Categories

اعلان

Loading…

په فاریاب کې د ناامنۍ له کبله په سلګونو کورنۍ بې ځایه شوي

تاند- د فاریاب ولایت د یو شمېر کلیو اوسېدونکي د ناامنۍ له کبله مجبوره شوي چې له خپلو مېنو نورو سیمو ته ولېږدي.

د ګرزیوان ولسوالۍ د کیکاوس او فرش و قزاق د کلیو اوسېدونکي وايي چې په وروستیو اوونیو کې د ناامنیو له کبله په سلګونو کورنۍ مجبوره شوي چې کور اور پرېږدي او نورو سیمو ته خواره شي.

ویل کېږي چې دوی د جګړې له وېرې ټوله شتمني او د کور وسایل پرې ایښي دي.

د ګرزیوان ولسوالۍ د فرش د کلي اوسېدونکي حبیب الله وویل:

«د دوو کلیو یعني د فرش او کیکاوس اوسېدونکو هستي و نیستي په خپلو کورونو کې پرې ایښې او یوازې یې خپل سرونه ژغورلي دي. ټول غرونو او نورو کلیو ته تللي، مهاجر شوي دي.»

یوه بل وویل:

«په هیڅ کور کې ځای نه دی پاتې، په هر کور کې له ۲۰ تر ۳۰ ښځې اوسي، بې ځایه شوي کسان مو په کورونو وېشلي، ځای نه شول، په درو کلیو کې څوک نه دي پاتې.»

د سیمه ییزو چارواکو په وینا تېره اوونۍ د ګرزیوان ولسوالۍ ځیني لېري کلي د حکومتي ځواکونو له کنټروله وتلي او لا هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

د ګرزیوال ولسوال عبدالرزاق کاکړ وايي، د فاریاب والي له امنیتي چارواکو سره د تصفیوي عملیاتو د پیلولو لپاره دې ولسوالۍ ته ورغلي دی.

کاکړ وویل:«د ګرزیوان ولسوالۍ په دوو سیمو کې چې د فرش او قزاق کلي دي، د پولیسو له لاسه دوې پوستې وتلي وې. په دې وروستیو ورځو کې مو څو تنه وژل شوي هم دي. دې کار د ټولو پر روحیې منفي اغېز کړی و او چا چې له حکومت سره همکاري کوله او کوي یې هغوی غوښتل چې له دې سیمو ځانونه وباسي ځکه چې د دوی سیمې د طالبانو تر مستقیم کنټرول لاندې دي.»

د ګرزیوان ولسوال همداراز وویل، د یادو سیمو له تصفیه کېدو وروسته به ټول بې ځایه شوي خلک خپلو کورونو ته وګرځي.

ګرزیوان ولسوالي پخوا د فاریاب نسبتاً امن سیمه ګڼل کېده خو په دې وروستیو کې د دولت د وسله والو مخالفانو د فعالیتونو له کبله د دې ولسوالۍ ځیني کلي ناامنه شوي دي.

11 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *