Categories

اعلان

Loading…

د چندې راټولولو پلاوی (طنز) حبیب الله بختیال

د پوهنځۍ پر دروازې مې د نویو راځوړند شویو اعلانونو او خبرتیاوو تر څنګ یوه تصویري په رنګه ښه کیفیت چاپ شوی اعلان ولید، چې لوستو ته یې اړ کړم؛ خو که ګورم، چې پرې لیکل شوي دي، چې د … کلي له اوسیدونکو سره، چې کورونه یې د سیلابونو په پیښه کې په بشپړ ډول وران شوي نقدي مرسته وکړئ او ترینه لاندې یې د یو نوي بانک ډالري حساب شمیر هم لګول شوی ؤ، چې په لیدو سره مې ورته وخندل او تر څنګ ولاړ ټولګیوال مې راته وویل:

–           ولې دې ورته وخندل؟ که مرسته ورسره نه کوې خو ورپورې خانده خو مه؟ ریښتیا یې ویلي دي، چې زه دې مړی ژاړم ته مې په خولې پورې خاندې.

خو ما له لاسه راونیو او ټولګي د ته د تګ په حال کې مې ورته وویل، اوس چې په هیواد کې د ډالرو بارانونه تیر شول او یوه افغانۍ له چا سره په جیب کې نه پیدا کیږي، نو ډالر به له کومه ورته پیدا کي. خو هغه راسره و نه منله او ویل یې، چې هغه کلی خو زیات زیانمن شوی دی، چې ډالري مرستې یې ونه رغوي او له سلګون نوټ څخه کم ډالر وي بیا خو یې بانک هم نه اخلي، ځکه خو به هر څوک که په بهر کې وي او که په هیواد کې دننه ؛ څو کسان به راټولیږي او په ګډه به چنده کوي تر څو سل ډالره پوره کړي او بیا یې په بانکي حساب کې واچوي.

ددې خبرې په اوریدو سره مې تر پخوا لا زیات وخندل او زموږ د کلي د جومات جوړولو لپاره د چندې راټولولو د ګروپ غړي را په یاد شول. هغه داسې، چې زموږ د بر کلي جومات په ښورا ښه سټایل او رنګ روغن جوړ شو، خو زموږ د کلي جومات هماغه د پیړیو پیړیو پخوا خټین جومات ؤ، چې ځیني وخت به بډایه سپینږیرو، چې پخوا یې پلرونو او نیکونو یو څه کم او زیات په سود خورۍ آموخته شوي وو دا خبره رابنیاده کړه، چې والله ددې خټین جومات وضعه چندانې نه ښکاري او د بر کلي د جومات سیال نه دی باید په لویه کچه چنده ورته وشي او پر ځای یې بل جومات جوړ کړل شي.

په همدې خاطر د سپین ږیرو او پاخه عمر لروونکو کسانو یوه ډله، چې ځینو هغو ځانونه په سپین سترګۍ په کې داخل کړل جوړه کړه او د چندې په ټولولو یې پیل وکړ. تر هغه ځایه چې موږ پرې خبر شوي وو او معلومات وو راته، نو ددې ډلې ټولو غړو روغتیايي حال د کلي د وترنر، چې د څارویو تر څنګ یې د انسانانو درملنه هم کوله ښه او عادي وبلل شو؛ داسې چې هیڅ یو یې نه د وینې کریسټرول لوړ وو او نه یې هم د فشار د لوړوالي ناروغي درلوده.

خو د نوي جومات د بنسټ ایښودلو څخه مخکې دوي د چندې په راټولولو پیل وکړ او تیار یې پاسپورټونه ورته برابر کړل، ځکه دا په پیل کې پریکړه وشوه، چې په بهرنیو هیوادونو کې ، چې زموږ کوم کلیوال دي هغوي ته هم باید دا ټیم ورشي او له نږدې ورسره وغږیږي او د نغدي چندې غوښتنه ترینه وشي.

په دې سره په پنځلس کسیزه ډله کې ډیری شمیر هغه کسان شامل وو، چې پخوا یې پلرونو او نیکونو په سودخورۍ کې پوره مهارت او شهرت درلود، خو اوس به دې، چې ددوي تر مخ د سود او یا بانک نوم یا کړ، نو سم له واره به یې د لاس او ګریوان کیدو جګړه درسره پیلوله؛ ځکه دوي نه یوازې دا چې له سود څخه بد راتلل بلکې دا به یې هم ویل، چې که چیرې د چندې لپاره بانکي حساب جوړ شي نو پیسې د بانکي ډول ډول سودي حسابونو سره بدلیږي رابدلیږي او د مرداریدو امکان یې شته.

خو د چندې دغه ډله به که د هیواد هرې سیمې او هر ولایت ته ولاړه نو سره شوي چرګان او غوړ غوړ پولاوونه به یې وهل او د سپورې ډوډۍ له خوراکه خو بیخې بیغمه شول. دوي به د چندې پیسو له یوې فیصدۍ د خپلې لارې خرچه کوله او که به یې نصوار یا سګرټ هم اخیستل نو له خپلو پیسو به یې نه اخیستل او د چندې له پیسو به یې په دې خاطر اخیستل، چې برکت وکړي او له همدې سره په څه کم یوه میاشت کې ددې پنځلس کسیزې ډلې ټولو غړو پخواني حالات بدل شول او وروسته له یوې میاشتې، چې کلي ته د نوي جومات د بنسټ ډبرې د ایښودلو لپاره راغلل نو په لومړي سر کې خو د خپلو کورنیو غړو او خپلو خپلوانو هم نه پیژندل، خو بیا چې یې په خبرو کولو خولې خلاصې کړې او موږ ورسره ستړې مشې وکړې نو ایله مو لږ شک پرې راغلو، چې دا خو هماغه زموږ پخواني کلیوال دي، چې د کلي وترنر د معایناتو له مخې فشارونه یې د ښکته والي له امله په ملا غبرګ شوي دي، خو د اوس حال پوښتنه یې مه کوه. دوي، چې وروسته د یوې میاشتې له سرګردانیو کلي ته راغلل، نو د کلي ملک میلمانه کړل او د حساب کتاب پوښتنه یې ورڅخه وکړه. خو ددې پوښتنې په اوریدو سره د ټولو پر مخونو خولې راغلې، وارخطا غوندې شول او ددې لپاره، چې خبره یې بلې خوا ته اړولي وي نو د پلاوي منشي ګل کریم خان داسې د ټولو په مخ کې په خبرو کولو خوله پرانیسته:

