Categories

اعلان

Loading…

د خوست دموزيم د څلور ديوالي دجوړيدو چارې پيل شوې

افغانستان-خوست

ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر

نېټه :٥-٣-١٣٩٣

دخوست ولايت داطلاعاتو او فرهنګ رياست دموزيم دڅلور ديوالي دجوړيدو چارې ديو لړځانګړو مراسمو په ترڅ کې پيل شوې ،په مراسمو کې دخوست والي عبدالجبارنعيمي ترڅنګ ،دولايتي شورا رئيس سيدکريم خاکسار،امنيه قوماندان سمونوال فيض الله غيرت ،سناتور عارف الله پښتون،دسولې دولايتي کمېټې مسوول مولوى حنيف شاه حسيني اداطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو ، دمدني او کلتوري ټولنو غړو هم برخه اخيستې وه.

خوست والي عبدالجبارنعيميي موزيم دخوست يوه تاريخي شتمني ياده کړه او خوست ولايت يې دطبعي او ملي شتمنيو خونه وبلله ،نوموړي وويل دا مهال دخوست په موزيم کې ګڼ شمير تاريخي اثار چې زرګونه کلونه تاريخ لري شتون لري چې ساتنې تې ځانګړې توجه کيږي.

عبدالجبارنعيمي وويل چې داطلاعاتو او فرهنګ رياست لپاره يې په اداري کمپليکس کې ځانګړې وداني جوړه کړې  او اوس يې ترزياتو تلاشونو وروسته دموزيم دساتنې په خاطر دڅلور ديوالي دپروژې لپاره دټولنې نښلونکې موسسې مرسته راجلب کړه.

خوست والي وويل چې دغه څلور ديوالي دڅه دپاسه ٤ميليونو افغانيو په ارزښت سره د ٤٨٠مترو په اوږد والي په شپږنيم جريبه ځمکه کې جوړيږي چې٤٧٦متره مربع ساحه او ٧٠متره سرک او پياده رونه  به هم کانکريټ شي او په يو ولسو اونيو کې به يې دجوړيدو کارونه بشپړ شي .

خوست والي وويل ددغه څلورديوالي دجوړيدو په وړاندې يوشمير ستونزې موجودې وې ولې اوس ستونزې هوارې اودڅلور ديوالي په جوړيدو سره ياده ځمکه دغصب له ګواښ څخه خلاصه شوه.

دموزيم مدير حبيب محمد مندوزي هم خبرې وکړې دخپلو خبرو پرمهال يې دموزيم دحالت په اړه غونډې ته معلومات وړاندې کړل له خوست والي يې مننه وکړه چې دموزيم دڅلورديوالي دجوړيدو په برخه کې يې اساسي همکاري وکړه .

مندوزي وويل موزيم ساتنې او پاملرنې ته اړتيا لري او خوست ولايتي ادارې دې برخې ته ځانګړې توجه کړې او همېشه يې هغه ستونزې هواري کړې چې داطلاعاتو او فرهنګ رياست ورسره مخامخ شوى دى.

دموزيم مدير وويل چې له دې وروسته به دموزيم ساحه نوره هم ښکلي او ليدونکې به وکولى شي په منظمه توګه دموزيم څخه ليدنې وکړي.

دمراسمو په وروستيو کې خوست والي چې ګڼ شمير مشرانو يې ملتيا کوله دڅلورديوالي دجوړيدو چارې دبنسټ دډبرې په اېښودو سره پيل کړې داطلاعاتو او فرهنګ رياست ته لارښوونه وکړه چې دکاردکيفيت څخه په پرلپسې توګه څارنه وکړي او له CCIموسسې څخه يې دزړه له کومې مننه وکړه چې په خوست کې دپرمختګ غوره کړنې ترسره کوي.

واکمن

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *