Categories

اعلان

Loading…

انټرنیټي جرمونه (سایبر سپېس) صیام الدین پسرلی

۵ برخه

د سایبر سپیس یا سایبر فضا (Cyber Space) معنی او مفهوم

په دې وروستیو کې د سایبر سپیس یا سایبر فضا په اړه ډېری کتابونه، مقالي، او کړني ترسره شوي، تر څو د سایبر فضا اصلي مفهوم او معنی خلکو ته روښانه کړي.

په انګلیسي ژبه کې سایبر فضا ته لاندې تعریق شوي.

The notional environment in which communication over computer networks occurs[1]

دا د هغه چارپیریال څخه عبارت دی، چرته چې محاوره یا خبري اتري د کمپیوټر شبکي له لارې تر سره کیږي.

Cyber Space  له دوو کلیمو څخه اخیستل شوي. سایبر په معنی د مجازي یا غیر حقیقی او یا هم خیال چې د تصور او حقیقت څخه لرې وي او سپیس د فضا یا ساحي څخه عبارت دی.

په بین المللی سطحه د سایبر سپیس په اړه لاندې تعریفونه شوي دي.

اول: د انسانان له مجموعي تړون څخه عبارت دی. چې د کمپیوټر او ارتباطی شبکي په واسطه بې له جغرافیوي موقعیت څخه تر سره کیږي. [2]

دوهم:  سایبر سپیس توافق توهم او باطل تصور دی چې انسانانو په واسطه خلق شوي .[3]

او داسې نور تعریفونه ورته شوي دي.

سایبر سپیس  ته د اخلیدو وسایل عبارت له یو پایه کمپیوټر، انټرنیټ موډیم او برق څخه عبارت دی.

 د سایبر سپیس جرایمو خصوصیات

د نورو جرایمو خصوصیات نسبت دې جرایمو ته ډېر فرق کوي، ددې جرایمو خسارات نسبت نورو ته ډېر وي. وخت او زمان یې هم فرق کوي. د نورو کلاسیکو جرایمو سره کاملاً فرق کوي.

سایبر سپیس جرایمو کې جغرافیوي محودیت  او فزیکي موجودیت مطرح نه دی. یوازې د پایه کمپیوټر، برق او انټرنیټ موډیم په واسطه جرم ترسره کیږي.[4]

1 د سایبر کرایم یا جرایمو اقسام

د سایبر کرایم یا جرایمو اقسام په لاندې ډول دي.

الف: په ډیجیتلي چارپیریال کې جرایم کلاسیک لکه جاسوسي. سبوتاژ، جعل، تخریب، افترا، قاچاق او نور غیر مشروع اعمال.

دوهم:  کاپی رایټ

دریم: د معلوماتو او ډیټا پر ضد جرایم

څلورم: په بریښنایی تجارت کې جرایم

پنځم: په بریښنایی باندکداري کې جرایم

شپږم: مخابراتي جرایم

اووم: د ښځو او ماشومانو پورنوګرافي

اتم: سایبر ترور (امنیت ملي او بین المللی پر ضد جرایم)



[1] http://www.merriam-webster.com/dictionary/cyberspace

[2] Http/searchwebservices.  Techtarget.com/definition.

[3] http/www.english.uga.edu/hc/ontology/Gibson.htm/.

[4] Http.www.cybercrimes.net.

88 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *