Categories

اعلان

Loading…

په تورخم کې دآی اس آی بله دسیسه/ انجینر جمیل شفیقي

هغه افغاني محصلین، چې په پښتونخوا،کوټه  او پاکستان کې سبق وايي، هغوی هرکله د تورخم په دروازه تګ راتګ کوي. ځکه چې کورونه یې په افغانستان کې دي او اړ دي، خپلو کورنو سره اړيکي وساتي.

 دا محصلین د پاکستان د هغو مرستو په لړکې د پښتونخوا او پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې زده کړې کوي چې په افغانستان کې نړۍ والو قوتونو مداخله وکړه او پاکستان هم د سیالۍ له مخې په کې برخه واخیسته.

محصلین کله په میاشت کې او کله په اوونۍ کې او کله دضرورت په بنیاد تر ډیورنډ کرښې اوړي او لویه لاره یې تورخم دی.

کله چې محصلین او نور افغانان له خپلو بیکونو او لیپ ټاپ کمپیوټرونو سره په تورخم کرښه پورېوزي، پاکستاني پوځیان او ملېشه او ددوی بېلابېلې نورې ګمارلې ډلې او کارکوونکي  دوی دتلاشۍ په مخه یوه ځانګړي ځای ته وړي، په تېره که لیپ ټاپ کمپیوټر له چاسره و، نو یې دڅېړنو په ترڅ کې ترې ډيټا کاپي کوي او بیا یې که خوښه وي، نو په اړه یې ورسره غږیږي هم.

داډيټا نو داسې نه ده، چې یوه برخه وي یا ګنې یو فایل وي، بلکې د هر کمپیوټر ډرایفونو ته هارډیسک لګوي او بیا یې له یوې مخې ټوله ډیټا کاپي کوي.

د شېرین په نامه یوه دا ډول محصل، چې په پښتونخوا کې په یوه پوهنتون کې زده کړې کوي وویل:

زه یې له لاسه ونیولم او کمپیوټر یې راته چالان کړ، بیا ما ورته وویل، چې پاسورډ لري ، نو مې ورته پرانیست، بیا يې چې زما په کمپیوټر له کوم افغاني سایټ نه اخیستل شوې یوه لیکنه ولیده، بس سملاسې یې یوه بل ځای ته معرفي کړم،  هلته بیا رانه څېړنې پیل شوې او په یوه بنده کوټه کې یې یوساعت اچولی وم، په داسې حال، چې زما په کمپیوتر کې ټول زما شخصي ډيټا وه او سیاست په کې نه و.»

داجمل په نامه یوه بل دا ډول محصل وویل:

له ده سره هم همدغسې یو چلن تقریبا له یوکال راهیسې کیږي، یوه ورځ ما دآی اس آی دغه افسر ته وویل، چې تاسو څه حق لرئ، چې دیوه چا دکاله ، او شخصي ژوند عکس دهغه په وړاندې مخامخ کاپي کړئ او هغه درته ګوري؟ وې ویل، چې « موږ پاکستان ته خدمت کوو».

دی وايي، بیا یې راته وویل، چې پلار او کورنۍ دې څه کارونه کوي، دی وايي، چې ما ورته وویل، چې هغوی په افغانستان په کوم دولتي دفتر کې ماموریت کوي، نو یې راته وویل، چې ته به له موږ سره دهند لپاره کار وکړې، تاته به بنګلې او موټرې او قصرونه درکړل شي.

دا مکالمه ده داسې وکړه:

دکوم ځای يې، د لوګر ولایت!

په لوګر کې دې بنګله او موټرې خوښې دي، کنه ؟

بیا یې وویل، چې پلار او ورور دې له موږ سره مخ کړه، چې دهند په وړاندې له موږ سره مرسته وکړي.

دی وايي، دآی اس آی دا مامورین بیا له ځينو محصلینو ددوی د موبایل ټيلفون شخصي لمبرونه هم اخلي، او بیا ورته وايي، چې په پلانې پوهنتون کې به دې ډېر قدر وي او لنډه داچې هرډول امتیازات ورته پېشنهادوي.

یوه بل محصل صفي الله بیا وویل:

دآی اس آي له دغه ډول چلن نه ډېر په تنګ دی، ځکه، چې دده سیاست نه دی خوښ او دوی یې په زوره سیاست ته راکاږي. ده وویل، موږ اصلا دافغانستان دګټو پرخلاف دپاکستان دګټو لپاره دغسې جاسوسي فعالیتونه نه شو کولی، بلکې زړه مو نه غواړي، چې د لس یا شل زره کالدارو په مقابل کې او یا هم د میلونونو کالدارو، هرڅومره چې وي، خو زړه مو نه غواړي، دپاکستان لپاره وکارول شو. موږ افغانان یو او پوهیږو، چې پاکستان زموږ څومره دوست دی.

فهیم هم دپښتونخوا په یوه پوهنتون کې محصل دی، دی وايي:

رنګ مې سپین دی اودپېښورو په اصطلاح سمارټ یم، ويښتان مې هم ډېر ښه جوړوم، پاکستانیان راپسې دي، چې دهند په وړاندې زموږ دکار لپاره ته ډېر ښه وړ یې، ځکه، چې پلار دې په ملي اوردو کې عسکر دی. موږ به پیسې درکړو، هلته هم موږ خپل خلک لرو، حفاظت به دې کوو؟

دی وايي، پاکستان دطالبانو دږیرو او ټوپکو په ګرځولو لا بسیا نه دي، اوس دریشي کړي محصلین هم غواړي، دپاکستان دګټو لپاره وټاکي. دی وايي، هر کله ترې دکمپیوټر ډيټا کاپي شوې، چې ده په کې له خپلو دوستانو او معشوقې سره عکسونه ویستي و، خو دپاکستان ډيموکراسي تش په نامه ده، ځکه، چې ډيموکراسي په تورخم کې دهر افغان په وړاندې زندۍ ده.

فهیم وویل، دآی اس آی دا اجنټان دومره سپین سترګي دي، چې شرمیږي هم نه، چې یو څوک ورته درې څلور ځل د رد ځواب ورکړي او بیا هم ورپسې وي.

ده وویل، داسې محصلین پېژني، چې د آی اس آی بړېڅو ورته په پېښور کې دعشقبازۍ بېلابېلې بڼې ترتیب کړي او درسونه مرسونه ویل نه شته، بس فلمونه ترې ډکوي او بیا یې په مختلفو بڼو له ځان سره بلدوي او کارپرې کوي.

یوه بېوزله افغان ته ، چې د داسې امکاناتوزمینه برابره شي، چې هغه په خوبونو کې لیدل، څه فکر کوئ، څه به کوي او په تېره چې دبړېڅو له خوا په مختلفو بڼو ورسره د راشه درشې هڅې وشي.

فهیم وايي، کله چې خپل وطن ته لاړ شي، نه پوهیږي، دا ډول ستونزه له چاسره شریکه کړي، ځکه، چې که داسې وکړي، آی اس آی به یې دلته او هلته په دواړو ځایونو کې  ژوند له ګواښ سره مخ کړي.

دغسې ګڼ محصلین دي، چې آی اس آی یې په پوره سپین سترګۍ دخپل خدمت دټاکنې لپاره تنګوي او بیا ترې دافغانستان دګټو خلاف دخدمت هیله لري. ددوی ځینې به حتمن مجبوریږي، چې کار ورسره وکړي.خو ځينې محصلین لا هم مقاومت کوي. دوی دافغانستان له خارجه وزارت نه غواړي، چې دامسله له امریکايي ادارو سره او په تېره له ملګروملتو سیاسي دفتر سره یاده کړي، چې پاکستان څه حق لري، هلته افغان محصلان په آی اس آي کې غړیتوب ته وهڅوي؟ په تېره هغوی، چې ورسره کول یې زړه نه غواړي؟

له هند سره که پاکستان دښمني لري، نو دایې شخصي کار دی، خوحق نه لري، یو څوک مجبور کړي، د کمپیوټر ډيټاګانې او دکورنۍ دغړیو ويډو فلمونه وګوري. پوهنتون ته ورپسې ورشي او ددوستۍ دهیلې په نامه یې له درسونو وباسي. او یا نور محصلین او په پوهنتون کې دآی اس آی کارکوونکي ورپسې کړي، چې په هره توګه وي، دا سړی راواړوي.