–          یاره ملک صیب څه یې کوې، نو چې داسې سرګردانه شوي یو او دومره منډې ترړې مو کړي دي، چې خدای دې د چا دښمن هم په دومره ستړیا مه برابروي، خو موږ خو د خدای په لار کې د خدای د کور د جوړولو په نیت وتلي وو، نو په همدې خاطر مو لومړۍ پنځوس زره روپۍ په بازار کې له یو شناخته نه د یوې میاشتې لپاره په شل زره ګټې یا که په څرګنده یې ووایو په سود مو ترینه واخیستې، چې خپله د لارې خرچه پرې وکړو، خو سږ کال د ټولو کلیوالو که په هر ولایت کې ؤ، چندانې خونده نه وه ایله مو دومره وکړل، چې د هغه شناخته قرض او د قرض هغه مردار سود مو ادا کړو، خو هسې خالي لاس هم نه یو راغلي دا دی پنځه زره افغانۍ چې د بنسټ ډبرې لپاره یې دوه تراکتوره ډبره او ځینو نورو موادو لپاره بس کیږي.

د ګل کریم دا خبرې که له یوې خوا ډیرې اوږدې وې او ستومانوونکې وې، خو له بلې خوا یې د کلي د ملک او نورو وږي سترګو مشرانو په زړونو کې نوې هیلې واچولې او هغه دا چې سر همدې ورځې یې په خپل مینځ کې پریکړه وکړه او یو خط یې ولیکلو، چې د چندې راټولو لپاره به په نوبت د کلي د ملک په ګډون او ځینو نورو سرزورو مشرانو په خوښه مناسب او وړ کسان ټاکل کیږي او په بهرنیو سفرونو کې به یوازې هغو سر زورو کسانو ته د لومړیتوب حق ورکول کیږي، چې د حج فریضه یې نه وي ادا کړي، ځکه له دې لارې به وکولای شي، چې که د حج د فریضې ادا کولو زمینه ورته مساعده نه شوه، نو د عمرې لپاره خو به تیاره زمینه ورته مساعده وي.

اوس دا دی زموږ د کلي د جومات بنسټ ایښودو کابو دیرش کاله کیږي، خو د وار په وار په اتفاقي نوبت سره د چندې ټولو پلاوي چندې زموږ د جومات کار خلاص نه کړو؛ په داسې حال کې، چې د جومات لپاره د چندې ټولولو له لومړنیو کسانو څخه یې یواز دوه تنه پاتې دي او نورو یې ټولو د همدې جومات د چندو له برکته څو څو واره فرضي او نفلي حجونه او عمرې وکړې او ورسره یې د وینې غوړوالي او لوړفشار ناروغیو له امله وفات هم شول، خو د جومات جوړیدو او د چندې بشپړیدو ارمان یې خپلو زامنو او لمسیانو ته نیمګړی په میراث ورپریښود او د خپل وصیت له مخې د جومات دیوال ته څیرمه د جومات پورې اړوند یوې ټوټې مځکه کې ښخ کړل شول او د قبرونو په شناختو یې په لومړي سر کې لیکل شوي دي، چې : (( اروښاد الحاج … خان د … کلي د نوي جومات جوړیدو د چندې راټولولو غړی او په همدې ارمان وفات شوی، چې په … زیږیدلی ؤ او د جومات لپاره د چندې په راټولولو کې یې اتیا کورني او پنځه ویشت بهرني د اماراتو ، دبۍ او اروپا ته سفرونه کړي دي د خپل وصیت له مخې جومات ته د ننوتو دروازې ته څیرمه ښخ کړل شوی  تر څو دده په ژوند جومات ته د کړي خدمت لپاره هر داخلیدونکی د دعا لپې ورته پورته کړې)).

په دومره تفصیل ځکه پر شناختې دغه لیکل شوي وو، چې دوي به لا د مخه یا په هیواد کې دننه او یا هم که به کوم یو د چندې لپاره له هیواد څخه بهر ولاړو نو دا ډول د قبر شناختې به یې خپل ځانته په ښورا لوړ قیمت، چې د همدې چندې له پیسو به ورکول کیدې جوړې کړې. خو زموږ د جومات کار لا هم د هماغه لومړنیو چنده ګرو د چندې قانون یا ډول د ایښودو په خاطر نه دی بشپړ شوی او دا هماغسې کټ مټ لکه د افغانستان د د دولتي چارو او د چارواکو کارونو ته پاتې کیږي، چې بشړیدا یې یوازې او یوازې بشپړ بودیجه غواړي، خو له دومره زورورو مرستو سره سره یې بیا هم خولې خلاصې پاتې دي او هیڅکله یې ونه ویل، چې بس دی او یا بشپړ شول.

6 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *