Categories

اعلان

Loading…

راتلونکی ولسمشري: لوټ، تالان، جګړې؛ که وداني، وروري او سوله؟

د ودان لیکنه –

په ۱۹۹۲ کال کې د یوې تورې کودتا په نتیجه کې د سولې ټولې هیلې له خاورو سره برابرې او افغانان بیا یوې داسې جګړې ته تیل وهل شول، چې نه یې ضرورت و، نه مشروعیت او نه وخت. ملت د یونیم میلیون شهیدانو تر بیساري قربانۍ ورکولو وروسته روسان شړلي او د روسانو تر حمایت لاندې حکومت یې دې ته اړ کړی و چې د ملګرو ملتونو د سولې پلان ومني؛ واک یوې بیطرفه ادارې ته ورکړي او په شپږو میاشتو کې عمومي ټاکنې تر سره شي، تر څو ملت د خپلې ارادې د تعمیل له لارې د هیواد مشرتوب پخپله تعین کړي.

خو دغې تورې کودتا دغه ټولې هیلې او غوښتنې ناکامې کړې. د دې تورې کودتا یو مهم لوبغاړی ډاکتر عبدالله دی چې اوس د هغه ملت د مشرۍ لپاره میدان ته راوتلی دی، چې ده یې په ژوند، تاریخ، دین، ارزښتونو او منابعو کودتا او تالان ګډ کړی و.

زموږ په دري ژبه کې یو ډیر ښه متل دی چې وایي: (ازموده را ازمودن خطاست). نو که د افغانستان هوښیار خلک دغه ازمویل شوي شخص ته رایه ورکړي او یا دې پریږدي چې د تیر ځل په شان د درغلیو ریکارډ ټینګ کړي، نو ملک او ولس به د یوې اوږدې مودې لپاره په چور چپاول او وحشت اخته شي او د هیواد د پرمختګ او ولس د نیکمرغۍ هیلې به بیا د ۱۹۹۲ کال د جګړو په شان د اور خوراک شۍ.

ډاکتر عبدالله د نظار شورا د غلو په مدرسه کې ډکتورا اخیستې ده او سره لدې چې د یو تعلیم یافته شخص اکټ کوي، په خپل ټول تاریخ کې یې د غلا، لوټ، قتل، تالان، درغلۍ، انحصار او زورګویي څخه بل څه ندي زده کړي.

د کورنیو جګړو په کلونو کې مې له بی بی سي راډیو څخه پخپلو غوږونو اوریدل چې ویل یې: د نظار شورا مشران فهیم او عبدالله د شهزاده سرای مخې  ولاړ و، وسله والو ته یې امر وکړ، چې د پیسو مارکیټ (شهزاده سرای) چور کړي. دا دریم ځل و چې دوی په څو میاشتو کې دغه سرای چور کاوه. زما د دوست یو ډریور و؛ په ۲۰۰۹ کال کې یې راته وویل چې خدای دې وکړي چې دا مارشال د کرزي د مرستیال په توګه راشي، نو راته ویلي یې دي چې که کومه شنه ساحه او یا پارک دې په نښه کړی وي، راشه چې امر یې درکړم. د دوی مارشال هم امر کړی و چې که د دغه بانډ کوم شخص غریب پاتې شو او په چور کې یې برخه وانه خیسته، نو سزا یې مرګ ده.

نور سیستمونه مجرمینو ته سزا ورکوي، خو د عبدالله خیلو په فرهنګ کې د جنایت، نه کول د مرګ سزا لري.

د ډاکتر عبدالله ډلې له خیرخانې کوتله تر خواجه رواش او نادر خان تپې او شیر پور او وزیر اکبر خان پورې دا ټولې سیمې د همدغې ډلې د مشرانو په امر چور شوي دي. عبدالله په بهرنیو چارو وزارت کې هم خپل فطري عادت عملي کړ او په ټولو دپلوماتیکو پوستونو یې چور ګډ کړی و، چې بیسواده او نااهله کسان یې اوس د افغانستان دپلوماتیک حیثیت شرموي. ده ډیر مستحق تعلیمیافته کسان له دروازې شړلې دي چې د ده د مافیایي ډلې غړي نه وو. دوی ولایاتو کي هم تر دغه ډیر چور کړی او دوام ورکوي.

افغانان ان شا الله دومره هوښیار دي چې د چور چپاول د ټیم پر ځای به ډاکتر اشرف غني ته رایه ورکړي تر څو هیواد د ترقۍ او پرمختګ پر لور بوزي او د نړۍ له سیالانو سره یې سیال کړي.

افغانانو ته دوه انتخابه په مخکې پراته دي: لوټ تالان، انحصار، جګړې؛ که وداني، وروري، عدالت او سوله؟.

او باور لرو چې افغانان به د ودانۍ، ورورۍ، عدالت او سولې لویو هدفونو ته د رسیدولپاره اشرف غني ته رایه ورکړي.‎

349 total views, 1 views today

  1. زیارمحمد (تصور) Reply

    انشاالله چی رایه مو د شاغلی داکتر صاحب اشرف غنی احمدزی ده

    1. بلال واثق Reply

      ودان صا حب سلامونه مې ومنی. که څه هم زه په خپله دپښتنو د د رنې قبیلې غړی یم.خو وما ته دګران افغا نیستان ویشل پر پښتنو ، تا جک……….ویشل خوښ نه دې. ښا غلی اشرف غنې مې یوه سترګه او ښا غلی عبدالله مې بله سترګه ده. خو قضا وت به په ملې مسا یلو کښې با ید په دقت سره وشې.موږ هغه بد بخته ملت یو چې یووار انګلیس زموږ پر څه برخه دخا ورې منا فقیستان جوړ کړ.څه کوچنۍ برخه پا ته هیواد موږ باید پر ژپو ، ډلو آو نورو……….ونه ویشو. او په ګران هیواد کښې با ید دهر فا شیست مخالفت وکړو هغه فاشیست که لطیف فدرام خا ین وې که نور وې. دګران هیوا د په مختلفو نومونو ویشل د کې – جې -بې ، سې – ای – ای او ای- ایس -ای لو یه منصوبه ده.
      دلوی ، متحد ، خوشا له ، دسیا لانو سیال او متر قې افغا نیستان دجوړیدو په هیله

  2. نسیم Reply

    بلی همداسی ده ان شاءالله چی ددی لوټمارو څخه به ځان خلاصوو او داکترصاحب اشرف غنی ته رایه ورکوو، که دغه کوتاطریقو عبدالله خیلو ته څوک جهادی وایی نو ګنګاره کیږی جهاد کلمه یوه مقدصه او پاکه کلمه ده دغو غلو، لوټمارو، قاتلینو، او غاصبینو ته نه ښایی

  3. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    ودان صاحب داجه تخلص دي ودان دي زه به هم ووايم جه كور مو ودان داسي دا شكلي قلم دي به واقيعتونو دكا غذ به مخ كله ،كله خو ز وه تحليل مو درست دي.

  4. hassan Reply

    زه خپله د همدغو غلو قربانی یم. ما د دوی له لاسه دومره وهل، ټکول، سپکی سپوری لیدلی او اوریدلی دی چی په لیکلو یی شرمیږم. ماته هم تاجک ، پښتون، هزاره ، ازبک او …. هریو د سترګو تور دی خو د هیواد د نجات لپاره هغه چاته باید رایه ورکړو چی بیا وروسته پری پښیمانه نه شو. هر هغه څوک چی د خاینینو طرفدار وی باید تر ټولو سخته سزا ورکړل شی تر څو نور بی تفاوتی او خیانت زمونږ له هیواده چټلیستان ته کډه وکړی.

Leave a Reply to hassan Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2