Categories

اعلان

Loading…

انټرنیټي جرمونه/انترنټ/ صیام الدین پسرلی

۲ برخه

انټرنېټ څه شى دى؟

انټرنېټ له هغه نړېوال جال څخه عبارت دى، چې نږدې دنړۍ هر پوهنتون او حکومت ورسره وصل او منځپانګه يا ځولۍ يې له سلو مليونو ويب پاڼو ډکه ده.

cHINA iNTERNETله  دغه نړېوال برېښنايي جال سره د نړۍ په مليونونه   کمپيوترونه تړلي او دمعلوماتو له دغه سمندره هره شېبه په مليونونو خلک استفاده کوي.

په انټر نېټ کې له سلو څخه زيات هېوادونه ډول، ډول  معلومات، خبرونه،  او علمي څېړنې خپروي او په دې برېښنايي جال سره ټولې نړۍ ديوه  کلي بڼه او شکل غوره کړى.[1]

د انټرنېټ رامنځته کېدل، وده او تکامل يې:

په ١٩٦٢ کال کې د امريکا د هوايي ځواک له خوا Rand Paul Baran   په دې کار وګومار شو، چې داسې سېستم جوړ کړي تر څو پر امريکا د بريد مخه ونيسي او له بله پلوه خپل ځواک له دغو خطرونو څخه  خوندي وساتي.

Rand Paul Baran له اوږده زياره وروسته ديوې داسې شبکې د جوړولو مشوره ورکړه، چې ډېر کمپيوترونه ورسره تړلي او مهم معلومات له يوه ځايه بل ځاى ته لېږدولاى شي.

دغه مفکوره په ١٩٦٩ کال کې پلې شوه، هغه مهال يوه شبکه رامنځته شوه، چې يوازې څلور کمپيوترونه يې سره تړلي وو.

په ١٩٧٢ کال کې د BBN په نوم ادارې يو تن کارکوونکي Ray Tomlinson  لومړى اېمېل پروګرام جوړ کړ.

تر دې دمخه يې انټرنېټ ته د ARPA( Advanced Research Project Agency)    نوم اخېست، له ياد شوي پرمختګ وروسته يې ورته د DARPA يا د

 (The Defense Advanced Research Project Agency) نوم کېښود

په ١٩٧٣ کال کې د DARPA کارکوونکې ډله  چې مشري يې Vinton Cerf  ته تر غاړې وه،  پر دې بريالۍ شوه، چې يو شمير بېلا بېلې شبکې سره وصل او ګټې اخېستنې ته چمتو کړي.

په ١٩٧٤ کال کې د لومړي ځل لپاره ددغې ډلې له خوا دغې شبکې ته د انټر نېټ نوم ورکړل شو.

تر دې  وروسته انټرنېټ په ډېرې چټکۍ سره دومره پراختيا وموندله چې پوځي يا نظامي ضرورتونو اړتيا يې ورپوره کړه او دټولې نړۍ د خلکو په خدمت کې شو.

په ١٩٩١ کال کې د www( World Wide Web)   له خوا پر ټولې  نړۍ دغه  جال خپور شو.  دا مهال د يوې  ځانګړې ادرس له لارې د ځانګړې پاڼې د پېدا کولو پروګرام جوړ شو، چې تر اوسه انټرنېت د همدغه شان يو جال نوم دى.

انټرنېټ، ګلوبلاېزېشن(نړېوالتوب)  رسنۍ او موږ

نن سبا، د انټرنېټ، ګرځنده موبايل، فکس، بيړنيو  الکټرونيکي شبکو، نړيوال جال،  تړاو  او لنډه دا چې د گلوبلاېزېشن يا نړيوالتوب  پېر او وخت دى.،  هر څه د گلوبلاېزېشن په طلسم کي بند او راگېر دي،  ټوله  نړۍ، هېوادونه، سيمي  او قومونه د گلوبلاېزېشن پر غښتلي تار داسې سره پېيل شوي دي، چې جلا کول يې تر ډېره حده ناممکن او زيانمن دى، ټوله نړۍ سره ارتباط او اړيکي لري،  تلوار او بېړه ډېره شوېده،  د موټر، الوتکې، ټېلېفون، خبرونو او معلوماتو ځغل گړندى شوى دى،  کار چټک او زيات شوى، ټوله نړۍ  په يوه  وړه کلي اوښتې،   د ځمکې تنابونه را لنډ شوي دي،  تگ را تگ زيات شوى، د علم او ساينس بازار تود شوى،    ساينس او تکنالوژي د ګټې اخېستنې  لپاره مهمې  زېرمې گرځېدلي ، نور عصري علوم، ساينس او تکنالوژي يوازې د اروپايي نژادونو په انحصار کې نه ده، بلکې،  د خاورينې کُرې شاوخوا د علم او تکنالوژۍ نوي او نوښتګر مرکزونه را ټوکېدلي دي. چين، هنداو سوېل ختيزو  اسيا د نړيوالو  توليداتو او ټيکنالوژۍ پر مهمو مرکزونو بدل شوي دي، د نړيوال  اقتصاد په جال،کړۍ او څرخ کې ټول عالم بند او اسير دى، هر څوک دنړيوالو بيو تر فشار لاندې دى،  د نړيوال کولتور او ثقافت پل او اثر هر ښار، هر کلي  او هر ې ټولنې ته رسېدلى دى. په بل عبارت، هر څه نړيوال  شوي، که چېرې په امريکا کې اقتصاد خراب شي، د منفي او بدو څپو اغېز يې تر چين، هند، اروپا، جنوبي امريکا، افريقا، ايران، پاکستان او آن  تر کابل او کندهاره  پورې رسېږي.

 د نيويارک د زېرمې مارکېټ او پولي موسساتو نبض او څرخ  د نړۍ  پر ټولو پولي پاليسيو او نرخونو باندې اغېزه ښندي، اقتصاد، سوداګري، توليدات، روابط، کولتور او حتى سليقې، موډ او فېشن هم نړيوال رنگ او خوند اخيستى دى.  هرڅه معياري (سټېنډرډ)  شوي او سره تړل شوي دي،  د ټولو نرخ معلوم دى، د دې نوي او حيرانونکي نړيوال جال او شبکو په سرکې انټرنيټ د برېښنا په منډه روان دى.

له دې لڼدې مقدمې ځخه را وروسته بايد ووايم موږ افغانان مجبوره يو له دې تکنالوژۍ څخه د مطبوعاتو او علمي اسانتياوو د برابرولو په برخه کې  ډېره گټه واخلو، پښتانه بايد په دې برخه کې تر بل هر چا ډېر  زيار وباسي، ځکه چې زموږ پاېښت، هستي  او ژوند له جدي خطرونو سره مخامخ دى،  د دغه خبرداري د ملاتړ لپاره لاندې څو دلايل وړاندې کوم.

لومړى  پښتانه سياسي واحد مرکز نلري؛ ټول متفرق او شيندلي دي، په ډېرو سيمو کې  مطلقه انارشي حاکمه ده، ځېنې سيمې د وسله والو  ډلو تر ولکې لاندې دي، بلخوا پېښور  مظلوم، ورک  او بې واکه دى،  فرهنگ او ژبه يې لوټ او تالا ده، شاوخوا سيمې يې ناړامه، ناکراره او محاصره دي.

دويم:  پښتانه مجبوره دي، چي خپل غم پخپله وخوري، پر خپلو مټو باندې تکيه وکړي،  د بل چا لاس ته کېنني،  خپلې ملا وې  وتړي، خپله ستونزه پخپله له مينځه يوسي، د خپلې ژبې د ساتلو او تقويې لپاره له انټرنېټ څخه پراخ او هر اړخېز کار واخلي.  په همدې وسيله خپله ژبه او کولتور ژوندى وساتي او خپلې ژبې ته له همدې لارې خدمت وکړي.

 زموږ ليکوال،  مبصرين او  ژورناليستان بايد لومړى  خپلې ليکنې د انټرنېټ له لارې خپرې کړي. په بهر کې  ټول افغانان آنلاين يا له انټرنېټ سره وصل دي، دننه په هېواد کې هم اکثره ښاري او باسواده خلک انټرنېټ ته لاسرسى لري، برېښناليک لري.  موږ افغانان کولاى شو چې د انټرنېټ له لارې خپلمنځي سالم بحثونه، ارزښتناکه فرهنگي کارونه،  د يوې آنلاين فرهنگي ټولنې د جوړولو بندو بست، د نورو کولتوري او  ژورنالستيکي کارونو لپاره گډ کار، خدمت  او مبارزه وکړو. دا يو تاريخي ضرورت دى،  د پښتو ژبې د پرمختگ او غښتلي کولو لپاره يوه جدي فرهنگي اړتيا ده، ځکه انټرنېټ ستاسې ليکنې په نړيواله کچه  او په  همدغه وخت  کې د نړۍ ټولو لوستونکو ته رسوي.  د نړۍ په هر گوټ کي  ستاسو ليکني په خپله ژبه انلاين خپرېداى شي. تاسو کولاى شئ،  چي خپل غږ او نظر ټولو هېوادولو ته ورسوئ. له دې عصري او خارق العادق وسيلې څخه گټه واخلئ، ځکه ښکاره خبره ده، چې له نړۍ څخه  پټېداى نه شو   او د ځمکې له کُرې څخه وتلاى نه شو.

درېيم:   پښتني ټولنه ډېرې  اقتصادي کمزورتياوې لري، ډېرې ناخوالې او ترخې خاطرې پکې دي، نو ويلاى شو چې يوازينۍ  کم لګښت  او د ستونزو حل ته يې يوه  عملي لاره انټرنيټ دى،  البته  څرگنده خبره ده چې ورځپاڼې، مجلې، کتابونه  او نور د کاغذ پر مخ خپاره شوي اسناد او مدارک خپل ځاى او ارزښت لري، خو انټرنيټ يوه نوې ارزانه، با دوامداري، او عملي لاره ده، له  دې امله،  چې په امريکا کې  چاپي رسنۍ  له  يوه   داسې نوي رقيب سره مخامخ دي، چې هم کم لګښته  دى او هم  يې ځوان نسل ليوال دى، د نورو صنعتي او پرمختلليو ملکونو په شان  د امريکا ټولې مهمې ورځپاڼې،مجلې، کمپنۍ، پوهنتونونه، دولت او ټولنه  له انټرنيټ څخه په پراخه پېمانه استفاده کوي،  همدا شان  د نړۍ  په ډېرو هېوادونو او قومونوکې د انټرنيټ کاريدنه  او ګټورتوب  له ورايه څرگنددى،  له دې وسيلې څخه بايد د خپل قوم او خپلې ژبې د غني کولو او رواجولو په نيت  گټه واخلو.  کېداى شي د انټرنيټ له لارې د خپل وطن د پوهنتونونو، کتابتونو، ژورناليزم او نورو فرهنگي هلو ځلو سره د پام وړ خدمت وکړو. همدا اوس  موږ ددې مالي او اقتصادي توان او ځواک نلرو چې اخبار او نور نشرات تر هر چا او هر ځاى پورې ورسوو. د کاغذ، رنگ، چاپ  او پوستې لگښت يې زموږ په وس  نه دى پوره،  نو لازمه ده چې د عامه پوهاوي او خبرتيا لپاره له انټرنيټ څخه استفاده وکړو،  له همدې لارې د يو  بل سره اړيکه  ټينگه کړو، ځکه موږ له يو لړ اوږدو او جدي ستونزو سره مخامخ يو، پکارده د ځانونو په سمبالولو کې لدې وسيلې څخه کار واخلو.  انټرنيټ د خوار، غريب  او ناپيېلي او روڼ آندي  لپاره دچا خبره[ کورت او غوړي] دي.

د يوې نامنظمي او شيندلې ټولني لپاره يو ښه سوغات دى، د کم مصرفه  انټرنيټ له برکته يو کوچنى غږ  هم لرې  ځايونو ته رسېدلاى شي،  هر څوک د نړۍ په هر گوټ کې چې وي  د انټرنيټ  په مټ سره وصلېداى شي،  يو د بل له حاله خبرېږي،  پښتنو ته لازمه ده چې د خپلې ژبې، تاريخ او فرهنگي ميراثونو د ساتلو په غرض له انټرنيټ څخه له زيات نه زياته ګټه پورته کړي.  د استاد خليل الله هاشميان يوه مقوله ده: “افغان کم خوان او  مفت خوان است.” [2] ډېره پر ځاى او سمه  خبره ده. ددې  مزمنې ناروغۍ د علاج لپاره انټرنېټ د ښار د عاقل طبيب په لاس جوړ شوي  درمل دي.

