Categories

اعلان

Loading…

د راز محمد راز په ویر کي / عبدالباري جهاني

ماتم دۍ په دې ښار کي جنازې دي چي راځي
خالقه ورځي څه سوې توري شپې دي چي راځي

د جون پر څلیرویشتمه سهار وختي، د پښتنو د یوه لوی لیکوال، شاعر او مفکر راز محمد راز له مړیني څخه خبر سوم. ځان ځکه ملامت راته ښکاري چي د خپل پښتون چاپیریال څخه د لیري والي له امله د هغه د اوږدو رنځونو څخه خبر نه وم. کشکي ماته د هغه پر ناروغي باندي د یو ځل پوښتني کولو فرصت برابر سوی وای. هغه، د راز په خپله ژبه، د پښتنو په ماحول کي، د ګوتو په شمیر کسانو څخه وو چي سړی یې په تورو تیارو کي یو څراغ بللای سي.

څه وګړي ضرورت د تورو شپو وي
څه وګړي په صورت د څراغو وي
د وجود قامت یې زیات تر وختو ښکاري
څه وګړي په لږ شپو کي د عمرو وي
سپیرې مځکي، سپیره زړونه، په روښان وي
څه وګړي خدای جوړ کړي له لمرو وي

پروفیسر راز محمد راز یو فلسفي شاعر وو. هغه ټول عمر کوښښ وکړ چي د خپلو سوالونو دپاره جواب پیدا کړي. هغه غوښتل د کایناتو او ژوند په مفهوم پوه سي. هغه بخیل نه وو، او که یې چیري مناسب جواب تر لاسه کړی وای نو حتما به یې له خپلو ټولو پښتنو لوستونکو سره شریک کړی وای. خو لکه څرنګه چي پخپله په هر ګام کي له سوال سره مخامخ وو، او د جواب د پیدا کیدلو ارمان یې ګور ته یووړ، دغسي یې لوستونکو ته هم، د ډیرو نورو مفکرینو په څیر، د جوابونو پر ځای سوالونه پیدا کړل، او دا پخپله یو کمال دی.

د فراق په اور سوځلی زړه مي ژاړي
بیا د ځان څه پټه خوله پوښتنه کاندي
دا تضاد د فطرتو د چا تقسیم دی؟
زما د ماتو حوصلو تجدید به څوک که؟
له بڼو به مي څوک اوښکي په لب واخلي؟
ستړي مځکي د الفت به څوک سمسوري کړي؟
ستړي ستړي دا سوالونه
اغزن ناست زما په زړه کښي
ستا ځواب ته انتظار که
اې د عشق د دنیا خدایه

او کله چي د خپلو سوالونو دپاره جواب نه پیدا کوي نو نور بنده ګان هم د ځان په څیر بې جوابه ورته ښکاري او ځکه نو پخپله د خدای څخه مستقیما پوښتنه کوي. او په یوه حالت کي خو لا د منصور په څیر هغه مقام ته رسیږي چي ځان او جانان یو ورته ښکاري. البته د راز له اشعارو او افکارو څخه دا نه څرګندیږي چي خپلو په زر هاوو سوالونو ته یې جواب پیدا کړی دی کنه.

ښایسته خدایه!
ته او زه، لمر، او سمندر
فقط د مراتبو په حواله سره
تقسیم ښکارو
ګڼه څومري سره یو یو!

راز محمد راز ښایسته غزل لیکله. په غزل کي یې ښایسته کلمات او ترکیبات درلودل او تقریبا د هیچا بیروي یې نه ده کړې. دا د هغه خپله غزل، خپل ښایست او خپل خاص انداز وو. په غزل کي یې تر مستیو د ناهیلیو خوا درنه وه. داسي ښکاري لکه د خپلو اوږدو رنځونو څخه ډیر مخکي چي په خپل سرنوشت خبر وو. ډیر پخوا یې، زړه نازړه، د سفر لپاره تیاری کړی وو. خپل زخمونه یې لیدل او د خیال په ښایسته دنیا کي یې د ښیښو څخه تراشلي نجلۍ یوازي د کاڼو په ژبه خبري ورته کولې. هغه به په داسي حال کي د خپل ژوند د لړزاني ماڼۍ د نړیدلو څخه پرته بل څه لیدلي وای.

اې وحشته صبر وکه مځکه سره ده
لڅو پښو ته جوړوم څپلۍ مزري
ټول وجود مي لکه درخته زخم زخم
د ښیښو نجلۍ کوي کاڼي خبري
د فراق خزان مي ولویدی و زړه ته
ښې مي ایسې خرابې او مات کودري
راسه ګراني زموږ تمثیل دی په کتاب کي
په تصویر کي ښکاري زاڼي مات وزري

پروفیسر راز محمد راز مي په ۲۰۰۲ کال کي د کوټي د ښار په پښتو اکاډیمي کي د ګڼو لیکوالانو او شاعرانو په مجلس کي ولید. هلته هم د هغه نیژدې ملګرو د هغه د افکارو په باره کي د هغه په مخ کي تبصرې کولې. هغوی ته یې سوالونه او جوابونه څه عجیب غوندي ښکاریدل. راز صاحب په خندانه څیره د هر یوه سوال ته جواب وایه. څو ځلی یې زما خواته وکتل او مطلب یې دا وو چي زه یې ملاتړ وکړم. زه د راز صاحب له افکارو او اشعارو سره نا بلده وم. ځکه مي ښایی، د هغه د انتظار په خلاف، په هغه مجلس کي یا هیڅ نه وي ویلي او یا مي بیخي لږ څه ویلي وي. یوازي دونه ویلای سم چي خبري او اشعار یې ښه راباندي لګیدل. د هغه د افکارو تر ټولو غښتلی مفسر پخپله دی وو او د سوالونو جواب، که یې چیري پیدا کړی وو، هم یوازي ده ته څرګند وو. هغه د لایتناهي کایناتو په مقابل کي هر وخت له دې ستر سوال سره مخامخ وو چي د ده ‌ذره وجود، بالاخره، د دومره ستر عظمت په مقابل کي، څه مفهوم لري او څرنګه د هغه په سیوري کي د ودي او ارتقا هیله درلودلای سي. ځکه چي هغه لمرونه چی دی یې د خپلي ودي لپاره زرینو وړانګو ته اړتیا لري هغه له ده څخه ډیر لیري دي.

ته محیط پر ټول عالم پر ټول زمان یې
ستا تر ګڼي سایې لاندي
د واښو تر قامت نه یم بلند سوی
تا ځلاند لمرونه لیري ځل ساتلي
ما د واورو فصل وکی په داخل کي
زه مانده ستړی وګړی
د انسان او د شیطان تر منځ بیشلی
له ازله له تا ربه
دا ژړاند استفسار کاندم
په دې ډک او سوړ جهان کي
ستا تر ګڼي سایې لاندي
کوم امکان، کوم ګنجایش سته، زما د، ودي؟؟

د پښتو د ډیرو نورو شاعرانو په څیر زه هم د غزل سره مینه لرم. چي د چا د غزل شرنګ خوند راکړي نو ټول شعرونه یې ښه راباندي لګیږي. د راز صاحب غزل، د هغه د خپلو تولو شعرونو په څیر، د نورو له غزلونو څخه ښکاره توپیر لري. په غزل کي یې یوازي شرنګ نه دی پروت، بلکه د نورو نظمونو په څیریې له هوښیارو سوالونو څخه مالال ده.

زما د زړه د کاینات پر ورځو شپه سوه
د څښتن د څیري لمر په ګرځو پټ دی
د راتلو سره یې دود لکه سایه سم
هغه څوک چي په بې شمیره لمرو پټ دی

سکڼی سوال لري د سترګو په کعبه کښي
شفق زار ځواب زما په رګو پټ دی
د عمرو خلیج آوار لرو په منځ کي
زما و ستا منزل په تلخو اوبو پټ دی
د نقاب سحاب یې دود کی بلو ګوتو
اسود زړه مي اوس د نور په حلقو پټ دی
ستا د سترګو د بڼو په رپ کښي څه وو؟
د زړه دښت مي د ابهام په اغزو پټ دی
اننګو یې دی د اور موسم راوړی
واورین زړه مي د لمبو په شغلو پټ دی.

زه به د پښتو ژبي د داسي غښتلي غمخور په باره کي نور څه ولیکم چي د هغه د کشري ورور عصمت زهیر په قول یې د مرګ پر پوله د خپل چاپیدونکي اثر د چاپ د چارو پوښتنه کوله او خپل ورور ته یې ویل چي د خپل کتاب چاپي بڼه لیدل یې وروستنی ارمان دی. د عصمت زهیر له خبرو څخه داسي ښکاري چي دا ارمان یې ګواکي پوره نه سو. البته دنیا له ارمان سره ده او که یې دا ارمان پوره سوی هم وای، زه یقین لرم چي په زرګو نو نور ارمانونه به یې پر زړه پاته وه. زه خپل ګران عصمت زهیر ته، چي نه د شعر او نه د نثر په لیکلو کي تر سیالانو پا ته دی، د دې ستري ضایعې له امله د زړه له کومي تسلیت وړاندي کوم. د پروفیسر راز محمد راز ټولي درنې کورنۍ او نیژدې او لیري دوستانو ته صبر جمیل غواړم. انّا لی الله و انّا الیه راجعون.

78 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *