Categories

اعلان

Loading…

د پښتو بده ورځ/ مطیع الله عابد

وطن  پلار او ژبه مور ده. نو که څوک د خپل پلار عزت کوي او د مور خدمت کوي  نو نه د ورورنه اجازت نه غواړي او همسایه ته معذرت نه کوي . خو څه عجب زما د افغانستان فرزندان دي او د پښتو بچیان دي چې د خپل ملي سرود په ویلو هم شرمیږي او د پښتو په یادولو هم ډاریږي. افغانستان سره مینه کول د بل ستان سره دښمني نه ده او د پښتو ذده کول،لوستول او خپرول د بلې ژبې حق وهل ،بد ویل یا ردول نه دي.خو دا خبره د افغانستان د مکتب استاذ ته او د معارف وزارت مامور ته څوک  وښاي چې په مورنۍ ژبه ذدکړه د هر انسان په شان د هر افغان حق هم دی. خو داسې ښکاري چې یا خو ورته افغان انسان نه ښکاري او یا ځان ورته افغان نه ښکا‏ري.  فاروق عدالت نه کوي .عمر سخاوت نه کوي. په سپینو پاڼو لیکل شوې پښتو کتابونه  د غلطې املا او د ناپوه ملا دلاسه په کباړ کې خرڅیږي.

هغه افغانستان به خاورې اباد شي او هغه پښتو به خاورې ښاده شي . چې پښتو په مکتب کې اختیاري شي. استاذ ې نسواري شي او شاگرد ې بیزاره بازاري شي. د پرتوگ او پتلون  په  جنگ کې او بې پښتو او پښتون په ننگ کې د پښتو زړه تنگ دی. استاذ خپله پښتو نشي ښودلی نو شاگرد ته وايي چې دا د غرونو ژبه ده. لکه د کاڼو سخته ده. لاړ شه د درو ژبه وایو. د شعرونو او نغمو ژبه ذده کړه. دې نه څه نه جوړیږي. پښتو کې به دې  پوختۍ ماتې شي. نو شاگرد چې گوري چې ټول هغه بل صنف ته روان دي. چې درسونه ې اسان دي. چارواکي ورباندې مهربان دي. ټول پکې همزبان دي. نو افغانستان به همداسې وران وي چې ښار ې ناپرسان وي او پښتو به ورکه د دربار او دیوان وي.

افغانستان د ټولو ژبو ډک کور یادیږي. خو یوازې نمایشي شیان پکې د پښتو سره تړلي دي. د کابل باچا، ملي سرود  په پښتو غږیږي. اساسي قانون پیل او د تذکیرې د سر ټکي په پښتو لیکل  شوي .همدې باندې خوشاله دي. خو دا نه گوري چې بورسونه چیرته روان دي. درسونه په کومه ژبه بیان دي. د زابل د مکتب شاگرد خپل سوزیدلي صنف ته ژاړي او د کابل په  مکتب کې شاگرد خپل غولیدلي قسمت  ته ژاړي. استاذ بې پښتو دی او تنخا د پښتو په نوم اخلي. امتحان کې ورته سوالونه بل څوک جوړوي .اخر نتیجه  دا شي چې دی ناکام او همسایه ې کامیاب شي. بیا وايي چې کانگور کې د دوي شمیر کم دی. چې واکدار ې بې غمه وي. نو د پښتون برخه به همداسې کمه وي.پلار ې پیسو پسې ورک دی. ورور ې پروژو پسې ورک دی. نو ماشوم پښتون به څنگه د رحمان کلام ذده کړي او د حمزه دیوان ذده کړي. پټه خزانې به همداسې ورکې وي. د زمکې لاندې خزانې پردو یوړې او د پیر روښان کیسې  ورنه تاریکو یوړې.

افغانستان یو سرته په لمبو کې سوزي .بلخوا دسیسو کې سوزي.  ناخبره ملا ې کیمیا او هندسې ته نه پریږدي او بله بلا ې مکتب او مدرسې ته نه پریږدي.  د دیرشو کالو بې مکتبه بې سیپارې ځوانان نن ټوپک او تمانچې گرځوي.  نو د نن ورځې بې نتیجې هلکان به سبا ته کومې وسلې او داشکې گرځوي.  پلار ماشوم ته د اختر په ورځ د قلم کتاب او کتابچې په ځای میله کې پلاستکي ټوپک او تمانچې اخلي. بیا وايي افغانستان نه جوړیږي. افغانستان به خاورې جوړ شي چې افغان نه جوړیږي. کاروان به څنگه مخکې لاړ شي چې ياران مخکې نه ځي. ټول همدا ژړا کوي چې پښتو بې قدره شوه. پښتو به څنگه قدرمنه شي. چې پښتون بې قدره گرځي.  خپله د یو ورو سر وهي  او بل ورور ې پښې وهي.  په ژبه گونگ. په سترگو وړوند او  په غوږو کوڼ پښتون .په بله ژبه غږیږي. د نورو په سترگو  لیدل کوي او د پردو په سندرو نڅیږي.  نو افغانستان به همداسې بې پښتو وي او پښتو به همداسې بې بچو وي.

7 total views, 1 views today

  1. Dr.HamidUllah.Zrrlawer.Saphi Reply

    سلامونه
    ګران مطیع الله عابد صاحب په ښايسته مسجع نثر دې برکتونه ؛ خوهغه دارواښاد اجمل خټک خبره “څوک ېې اوری او که نه؟“.
    د ګرانې اوخوږې ژبې (پښتو=پشتو=پختو) دورځې=۲۹می ۲۰۱۴=۸ جوزا(غبرګولي)۱۳۹۳=۳۰رجب۱۴۳۵؛ سره سمون لري ،په رښتیا هم له ولسمشر نه نیولې تر ولس کشره پورې ټول پښتانه که په پښتونخوا یا بلوڅخوا، افغانستان او یا هم ټوله ڼړۍ کې دي پرخپل ویاړلي پنځه زره کلن تاریخ اوله یمما پاچا ترغوري،غزنوي،هوتکي،ابدالي،امان الله غازي، عبدالغفارخان، داوودخانه،تره کی بابا،امین صاحب؛نجیب خان او د ن ن ورځې پر شهیدانو او لارښوونکو هم فکر وکړي او هم راتلونکی ځوان نسل ته دهغوی ارمانونه او دپرمخ تللی لوی افغان لارورزده کړی.
    يمه هوښيار دليونوسره ځم+++خپلوملګروپخوانونویوسره ځم
    وايي دشمن چې دډوزق ژبه ده+++ زه به جڼټ ته له پښتو سره ځم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *