Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان څخه زما لیدنه او ارزونه/ ریس زیارمل

زمونږ  هیواد  افغانستان د خپل سیاسې تاریخ په ډیر خطرناک او حساس وضعیت کې قرار لري،  او د هیواد په وضع  کې کوم  اساسی ښوالي  او د سولې او ثبات لرلید نه ښکاري ، او د خطر زنګونه له هرې خو ا  په کړنګیدو  دي.

د  وطن  بحران  تر ټولو د مخه د  دولت، ملت  په بحران بدل شوي  ده،  او  د  یوه  ملي دولت  د  جوړونې ټولې بناوې یعنی  خاکمیت، ملي اقتدار،  واحد ملت او  ملي یووالي د خاوري تمامیت یې د خطر سره مخامخ کړی دی.

هیواد د  قدرت  په  واقعي خلا کې قرار لري،  واقعآ مرکزی نظام،  ملی اوردو او  واحده  دولتې اداره  او دا  ډول  حکومت  چې د  هیواد په ټوله خاوره تسلت ولری وجود نه لري. د قدرت  طلبۍ ناروا  مقابله  چې  زمونږ  ملي اقتدار یې ټوټې ټوټې کړی او داخلې امنیت یې له منځه وړی دوام  لري. کورنې جګړو ته چې په څرګند  ډول نژادې او قومې بڼه لري لمن وهل کیږې،  چې د  یوه ملت  په  توګه د افغانانو ملي  تاریخې  پیوستون  په بې ساری ډول زیانمن  کوی،  او هغه خلک چې  په پیړیو پيړیو یې د ورورګلوۍ په فضا  کې  ګډه ژوند سره تیر کړي،  اوس  د یو او بل پر ضد  اخته کوی او د هیواد  یووالي د  واقعی خطرونو سره مواجه کوي.

ایډیالوژیک او سیاسې جنګ  په اخرې تحلیل کې  په بریالیتوب او یا ماتې باندې  سر ته رسیږې،  اما  قومې او نژادې جنګ یواځې په ماتې نه بلکې په بیلیدو  او  تجزیه ختمیږې، نو  ځکه ملی نفاق ډیر خطرناک  دی  چې  ملي یووالي له منځه وړې،  او چیرې چې ملي یووالي نه وی واحد  ملت  او دولت  او  واحد هیواد  نه شي پاتی کیداي.

بله دا چې افغانستان هیڅکله د نن په پرتله د خپلې دفاع او ملي خپلواکۍ د ساتلو څخه عاجز او ناتوانه نه و،  اوس  مو  هیواد د بهرانې تیرې په مقابل کې خلع سلاح شوي او خپلواک ساتونکې او خاوند نه لري ، ځکه چې زمونږ د هیواد مسائل نن په اسلام اباد  او تهران کې خل کیږې. چرته چې زمونږ د هیواد د ړنګیدو نقشه  جوړیږې.

ګرانو افغانانو  وروڼو!

زمونږ د نیکونو او پلرونو د مبارزو  او سرښندنو  اساسې لاسته راوړنې یعنې د یوه خپلواک  حاکمیت لرونکې دولت په توګه د معاصر  افغانستان  ملي موجودیت د جدی او  واقعی ګواښونو سره مواجه ده.  او د جګړې دوام  افغانستان خپلو  اوسیدونکو ته د مرګ او شکنجې په اوردوګاه بدل کړیده.  بیت المال او ملي شتمنې په کامل ډول  چور او چپاول کیږې، ستم  او بې عدالتۍ دوام لري، اقلیت او مافیایې کړۍ ستړي شتمنۍ تر لاسه کوي.  له بلې خوا د هیواد اکثریت د لوږې، بیکارۍ، ناروغۍ، بې کورۍ او ډول ډول محرومیتونو سره مخ دي.  دا  وضع یووالي له منځه وړي او طبقاتې تضادونه  زیاتوي او ټولنه د سیاسې او ټولنیزو انفجارونو  د دایمې بې ثباتې په طرف بیائې.

بله دا چې  افغانستان  د لرغونو  مدنیتونو ، فرهنګونو  زانګو بلل کیږې په اوسنې وخت کې په هیواد  کې یوه واقعي کلتوري او فرهنګې فاجعه روانه ده،  او د فرهنګ ضد  ځواکونو   په هیواد کې  د ملي او بشري فرهنګ لاسته راوړنې تباه کوي،  او ټولنه یې د یو ډول معنوې ترور سره مخامخ کړي او کوی یې.

نړۍ  د علمې، تخنیکې او اطلاعاتې  انقلاب له برکته د پر مختګ حیرانونکې سطحې ته رسیږې، مګر  زمونږ  په هیواد کې د  منځینیو پیړیو په شان تعصب ترویج کیږې.

ملتونه کولای شي چې د جګړو او بحرانونو سیاسې او اقتصادې زیانونه په یوه موده کې جبران کړي، مګر د فرهنګې او معنوې زخمونو جوړول  لسیزو  او پیړیو  ته ضرورت لري.

                                                                                   ریس زیارمل هالنډ

100 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *