Categories

اعلان

Loading…

دا د کرکۍ درمندونه او د مینې اور / محمد انور وفا سمندر

د غبرګولي ۵ مه

تېره پنجشنبه، د ماښام له شپږو تر اوو بجو ترمینځ د سبا تلویزیون، د «هېندارو دره» ژوندۍ خپرونه کې مېلمه وم. پښتو ژبې غزلبول سیدجیلاني جلان کوربه وه او ما چې څومره خپل زړه د ښو خبرو کولو لپاره زړور کړ، او په ذهن مې چې څومره فشار راوړ؛ نو له «مینې» پرته هېڅ ښه په لاس را نغلل.

جلان وپوښتل، چې ته ولې دومره «مینه»، «رڼا»، «غږ» او بیا «سپین اور» یادوې؛ ستا مقصد له دې سپین اور څخه څه دي؟ (ښایي د پوښتنې لفظونه به بل څه وه، خو محتوا یې دغه وه)
ما وېل، سپین اور هغه دی، چې سړی سوځوي دې، خو تور داغ نه پرېږدي.

دا سپین اور ده. لکه او تور داغ له ځانه نه پرېږدي، یو څوک سوځوي؛
خو چې حقه خبره شي، نو دا ډول سوځول یوازنی غسل دی، چې د انسان دروني جوهره سپینوي، پاکوي، سوچه کوي او سپېڅلتیا ته یې رسوي.

هو! مینه دومره اورلګوونکې ده، مینه هرڅه سوځوي، ترڅو یوازې مینه پاتې شي.

مینه د کرکې قاتله ده. کرکه وژني او ژوند آزادوي.

کرکه حقیقي نه ده. څه چې خدایي نه وي، حقیقي هم نه دي. او نا حقیقي شیان ټول د منفي قطب یعني شیطان دي.

زه وایم:

مینه یوازینی د کولو کار دی. مینه یوازنی الهي مسلک دی.

مینه یوازنی امر او له الهي ارادې راغلی مکتب دی. مینه ژوند ده او موږ په خپل حضور او اوسېدلو سره ښیو، چې مینه ټول حقیقت دی. او مینه د ټولو ارواوو یوازینی سرنوشت دی.

وای وای دا څرنګه ترخه شول انسانان!!!

دمخه مې له ځان سره ووېل راځه له وختو وروسته دې فیسبوک ته سر ورښکاره کړه، او هلته مې په سترګو او زړه ددغو کلمو اور ولګېد: «لویه او مهربانه خدای ته په…او…ماشوم زوی یې یو آسماني کاڼی را ګوزار کړې!!!»

ژر له دې تماشا راوتښتېدم. ځانته شوم، له زړه سره شوم، او د زړه په سپېڅلې غسل خانه کې بېرته په مینه کې خیشت پیشت شوم او دغو کلمو را په کې خپله موسیقي خوشې کړه.

که د خپلو ورځنیو، فکرونو، خبرو اترو، بوختو او کارونو هېندارې ته ودرېږو؛ نو ښایي له ځانه وشرمېږو! دنیا یو عاشقانه کور دی او موږ په کې د دعا لاسونه په ده او هغه باندې د آسماني کاڼي رالوېدلې لپاره پورته کړي! نه پوهېږم که «زه» دومره توره کرکه شم، شیطان ته به بل څه کار پاتې شي!؟
لویه خدایه!

مینه چې شته؛ نو زه څرنګه کرکه وکړم، زه څرنګه نفرتونو ته ځاله شم، او زه څرنګه د چا د مرګ او ناکامۍ هیله وکړم؟؟؟
مینه ټول تخلیق دی. مینه ژوند پنځوي. مینه زما او د ټولې هستۍ علت دی. مینه د هر ژوند علت دی.

هر انسان، هر موجود، هر ګل او هر الوتونکی د مینې غړپونه دي، چې د ستر مینه ګر د زړه له اقیانوسه، په دې ترخه وچه را څڅېدلي!

او موږ د مینې وچکالۍ ځپلي،

سیمه مو د مینې وچکالۍ ځپلې،
نسل مو د مینې وچکالۍ ځپلي،

ذهن، اندونه- باورنه مو د مینې وچکالۍ ځپلي، موږ باندې -ښه ده ووایم موږ کې- د مینې قحطي ده.

ددې قحطۍ علت «زه» یم. فکر او باور چې د قدرت او شهرت په چوپړ کې شول، بیا نو مینه له موږ پټېږي. مینه له نفرتګرو، کینه کښو، فرصت طلبو او د قدرت او شهرت د مکتب له سړو او نارینه ګانو شرمېږي.

مینه ځکه شرمېږي، چې له دومره مینې سره سره بیا هم نفرت او کرکې څنګه زموږ انسانانو زړونه تسخیر کړي!؟

مینه شته؛ خو کینه کښ زړونه او قدرت غوښتونکي ذهنونه او باورونه یې نه ویني.

