Categories

اعلان

Loading…

پشه یانو د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ

په ننګرهارکې د پشه یي قومونو شورا د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په پلوۍ غونډه وکړه او په دویم پړاو ټاکنو کې یې له بدلون او دوام ټیم څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلان کړ.

دا غونډه نن په جلال اباد کې د بدلون او دوام ټیم د ختیځ زون په عمومي دفترکې جوړه شوې وه.

تر دې مخکې ناصر قوم، د لوګر دیني عالمانو او د ننګرهار سیکانو په جلا – جلا غونډو کې د ولسمشرۍ د کاندید اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړی و.

1په ختیځ زون کې د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي کمپاین مطبوعاتي مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، د قرانکریم د څو مبارکو ایتونو له تلاوت او ملي سرود ته له درناوي وروسته په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین مشرالحاج احسان الله کاموال د پشه یي قوم مشرانو ته له بدلون او دوام ټاکنیزټیم سره د یو ځای کیدو له کبله هرکلی ووایه.

ښاغلي کامه وال وویل:«ډاکټرصیب اشرف غني د افغانستان د ټولو قومونو استازی کاندید دی،د ټول وطن په ستونزو،عواملو او حل لارو خبردی او موږ ډاډمن یوو،چې ټول ولس به یې په غوڅ اکثریت سره په دویم پړاو ټاکنو کې بریالی کړي.»

د پشه یي قوم د مشرانو په استازیتوب پخواني جهادي قومندان حاجي موسی، حاجي نورآغا ملکزي، د ننګرهار د ولایتي شورا غړي ضابط امیرمحمد او د پشه یي قوم د ځوانانو په استازیتوب حاجي عبدالرحمان معاون پخپلو خبرو کې له ډاکټراشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

دوی وویل:موږ په لومړي پړاو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټرزلمي رسول ملاتړکاوه،خو په دویم پړاو کې به خپل ټول قوت د ډاکټراشرف غني احمدزي په مشرۍ د بدلون او دوام ټاکنیزټیم د بریالیتوب لپاره وکاروو.

 په ننګرهارکې د ډاکټراشرف غني احمدزي د کمپاین مشراو د ولایتي شورا غړي حاجي نصرت الله ارسلا د پشه یي قوم له مشرانو څخه مننه وکړه،چې د افغانستان د ملي ګټو د خوندیتوب لپاره یې د ښه او وړټاکنیزټیم ملاتړ وکړ.

ښاغلي ارسلا وویل،چې د پشه یي قوم د مشرانوملاتړ په ننګرهارکې د بدلون او دوام ټیم د ژور ملاتړ کچه لا نوره پیاوړې کړه.

د یادونې وړ ده،چې د پشه یي قوم یو شمېرمشران لا وار د مخه د بدلون او دوام ټاکنیزټیم ملاتړي او د کمپاین فعالان وو.

په دې برخه کې د ننګرهار د ولایتي شورا د غړي او د دره نور د قومي مخور الحاج محمد ایوب ملک بابا یادونه کولای شوو.

479 total views, 1 views today

  1. sakhikhan Reply

    Dar khah allah pak de tolo afghanano tha tofeeq warkrte
    che doctor sahib pa khapal mlatart bryali karte

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    مر حوم ملك بابا واقعاء دبشه ءي قوم بادرده ،غشتلي،يو ر شتني مشر وو دا بخبل قوم ديرزهير او قوم ي ده ته نهايت زياد احترام درلوده بله داجه بشه يأن يو ه خله او يوه جبه او يو مذ هب لري ووي ،وو ده اونه ي نه ده . ما ددي قوم سره دخداي بخشلي محمد عالم جه زما د حر بي شونخي همدوره وو شناخت درلوده
    د دوي د شه نيت خخه مننه
    جلالزوي

  3. Farhad Ullah Reply

    ډیر د خوښی ځای دی چی پشه یان د خضرت علی د خلقی نه ووتل حضرت علی خو یو جابر سړی دی نه غوښتل چی د خپل ځان څخه بل څوک د پشه یانو نماینده جوړ شی او د پشه یانو په ستونی به یی خپه کیښوده او د هغوی خق به یی خوړو ماشاالله نوراغا ، حاجی موسی او ملک بابا تاسو دی ژوندی یاست

  4. زمان Reply

    دا چې د مشرقي ډېری اوسېدونکي د اشرف غني په خوا ولاړ دي، د پشه یانو دا اقدام واقعاً د ستایلو وړ دی. دوی په حقیقت کې د سیمې او ګاونډیتوت حق ادا کړ چې په دې کار سره به له شاوخوا خلکو سره د دوی دوستي لا ښه شي. اشرف غني داسې یو شخصیت دی چې له هغه سره به د افغانستان هېڅ یو قوم هم د تجرید احساس ونکړي او بیا پشه یان چې درانه او مېلمه پالي خلک دي، دوستي یې له همداسې یو ټیم سره ښايي. بریالي دي وي ټول افغانان

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2