Categories

اعلان

Loading…

په انقره کې د افغان کډوالو د احتجاج ۷ اوونۍ پوره شوې

تاند- په ترکیه کې د یو شمېر افغان کډوالو د احتجاج اوومه اوونۍ پوره شوه. دوی غوښتنه لري چې غوښتنلیکونه دې یې په عادلانه او مناسب ډول وڅېړل شي.

حو تنه احتجاج کوونکي کډوال وايي چې د دې لپاره یې خولې ګنډلي دي چې د اعتراض ږغ یې واورېدل شي او چارواکي د دوی د قضیې په وړاندې بې تفاوتي پای ته ورسوي.

شپږ تنو خولې ګنډلي، نه خواړه حوري او نه اوبه څښي

شپږ تنو خولې ګنډلي، نه خواړه حوري او نه اوبه څښي

د ترکیې د حریت ورځپاڼې د راپور له مخې شاوخوا ۱۰۰ تنه افغان کډوالو، چې نیمايي یې ښځې او ماشومان دي، په انقره کې د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ د دفتر مخته کمپ درولی، او د پولیسو له خبرداریو سره سره له کمپه نه وځي.

شاوخوا شپږ تنو کډوالو له یوې اوونۍ راهیسي لوږتړ کړی، دوی خپلې خولې ګنډلي او اوبه هم نه څښي.

یوه افغان اعتراض کوونکي فرزاد شفیعي وویل، ملګروملتو د دوی پر غوښتنلیکونو کار په دې نوم بس کړی چې درېمګړی هیواد نه غواړي چې افغان کډوال ومني.

ده همداراز وویل:«دوی (ملګروملتو) حتي ویلي چې که موږ له لوږې مړه هم شو، هیڅ به ونه کړي او دا یې هم راته ویلي چې که موږ د نه خوړولو احتجاج ته دوام ورکړو بیا خو بالکل هیڅ اقدام نه کوي.»

شفیعي حریت ورځپاڼې ته ویلي :«موږ د ملګروملتو مامورینو ته وویل چې که نن شپه له کمپه ووځو او احتجاج بس کړو نو ایا تاسو به زموږ پر غوښتنلیکونو غور پیل کړئ او کنه؟ هغوی ځواب را نه کړ.»

ویل کېږي چې ملګروملتو افغان کډوالو ته دا هم ویلي چې هیڅ هیواد نه غواړي چې نور افغان کډوال ومني، دوی د افغانانو په ځای د نورو هیوادونو مهاجرو ته لومړیتوب ورکوي.

د ملګروملتو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ یوه مامور په انقره کې احتجاج کوونکو افغانانو ته ویلي چې له تېرو ۴۰ کلونو راهیسي افغانان مهاجرت کوي، نور افغانان زیات اړ نه ښکاري د دوی پر ځای سوریه وال د پناه زیات مستحق ګڼل کېږي.

195 total views, 1 views today

  1. انجینیر فیض احد فیضی Reply

    دغه افغانان چه خپلی خولی یی ګنډلی دی اوخپل تحصن ته یی ادامه ورکړی ده ولی خپل وطن ته نه راځی دغو دبهر تږو افغانو هم خپل اوهم دوخپل وطن نوم په نړیواله سطحه باندی وشرماوو زه دیوافغان په صفت دملګروملتونو دکډوالو له کمشنری څخه داغوښتنه لرم چه دغه افغانان هرڅومره ژر چه کیدای شی باید خپل وطن ته راولیږی ددوی لپاره اوس په افغانستان کی هیڅ قسم تهدید شتون نه لری اودکار زمینه هم څه ناڅه مساعده ده نور مونږ افغانان نه غواړو چه دڅو عیاشو افغانانو په خاطر چه دخپلی خوشګوزرانی په خاطر یی هم خپل پت اوعزت ترپښولاندی کړی ده اوهم یی دخپل وطن نوم په ملی اونړیواله سطحه بدنام کړه ده نورهم زمونږ ګران وطن بدنام شی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2