قدرت ړوند دی. شهرت هم ړوند دی. د الهي عشق له اقیانوسه د مینې داسې را چالانه بارانونه نه ویني.

قدرت او شهرت زموږ ناروغ حالتونه دي. دغه حالتونه زموږ درون او بیرون په خپله توره تروږمۍ کې ډوبوي او بیا نو زموږ زړونه او ذهنونه د کرکې او نفرت، شرم او ګناه په معلولینونو بدلېږي.

بیا نو ژوند نشته، او زموږ ذهن او فکر، او طریقه او لاره او تګلاره ټول مرګ غواړي، مرګ راوړي، مرګ ویشي او مرګ پرستش کوي.

ځکه نو موږ ځانونه معلولین ګڼو،

ځکه نو مظلوم موږ یو،

ځکه نو د خوړو او اوبو په خوند نه پوهېږو،

ځکه نو ژوند نه کوو، بلکې ژوند تېرو،

ځکه نو ژوند، سوله، هوسایي، آبادي، او نیکمرغي پسې کچکول ګرځو.

د کلام د یوه خاوند په خبره، انسان هغه سلطان دی، چې د ګدایې کچکول یې غاړه کې اچولی او خیرات غواړي.

مینه ګر زړونه، یوازیني ماړه زړونه دي.

د خوشبخته انسان کیسه
وایي پخوا زمانو کې یو پاچا ناروغ شو. د دنیا طبیبان یې راوستل، خو پاچا د ژوند لمر مخ په ډوبېدو وه. پای کې تر ټولو لوی حکیم ووېل: د پاچا د ټول رنځ دوا داده، چې د ځمکې د مخ د تر ټولو خوشبخته انسان جامه ور واغوستل شي!

د شپې لخوا د پاچا لښکریان ښار کې تیت شول، ټول ځایونه یې وکتل، هر کور او هر ځای کې پټ پټ غوږ شول؛ خو داسې څوک چې د خوشبختۍ ناره یې په خوله وي، په لاس ورنغلل.

پای کې سرتیري د یوې زړې کوډلې له څنګه تېرېدل. لږ تم شول، پام یې شو، چې له کوډلې د یوه سړي غږ راځي. سړي له ځان سره خدای ته په خبرو وه. سړي د ژوند په خاطر شکر ویست، ددې کوډلې په خاطر یې شکر ویست، او ځان یې د دنیا تر ټولو خوشبخته انسان یاداوه.

سرتیریو د پاچا غوښتنه دغه خوشبخته انسان ته ورسوله. او هغه هم پرته له ځنډه خپله کورتۍ، یا کمیس د کړکۍ له سوري سرتیریو ته ورکړه.

دا لباس سره له دې چې زړو او له ښې وتی وه، خو پاچا ژر واغوست. دې سره پاچا رک روغ شو.

بله ورځ یې هغه سړي پسې د دربار وزیر او نور سړي ولېږل. خو هغوی تش لاس راستانه شول. هغوی ووېل، هغه سړی لوڅ وه، ځکه د پاچا دربار ته رانغی. هغه خپل یوازینی کمیس پاچا ته رالېږلی وه، خپله کوډله کې لوڅ لپړ اوسېده؛ خو ځان یې د دنیا تر ټولو خوشبخته انسان بوله.

عجیبه شوه، زه دغې فیسبوکي جګړې راوتښتولم او دلته له تاسو سپین زړو لوستوالو سره په دغو خبرو بوخت شوم.

اریان یم، کلمه الهي سپرغۍ ده. کور او ټاټوبی یې هلته ده. کلام او کلمه د کور را بلده ده. او کلمه مینه ګره ده، خو دلته په کلمه هم اور بل شوی. دلته کلمه د کرکو او نفرینونو په باجه خانه بدله شوې، دلته د کلمې زړه نفرتونو ورچولی.

زموږ ټولې شخړې، لانجې، نفرتونه، کرکې، ګواښونه، ظلمونه، ګوزارونه، یرغلونه، اشغالګرۍ او په کلمه کې سپاره ذهنتونه د مینې قحطي ښيي، د مینې قحطي ښيي او د مینې قحطي ښيي.

خو مینه نه په ډالرو جوړېږي، نه په نفرتګرو دعاکوونکو او نه زموږ په معلولو ذهنیتونو، اخلاقو او باورونو.

مینې لپاره یوه لاره شته: باید خپله مینه ګر شو.

خدایه! موږ دومره مینه ګر کړې، چې په هر شي، هره څېره، هر کار او هرڅه کې ستا لاس، ستا اراده، ستا ژوندۍ او حاضره مینه ووینو او په ټول ځان مینه وکړوو.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *