Categories

اعلان

Loading…

انټرنیټي جرمونه/ ټولنیزې رسنۍ/ صیام الدین پسرلی

۴برخه

د ټولنیزو رسنیو څو بڼې:


مخکې مو وویل چې ټولنیزې رسنې بیلابیلې بڼې لرې چې ګڼې یې انلاین ټولنیزې شبکې دي چې په کې د ټولنې خلک اکاونټونه جوړوي او ځان ته خپل دوستان ملګري او یا هغه کسان غوره کوي چې غواړي ورسره د معلوماتو راکړه ورکړه وکړي او ورسره په اړیکه کې واوسي . دا مهال په اینټرنیټ کې په سلګونو داسې ویب پاڼې او شبکې شته چې د ټولنیزو رسنیو په توګه کار کوي . یو شمیر سر لارې یې په دې توګه دي:

فیس بوک :

http://www.facebook.com/
دا د افغانستان په شمول په ټوله نړۍ کې ډيره کارول کیدونې شبکه ده چې وګړي په کې کولی شي ځان ته اکاونټونه ، ګروپونه او ځانګړې پاڼې جوړې کړي، او په خپلو کې لیکنې ، عکسونه ، ویډيوګانې ، تبصرې او نور معلومات شریک کړي .

ټویټر:

https://twitter.com/
دا هم فیس بوک ته ورته ټولنیزه شبکه ده چې تر ډیره په کې مسلکي کسان خپلو کې د معلوماتو د شریکولو په خاطر مواد خپروي ، او ګڼ شمیر افغانان هم دا ټولنیزه شبکه کاروي .

یوټیوب :

http://www.youtube.com/
د یوټیوب انلاین ویب پاڼې په مټ کارونکي کې کولی شي، چې خپلې اخیستې او جوړې کړې ویډیوګانې له نورو سره شریکې کړي .

فلیکر :

http://www.flickr.com/
دا د عکسونو د شریکولو یوه ویب پاڼه چې په کې د ټولنې بیلابیل وګړي خپله اخیستل شوي عکسونه شریکوي.

ګوګل

https://www.google.com/
ګوګل سربیره پرې دې چې په انیټرنیټ کې د لټون یو پیاوړی ماشین دی ، دپام وړ ټولنیزې برخې هم لري ، ګوګل پلز د سوشل میډیا یوه بله بڼه چې فیس بوک ته ورته ده او کارونکي یې کولای شي د خپلو دوستانو یوه حلقه په کې تشکیل کړي او خپلو کې متنونه ، عکسونه ، ویډيوګانې او نور مواد شریک کړي .

همدارنګه ګوګل د بلاګر په لرلو سر خلکو ته د خپلو شخصي ویبلاګونو د جوړولو اسانتیا ورکوي چیرې چې هغوی خپلې لیکنې او نور شیان خپرولی او د خلکو نظرونو ته وړاندې کولی شي . پر دې سربیره ګوګل د ټولنیزو رسنیو ځینې نورې بڼې هم وړاندې کوي .
پر یادو هغو سربیره ، په سلګونو نورې انلاین ویب پانې ، انلاین ټولنیزې شبکې او معلوماتي انلاین ټولنې شته چې د سوشل میډیا یا ټولنیزو رسنیو بلیګې یې بلل شو .

افغانستان او ټولنیزه میډيا:

 social media summitد ګالوپ په نوم ، یو نړیوال سازمان په خپل وروستي راپور کې ویلي دي، چې په افغانستان کې په سلو کې درې کسان انیټرنیټ کاروي . خو په افغانستان کې د ننه د معلوماتي ټيکنالوژۍ څارونکي باور لري چې دا شمېر په سلو کې پنځه دی . هغوی چې اینټرنیټ کاروي ډير یې د افغان ټولنې هغه وګړي چې په ټولنه کې یې اغیز ښايي تر نورو زیات ځکه وي چې دوی لوستي کسان دي .
ګڼ هغه کسان چې په افغانستان کې اینټرنیټ کاروي ، په یو ډول نه یو ډول ټولنیزې رسنۍ هم په کار راولي .

مخکښه ټولنیزه شبکه چې په افغانستان کې تقریبا تر ((څلورسوو زرو )) کسانو پورې کارونکي لري فیسبوک ده چې په مټ يې هر ورځ ګڼ افغانان ، خپل نظرونه ، لیکنې ، عکسونه ، ویډیوګانې او نور معلومات له یو بل سره شریکوي .

ټویټر ، یوټیوب ، فلیکر او ځینې نورې ټولنیزې شبکې هم په افغانانو کې ډير کارونکي لري چې زیات یې ځوانان دي.

ګڼ هغه ځوانان چې ټولنیزه میډیا کاروي وايي چې د معلوماتو د ترلاسه کولو غوره وسیله ده . په دې کې هر سړی کولای شي د خپلې خوښې معلومات له نورو سره شریک کړي . او هر سړی کولای شي د خپلې خوښې معلومات راټول او خپله سم له ناسمو ، کره له ناکره او واقیعت له درواغو بیل کړي.

ضروري نه ده چې ټول هغه معلومات چې خلک یې په ټولنیزو رسنیو کې خپروي سم او کره وي ، خو دا چې نور کولی شي په خپرو شویو معلوماتو نظر ورکړي ، تبصرې پرې وکړي ، رد یې کړي او یا یې پخلی وکړي ، دا بهیر بالاخره دې ته لاره هواروي چې د ډیرو نظرونو په پایله کې واقعي او کره معلومات ترلاسه شي .

په افغانستان کې د انیټرنیټ وده په چټکۍ روانه ده ، او د ټولنیزې میډیا کاروونکي او فعالان ټول په دې اند دي چې په افغانستان کې د دې استعمال زیاتېدل به له وخت سره د هیواد په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز حالاتو کې د لویو بدلونونو سبب شي[1] .


[1]  دا یمل مړوند لیکنه – یاران ویب پاڼه –www.yaraan.com

285 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2