محصلین وايي، له دې کاره زښت ډېر په عذاب دي، نه پوهیږي، څه وکړي، که پوهنتونونه پرېږدي، نوبیا به ورته په بل ځای کې د زده کړې چانس برابر نه شي او که یې نه پرېږدي، ځيني محصلین له درسونو وتلي او د آی اس آی له خوا تر فشار لاندې دي.

محصلینو ددې کرښو لیکونکي ته وخندل، چې عجیبه ورته ښکارېده، یو پښتون دپنجاب دګټو لپاره خپل افغان پښتون دومره مجبوروي، چې بلاخره یې پوهنتون پرېښودو ته اړباسي. څومره سپین سترګې دي دا پاکستاني اجنټان….!؟

په دې اړه مې هڅه وکړه، چې دپاکستاني چارواکو نظر واخلو، خو داکار دومره اسانه نه دی، چې له پاکستاني استخباراتي مقاماتو سره دې څوک داخبره یاده کړي.هیله ده، نړۍ والې رسنۍ په دې اړه له پاکستاني چارواکو نه نظرونه واخلي!!

انجینر جمیل شفیقي – فیصل اباد

179 total views, 1 views today

  1. رحیم وردک Reply

    دیته ورته چلند زما د یو خوريي سره هم شوی وه. هغه هم په پیښور پوهنتون کې محصل دي.

  2. صدف خان Reply

    تاسو یقین اوکړی چې هر افغان او په تېره چې لږ یې جامه منظمه وي ددی نه بدتره چلند ورسره کیږي. زه هم یو ځل د خپل ورور سره پیښور ته د ډاکټر لپاره تللم مونږ سره دسفر ټول دستاویزات موجود وو.کله چې دطورخم کرښې ته ورسیدو بې له دې چې د یو څه په اړه پوښتنه اوکړي سمدستي یې زما دورور څخه بکس کش کړ او کوټې ته یې ننویسته زه وډاره شوم ورته وموویل وروره دا چیرته بیایې پاسپورټ خو لري راته يې په ډیره بده لهجه وویل ته پاسپورټ راوباسه ما خپل پاسپورټ وروښود او راته یې وویل چې ورشه هغه دښځینه تالاشې ځائ ته تالاشي ورکړه دښځینوو تالاشي ځائ ته چې ورغلم یوه ډیره بدشکله ښځه په ډیره بده لهجه دلاس څخه کش کړم او بکسه یې راڅخه واخسته او په لټولو یې شروع اوکړه په بکسه کې دوه زره روپې وی هغه یې واخستې او راته یې وویل چې ورور دی کوم نیټ ورک سره کار کوي ماورته وویل چې هغه خو محصل دې روپې می راکړه راته یې وویل چې انتخاباتو کې دی چا ته راي ورکړه ما ورته وویل چې اشرف غني ته، راته یې وویل ولي دی عبدالله ته رای نه ده ورکړې ورته مو وویل چې کورنې مو اشرف غني ته راي ورکړه ګواکې پوه سړې دی او امید دی چې افغانستان به له شته ستونزو څخه وباسي په بکسه کې عادي ډوله غاړه کۍ هم وه هغه يې واخسته او راته یې وویل چې دا کالۍ دی ماورته وویل چې راکړه دستي یې پیسي بیرته راکړي اوغاړه کۍ یې واخسته او راته یې وویل چې ورور دی انټلیجنس ته ورکوم. بس زه هم غلې شوم هغې فکر اوکړ چې سره زر دي خو هغه عادي غاړه کې وه او راووتم ورور مو بهر ولاړ وو راته وویل چې څه یې وویل ورته مو وویل هیڅ بس روان شو. کله کله ځان سره ووایمه چې دپاکستان څخه ګیله هم نه ده پکار ځکه مونږ د خپل ځان او وطن په حیثیت نه پوهیږو که پوهیدای نو تر اوسه به دا ناخوالې لږ تر لږه ختمې شوي وی. زمونږ ډاکټرانو دی هم خدای ج انصاف روزی کړی بس دمریض سره توکل په خدای ج معالجه کوي . مریض ښه د پښو څخه اوغورځوي او بیا ورته وايي چې اوس یې پاکستان ته ویسه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور
  • 1
  • 2