Categories

اعلان

Loading…

طالبانو ابراهیم صدر د خپل پوځي کمیسیون مشر ټاکلی دی

تاند- د امریکا د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې طالبانو په خپله شورا کې د ډېرو ناندریو او اختلافاتو په منځ کې د ملا عبدالقیوم ذاکر په ځای آی ایس آی ته نژدې کس ابراهیم صدر د پوځي کمیسیون مشر ټاکلی دی.

وال ستریټ ورځپاڼه د باوري سرچینو په قول وايي چې ابراهیم صدر وروسته له دې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر وټاکل شو چې د طالبانو قومندانانو د دغه کمیسیون د مشر په توګه د ملا محمد عمر د ناسکه ورور عبدالمنان له ټاکلو سره کلک مخالفت وکړ.

طالبانو تراوسه پوري د نوي قومندان د ټاکنې په اړه څه نه دي ویلي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویندویې تسنیم اسلم پرون په دې اړه د پاکستاني خبریالانو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې پاکستان د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې کتونکي باور لري چې د ابراهیم صدر ټاکنې د ملا عمر مرستیال ملا اختر منصور ته ګټه رسولې ده ځکه چې نوموړی د ملا عبدالقیوم ذاکر مخالف و خو له صدر سره نژدې دی.

وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې ابراهیم صدر د پاکستان له استخباراتي ادارې آی ایس آی سره نژدې همکاري لري خو آی ایس آی له نوموړي سره د اړیکو لرل رد کړي دي.

دا هم ویل شوي چې ابراهیم صدر له یو شمېر نورو طالب بندیانو سره تېره میاشت د افغانستان په غوښتنه د پاکستان له بنده خوشي شوی و. که دا مسله حقیقت ولري له آی ایس ای سره د نوموړي د اړیکو ادعا د پوښتنې وړ ده.

ګومان کېږي چې ابراهیم صدر به تر ملا ذاکر نرم دریځی وي.

د ملا منصور په اړه هم ویل شوي چې نوموړی نه پخلایونکی دریځ نه لري او د افغانستان له حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې ده.

خو د دوی خلاف ملا عبدالقیوم ذاکر د سولې د خبرو سخت مخالف بلل کېږي او په ځلونو یې د کابل له حکومت سره د هر ډول تماس او خبرو مخالفت کړی و.

8 total views, 2 views today

3 comments

  1. hassan Reply

    که څه هم له طالبانو د خیر تمه کول غلط کار دی خو بیا هم مونږ به دوعا کوو چی خدای ج د دوی منځ کی یو مسلمان شخص پیدا کړی چی نور په خپل هیواد کی د دښمن په ګټه اور بل ونه ساتی ، سوله او ورور ولی وغواړی. د پردیو له ګټو تیر او د خپلو پښتنو ، مسلمانو او افغانانو په ګټه کار وکړی. که داځل محقق او خلیفه عطا د افغانستان په دولت منګولی ولګولی نو بیا به پته ورته ولګیږی.

  2. سوټی Reply

    ملا مد اومر یو بې سواده سړی دی .

  3. Zek Pakhtoon Reply

    کاش چی زمونږ مذهبی مشرانو خپل ملت ته دومره خدمت کړی وی لکه څومره چې پاکستان کی ملایانو، په سعودی کی وهابیانو، په هند کی پنډتانو، په برما کی مونکانو، په عیسوی ملکونو کی پادریانو او په اسرایلو کی روحانی او مذهبی مشرانو کړی نو مونږ به ولی دومره در په در او خاوری په سر ګرځیدلو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *