Categories

اعلان

Loading…

انترنټي جرمونه/ صیام الدین پسرلی

د ایران په قوانینو کې د انټرنیټي جرایمو په اړه مجازات

ایران هېواد د انټرنټي جرایمو لپاره ځانګړي قانون د انټرنیټي او کمپیوټري جرایمو (قانون مجازات جرایم رایانه) په نامه قانون لري.

په دغه قانون لاندې انټرنیټي او کمپیوټري جرایم  په لاندې ډول تشریح شوي.

اول: د خصوصي افراد پر  ضد جرایم (۲-۳-۱۷-۱۹)

په دویمه او ۱۷ مادو کې داسې څرګندونې راغلي:  هر هغه څوک چې د کمپیوټر او انټرنیټ په واسطه د بل چا کوم تصویر، غږ، ویډیو او نور محرم رازونه پرته د هغې له خوښې او اجازې څخه خپور کړي. چې په شکل د اشکالو د هغې بې حرمتي شوي وي. د ایران د انټرنیټي او کمپیوټري جرایمو د قانون د دويمي او اوولسمې مادې په اساس د ۹۰ ورځو څخه تر دوه کالو پورې حبس او یا هم د ۵ څخه تر ۴۰ ملیونو ریاله پورې نقدې جریمه ټاکل شوي.

ب: د امنیت او عامه ګټو پر ضد جرایم (مواد ۴)

هر هغه څوک چې په قصدې ډول سره د امنیتي تدابیرو سیستم یا مخابراتي او انټرنټي سیستم په شکل د اشکالو  نقض یا متضرر کړي. د ایران د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو قانون د ۴ مادې په اساس له شپږو میاشتو څخه تر دوو کالو پورې په حبس او یا هم د ۵ څخه تر ۴۰ ملیونو ریاله په نقدې جریمه او یا په دواړو باندې محکومیږي.

ج: د اخلاقو او عفت پر ضد جرایم: « مواد 15- 16- 20- 21»
 د دروغو نشرول

 د فیلم- غږ- تصویر- شخصی اسرارو او نور کورنۍ موضوعاتو خپرول

هر هغه څوک چې د کمپيوټر او انټرنیټ په ذریعه د بل چا بې حرمتي او یا هم د شخصیت سپکاوي وکړي. د هغه الفاظ تغیر کړي. د هغه انځورنه او غږ ته تغیر ورکړي او یا د هغې په اړه داسې یو توطیی ویډیو خپور کړي. د ایران د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو  د قانون ۱۶ مادې په اساس د دری میاشتو څخه ډ‌ېر او د دری کالو څخه کم حبس محکومیږي.

د ماشومانو څخه سوی استفاده:

د اندامونو هر ډول نمایش او یا هم ځیني جنسي مسایلو افشا کول.

د ماشومانو تشویق، ترغیب، تبلیغ یا تحریک

د ماشومانو آموزش – تبلیغ- تحریک- تهدید- دعوت- فریب او تشویق د ځینو جرایمو په ارتکاب- جنسي انحرافات- خودکشي-د مخدره موادو استعمال ته واداره کړي. د ایران د اسلامي جمهوریت د انټرنیټي جرایمو د مجازاتو د قانون ۲۰  او ۲۱ مادو په اساس د ۳ کالو څخه تر ۷ کالو پورې په حبس محکومیږي.

 ماخذونه

1-بررسی فقهی حقوق جرایم رایانه ای، حسینعلی بای- بابکی پور قهرمانی

2- فصلنامه های علمی پژوهشی فقه و مبانی حقوق اسلامی

4- کتاب قانون مجازات جرایم رایانه ای

5- انټرنیټ څنګه وکاروو – صیام الدین پسرلی دریم چاپ

6- http://www.afghantaber.com/page.php?sub_menu_item_id=211

7- n. secret police force of the former Soviet Union

8- برومند باستاني – جرايم کامپيوتري و انترينتي جلوه نوين از بزهکاري- تهران ،مطبعه سپهر، 2003 ،صفحه14 .

9- Http.www.cybercrimes.net.

230 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