  بله دا چې د سپېرې مفلسۍ او  خطرناکې خونريزۍ دوا هم انټرنيټ دى  د ځوان نسل ادرس هم انټرنېټ دى،  دا  يوازې  په ډاټ کام(.com ) خبرې کوي،  که چېرې غواړو چې له  ځوان نسل سره خبرې وکړو، له  هغوى سره  اړيکه او څه پېژندگلوي ولرو،  بايد د هغوى د ډاټ کام پته ولرو.

انلاين ليکنې بايد لنډې او د امريکايانو په اصطلاح ” ټو د پوينټ” وي.  مانا ژر دې مطلب وايه! په انټرنيټ کې خلک چندان اوږدې ليکنې تر پايه نه گوري، د انلاين ژورنالېزم څخه نيولې بيا تر تبصرو ، بلاگونو  او مکالمو پورې هر څه بايد لنډ او خلاصه وي،  انلاين لوستونکي کم شى، مگر ښه شى غواړي،  اصلي او نوى شى غواړي.

 په متحده ايالاتو کې د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال  له انټرنېټ څخه استفاده ډېره په زړه پورې ده، د ښاغلي باراک اوباما برى په دې کې وه،  چې ځوانان يې د انټرنيټ له لارې منظم کړل، له انټرنيت څخه يې د يوې غښتلې او ګټورې ټاکنيزې  وسلې په توګه کار واخېست.

 اوباما له انټرنېټ څخه داسې استفاده وکړه، چې ښايي تر اوسه پورې يوه سياستوال هم نه وي کړې،  هغه د انټرنيټ له لارې په ميليونونو  ډآلره راغونډ کړل،  د ښاغلي اوباما لپاره انټرنېټ د تبليغاتو د کولو او چاندو او بسپنو د راټولولو يوه نه تمامېدونکې او بډايه زېرمه ده، ښايي همدا د هغه له وروستي  بري سره ډېره مرسته کړې وي  ولسمشر  بېل کلنټن هم  له انټرنيټ څخه پراخه استفاده وکړه، خو اوباما همدا سياسي صنعت کمال ته ورساوه،  د اوباما په ټاکنيز برياليتوب کې  ځوانانو مهم او اساسي ونډه ولوبوله. اکثره ځوانان پر انټرنيټ روږدي دي،   نوي او عصري ځوانانو د انلاين په حجروکې سياسي درس  زده کړى دى، دا نسل د کمپيوټر او انلاين په نړۍ کې را جستر شوي دى، که څه هم  په متحده ايالاتو کې عموماً د جمهوري غوښتونکو گوند د نوې تکنالوژۍ په  کارولو کې لومړى گام اخلي، خو پدې انتخاباتو کي اوباما د انلاين نړۍ پوره  گټلې ده،  جالبه دا ده چې جان مک کېن تر ډېره وخته پورې  ايميل نه لاره، د انټرنېټ سره نا اشنا دى،مک کېن د  بلې پېړۍ سړى دى  او ښايي همدا د هغه لويه کمزوري وي[3]

له نیکه مرغه موږ هم په دغه اوسنۍ انتخاباتو کې له انټرنیټ څخه ډېره مثبته استفاده وکړل. زموږ ډېری ځوانان د خپل د فیسبوک شخصي انځور پر ځای د خپلې خوښې کاندید انځور نښلولی و. سالم او ازاد رقابت روان و. د ځینو کاندیدانو اهداف او راتلوونکي پلانونه تشریح شول. انشاالله چې موږ هم خپل ارمان ته د رسیدو په حال کې یو.



[1]  انټرنیټ څنګه وکاروو؟ صیام الدین پسرلی کتاب – ۲ مخ

[2] د استاد خليل الله هاشميان يوه مقوله

[3]  هاري – واشنګټن

 دوام لري

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *