه اشعاروکې کله کله دخپل ټاټوبي او مینو یادونه لیدل کېږي، خو بیا هم د بندد تکلیفونو او کړاوونو څخه شکایت نه کوي او داسې نه معلومیږي، چې غني خان دې دا شعرونه په جیل کې ویلي  وي.

غني خان ته خپل عالي همت او پښتونولي دا اجازه نه ورکوي، چې د واکدارانود ظلم، استبداد او بندیخانې څخه  لږ شکایت اوګله هم  وکړي، او دښمن ته داسې معلومه شي، چې ګوندې غني خان په جیل کې خفه دی او د بندد فشارونواوتکلیفونوتوان نه لري .

د خوشحال خان د حبسیه اشعارویوڅو بیتونه دادي :

یک تنها په کټ کې پروت یم

بنـــدیــــوان د هـــند د کوټ یم

دا مــــې حال دا مې احوال دی

کـــــه وایــــه شي ډېـر مقال دی

چـــې پـــه ما باندې دا حال دی

څـــه د پـــاســـه  یو نیم کال دی

پـــه دا کـــوټ کـې بندیوان دي

مسلــمان دي که هندوان وي

لـــږ تــــر دوه ســــوه نــــه کــم دي

بنـــــد پــــه ظـــــلم پــــه  ستــم دي

چې یې وخت د پــلار نیــــکه وو

هـــومــــره بنــــد په دا ځـای نه وو

چې بادشــــــاه د هند اورنګ شو

بېــــداري شـــوه جـهان تنګ شو

د کـــــوټو بنــــــــدیان ډېــــر شول

تر حساب تر شماره تېــــر شــول

هـــــم  راڼـــۍ  راجــــاګــان بند دي

شــــیر خــــواره هلــــــکان بنددي

دا چـــــې بنــــد لــــه مــا ســـره دي

په هر سنــــه لــــه مـــــا ســـــره دي

د خوشحال خان خټک دقید او نظر بندۍ  د دوران په شعرونویاحبسیاتو کې یوه دا لاندې قطعه هم راغلې ده :

پـــس له بنده دی دا عزم

د خوشحال د خاطر جزم

یــــا نیــــولی مخ مکې ته

یـــــا مغــــــــلو ســـــره رزم

یــــا یـــو کنج د غره نیولی

لمــونځ روژه د لوستو بزم

د سفرنامې اوحبسیاتونه علاوه خان باباپه هزل ویلو کې هم مخکښ دی او دمحتوا او منځپانګې له مخې  يې اشعار هزلیات هم لري.

هزلیات په اشعارو کې ټوقو او شوخي ته وایي، هغه اشعارو کې چې طنز اومسخرې وي مزاحیه شاعري ده.

دوست محمدکامل مومندصاحب دخان دهزلیاتو په اړه وایي:) دخوشحال خان د هزلیاتو ویلوڅخه مقصداومرام ښکنځل اوهزل نه دی، بلکې دده مقصدپنداونصیحت دی، په ځینو وختونوکې چې خان طبعي مسایل بیان کړي دي.)

خوشحال خان خټک په خپله وایي :

دخـــوشحال خټک ویل کل نصیحت دی

پـــــه ظــــاهر یې مسخرې بــــــولــه بالکل

په دغه شان هزلیاتو کې دپند او نصیحت مثالونه اوبېلګې د ځینو نورو سترو شاعرانوپه کلام کې هم لیدل کېږي .

54 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *