Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان منظرې/ اسدالله غضنفر

په کتاب تبصره  

د افغانستان د اطلاعاتو فرهنګ وزارت د ګرځندوی ادارې شپږ کاله پخوا( د افغانستان منظرې) په نوم په ۱۴۹ مخونو کې د لویې کچې او ډېر اعلی کاغذ یو کتاب چاپ کړی دی چې د دغه هېواد د طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو رنګه عکسونه پکې دي.

 د دنیا په نورو ملکونو کې د سیلانیانو د جذب او لارښوونې لپاره دغسې کتابونه ډېر چاپېږي. افغانستان چې له اوږدو جګړو وروسته یو ځل بیا غواړي چې د سولې او سیل وطن شي، دغسې کتابونو ته ضرورت لري. د دې کتاب د عکسونو لنډه شرحه په انګرېزي ژبه شوې چې منظور ورنه شاید دا وي چې د نورو هېوادونو خلک یې وګوري خو د افغانستان خپلو خلکو ته هم جالب او ګټور کتاب دی.

 توریزم یوازې په نورو ملکونو کې سیر وسفر ته نه وايي. په خپل وطن کې ګرځېدل او سیاحت کول هم توریزم دی. د داخلي سیاحت غوړېدل د یو وطن د خلکو  د زړونو د لانږدې کېدو سبب ګرځي. که توریزم ته له دې اړخه وګورو نو دا خبره به بې ځایه نه وي چې د داخلي توریزم په غوړېدو کې لا لویې ګټې دي.

  افغانستان لوی وطن دی. دا وطن تر شپږنیم لکه کیلومتره  مربع ډېر مساحت لري. یعنې د جاپان کابو دوه برابره، د انګلستان تر دوه نیم برابره زیات او د سویس پنځلس، شپاړلس برابره مساحت. له بلې خوا د دغه لوی وطن ډېرې برخې د مناسبو لارو او وسایلو کموالي ان له ډېرو ګرځندو کسانو هم نااشنا ساتلې دي. ځکه خو ویلای شو چې د افغانستان د منظرو کتاب د هر چا لپاره او حتی د هغه افغان لپاره چې په خپل وطن کې ډېر ګرځېدلی دی، نوې او په زړه پورې نندارې لري او دا هوس ورپیدا کولای شي چې د سفر موزې په پښو کړي، د آسیا په زړه کې یو ځل بیا وګرځي.

  پکار خو دا ده چې د افغانستان د ګرځندوی اداره د دغه هېواد د طبیعي منظرو او تاریخي ځایونو دغسې کتابونه هر کال چاپ کړي.

 د افغانستان یوه طبیعي نېکمرغي دا ده چې د څلورو فصلونو وطن دی. مګر په دې کتاب کې اکثره پسرلنۍ منظرې وینو. که د توریزم اداره داسې کتابونه بیا چاپوي نو د مني زېړه ښکلا دې هم، چې د پسرلي تر زرغونې ښکلا کمه نه ده، نه هېروي. دغه راز د افغانستان د دوبي په مازدیګر کې د کروندو تبجن حسن او یا د ژمي د موسم په واورینو صحراګانو کې د سرو غروبونو فنا کېدونکی ښایست د هېرېدو نه دی.

 د افغانستان د منظرو په کتاب کې د ځینو منظرو لکه د بامیان د بند امیر څو ډوله عسکونه وینو او د کتاب په ۲۵ مخ کې د کندز د سه درک د پټو عکس په ۱۳۹ مخ کې هوبهو بیا راغلی دی، حال دا چې د ځینو ولایتونو هیڅ عکس پکې نشته. سربېره پر دې د کتاب ګڼ عکسونه د پخو سړکونو په غاړه اخیستل شوي او عکاسانو یې په خپلو کمرو کې د پخو لارو د څنګ د غونډیو ورهاخوا ته د بې شمېره ښکلاګانو نندارې نه دي خوندي کړې.

 البته دا وړې نیوکې که واقعي نیوکې هم وي د دې لوی کتاب اهمیت نه شي کمولای. په دې کتاب کې د شبرغان د جامع جومات زرغونې کړکۍ ، د کندز سین د غاړې په یوه خاورینه غونډۍ باندې د سهارني لمر زېړې پلوشې، په جلال اباد کې په  یوه نرۍ لاره باندې د ونو سیوری یا د کونړ د نورګل په کروندو کې یوازې ولاړه کلا او دا رنګه په سلګونو نورې صحنې د خدای له دنیا سره د انسان مینه پیدا کوي او د یوه کتاب لپاره به تر دې لا  بله ښه خبره کومه وي چې زړونه له خاورینې دنیا سره ، له طبیعت سره ، د انسان د لاس له یادګارونو سره او بالاخره له زړونو سره وصل کړي.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *