Categories

اعلان

Loading…

ایا ډاکترعبدالله مجاهد دی؟ – کریم وطن دوست

جهاد یو لوی دیني مفهوم او یو ستر عبادت دی، جهاد به د قیامت تر ورځې روان وي. خو د منافقینو له خوا د جهاد ادعا یوه لویه گناه ده.

موږ په افغانستان کې هغه چا ته د دې زمانې مجاهد وایو چې د ۱۹۷۹ د ډسمبر څخه د ۱۹۸۹ تر فبروري پورې د روسانو د سور ښامار د تیرې په مقابل کې جنګیدلی او یا یې په کوم بل جدوجهد له روسانو سره مبارزه کړې ده، نو اوس پوښتنه داده چې آیا ډاکتر عبدالله لږ تر لږه یو عادی مجاهد هم دی که هسې په خوله د جهاد ټیکه دار دی؟

عبدالله د روسانو تر وتلو وروسته د خاد د دوزخي ادارې له خوا نظار شورا ته لیږل شوی و، تر څو وروسته هغه دنده بشپړه کړي، چې روسانو د افغانانو څخه د انتقام په خاطر طرحه کړی او د نظار شورا او کارمل ګروپ په وجود کې یې د هغه پلي کول غوښتل. عبدالله عبدالله یوه ورځ جهاد هم ندی کړی، بلکې ټول عمر یې د نورو مجاهدینو او افغانانو سره په جګړو کې تیر شوی دی.  د روسانو د اشغال په وخت کې په کابل کې محصل او بیاد خاد کارمند او په یو روغتون کې ډاکتر و.

که تاریخ ته نظر واچوو کله چې یرغلګر ماته وخوري، نو د اصلي مجاهدینو د ځپلو لپاره واک هغه چاته پریږدي چې د جهاد مهم لوری نه وي او د جهاد په منځ کې د استعمار سړی وي. انګریزانو چې د غازي محمد ایوب خان او نورو غازیانو له لاسه ماته وخوړله، عبدالرحمن ته یې واک پریښود چې په جهاد کې هیڅ شریک نه و. د عبدالرحمن خان ماموریت دا و، چې د جهاد واقعي مشران ټول شهیدان کړي او همدغسې يې وکړل. حتی د جهاد اتل غازي محمدایوب خان یې هم تبعید ته مجبور کړ. عبدالرحمن خان خو یوه توره هم وکړه؛ تر نیمایي افغانستان بایللو وروسته یې په پاتې وطن کې یو مرکزي دولت جوړ او پیاوړی کړ او سوله یې راوسته.

خو روسانو نظار شورا د دې لپاره جوړه کړه وه چې که روسان ماته خوري، نو دغه ‌ډلګۍ به د روسانو په نماینده ګۍ جګړې او هیوادورانولو ته دوام ورکوي. مرکزي حکومت به پاشي او د جګړو اور به تر پایه بل ساتي. همدا اوس هم د روسانو رسمي پالیسي داده چې افغانستان په دوامدار ډول بې ثباته پاتې شي؛ نظار شورا او عبدالله د روسانو د دغه ماموریت مجریان دي.

دوی خپل ماموریت ښه ادا کړ: په ۱۹۹۲ کال کې چې ډاکتر نجیب پوه شو، چل او تزویر او زور او فشار یې د مجاهدینو مقاومت نشي ماتولی نو یو ښه تصمیم یې ونیو او د ملګرو ملتونو هغه پلان یې ومانه چې له مخې یې لومړی یو بیطرفه موقت حکومت جوړیده او بیا ۶ میاشتې وروسته انتخابات کیدل. نظار شورا د خپلې دندې له مخې د نبي عظیمي، اصف دلاور او نورو کارملي روسي جاسوسانو په مرسته پر دغه پلان کودتا وکړه او ملت یې په داسې حال کې له یو بل نه ختمیدونکي جنګ سره مخ کړ، چې سولې ته یې يې ژوره تنده لرله. همدغه جګړه تر اوسه روانه ده. دی او ډله یې د سولې د هر پلان مخالفان دي او ناټو او امریکا ته وایي چې تر زرو کلونو هم د دوی په امر او مرسته د خپلو خلکو وژلو ته حاضر دي.

د عبدالله پیغام ملت ته دادی چې روسان يې راوستي و، یونیم ملت یې پرې شهیدان کړل، امریکا او ناټو یې راوستي چې د دوی په واسطه د افغانانو وژنې دوام لري. که امریکایان پوه شول او افغان وژنه یې ودروله، عبدالله خیل متعهد دي، چې چین ، هند، بیا ځلي روس یا بل ځبرځواک دعوت کړي، خو د خپلو هیوادوالو سره له دښمنۍ لاس نه اخلي.

جهاد خو ملت کړی دی، البته مشرتوب او تنظیم یې اوه سني او ۸ شیعه تنظیمونو کاوه. نظار شورا له دغو ټولو تنظیمونو سره جنګیدلي ده او غوښتل یې د روس له خوا ورکړل شوی هغه ورکړل شوې دنده پوره کړي چې د نورو مجاهدینو د حذف لپاره یې ورکړی وه. دوی حتی له استاد سیاف سره، چې تل د نظار شورا په څنګ کې دریدلی دی، هم هغه بیوفایانې وکړې چې انساني ارزښتونه پرې شرمیږي. اوس چې عبدالله د جهاد د ټیکه دارۍ دعوه کوي نو ودې وایي چې له دغو ۷ او اته تنظیمونو څخه ورسره څو تنه ملګري دي، له دوی څخه ورسره کوم  ملي او اسلامي مشر ملګری دی؟ فکر کوم یوازې محقق ورسره مل دی چې هغه هم د جهاد په دوره کې عادي قوماندان و. انجینر محمدخان کوم رهبر نه و او ندی، د حزب اسلامي یو عادي مامور و. ټول جهادي مشران او ملي شخصیتونه له ډاکتر اشرف غني سره مله دي. لدې معلومیږي چې مجاهدین نوموړی نه د مجاهد په توګه مني او نه د کوم مشر په توګه.

د نظار شورا ستراتیژي د جهاد په کلونو کې ډیره واضح وه: کله چې به مجاهدین د روسانو، د نجیب د وخت وسله والو ځواکونو او ملیشو له خوا له درې خواو محاصره شول، نو د شا ته تګ یوازیني لور ته به یې مخه کړه. هلته به ورته د نظار شورا جنګیالي په کمین کې ناست وو، او مجاهدین به یې په ناخبرۍ کې شهیدان کړل. د جنګ پوهان وایي چې د جنګ بدترین حالت دادی چې یو لوری په کمین کې ناست وي او بل پرې ورشي. دوی به تل په همدغه کمیني حالت کې مجاهدینو ته ناست وو؛ البته یوازې هغو مجاهدینو ته به یې سنګر نیوه چې له روسانو سره تر غزا وروسته به راګرځیدلي وو یا به یې عقب نشیني کړې وه.

عبدالله خیل له روسانو سره د غلامۍ په اړیکو نه شرمیږي، بلکې افتخار پرې کوي. د روسانو لوی قوماندان مارشال ګروموف هم ښه ښکاره لیکلي دي : (روسانو نظار شورا او د هغې مشر په هره شیبه کې هم په فزیکي او هم په سیاسي ډول له منځه وړلی شو، خو دا کار یې ځکه نه کاوه چې هغه یې ستراتیژیک دوستان وو).

له طالبانو سره په جګړه کې یې یوازې یوه لویه تمه وه: غربي نړۍ اسلامي حکومت نه مني او دوی د دغسې اسلامي حکومت تر ټولو ښه مخه نیولی شي، ځکه یې ځینو مظلومو هیوادوالو ته قومي انګیزه ورکړه او د بهرنیانو په مرستو یې د جګړې اور تر اوسه بل ساتلی دی.

دې منفورې ډلې امریکا دې پاک هیواد ته راوستې ده او ټوله ورځ ورته عذرونه کوي چې تر عمره پاتي شي؛ وتلو ته یې نه پریږدي. همدې ډاکتر عبدالله هغه تړون لاسلیک کړی چې امریکایان له هیڅ ډول سند او اجازې پرته د افغان مجاهد ملت د هر کور تلاشي کولی شي او د هر افغان – مسلمان د وژنې او بندي کولو صلاحیت لري.

ډاکتر عبدالله نه د تاجکانو او نه د کوم بل شریف افغان قوم استازی دی. تاجکان شریف، متمدن خلک دي، او عبدالله او نظار شورا د مافیا سرلاري دي. د یو لوی تاجک قوم حقوق همدغو څو مافیایي سوداګرو برمته کړي او تر ټولو ډیر ضرر یې همدغو تاجکو ورونو ته رسولی دی. تر دې اضافه د پنجشیر درې ډیر صادق او سپیڅلي مجاهدین یې په داسې وختونو کې شهدان کړي دي، چې نوې به یې ورسره د دوستۍ معاهدې لاسلیک کړې وي. قوماندان پهلوان احمد جان او دده سلګونه پلویان او د حزب اسلامي ۱۰۰ تنه قوماندان او زرګونه مجاهدین، د عبدالله نظار شورا د پنجشیر سیند ته اچولي دي. ایا دوی پنجشیریان او تاجک افغانان او مسلمان مجاهدین نه وو؟ ولی نه، شریف افغانان او پاک مجاهدین وو. خو  ا چې د روسانو خلاف جنګیدل، نظار شورا ورسره دغه ظلمونه کړي دي.

دغسې یو شخص چې د هر کفري او غیر کفري هیواد په وړاندې د افغانستان ملي ګټې او ملي ارزښتونه لیلاموي، څنګه کولی شي،د هغو مجاهدینو د ټیکه دارۍ دعوه وکړي، چې د هغوی زیاتره یې اوس هم د جبر له مخې جګړې ته مجبوره کړي دي او هره ورځ یې د همدغه عبدالله ملگري په بهرنیانو وژني.

نو نتیجه داده چې ډاکتر عبدالله د مجاهدینو او جهاد ټیکه دار نه، بلکې د جهاد تر ټولو لوی دښمن دی. هغه نه د پنجشیر او نه د شریفو تاجکانو استازی دی. هغه یوازې د بهرنیانو مزدور او د یوې وړې مافیایي کړۍ سرلاری دی.

هیڅ مسلمان افغان باید ډاکتر عبدالله ته رایه ورنکړي. او پدې کار سره د مجاهدو شهیدانو روحونه ښاد کړي.

6 total views, 1 views today

6 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    كريم جانه دا جه تخلص دي وطن دوست دي اشتباه دي نده كري ته واقعاء وطن دوست يء زه خكه دا حكم كوم كو مه ليكنه جه تا كري دا يو واقعي جريان دي جه تير شوي ديو بخواني إبر أتيفي ،او تحقيقاتي سابقه دار كار مند به توكه دا ستا واقعي ليكنه تأيد وم زه دير معلوماتونه به دي هكله لرم نه غوارم أوس دباره خه أظافه كرم صرف لأندي يوه جمله أظافه كوم . ؟
    روسانو يواز ي نه تنها دنظار شورا دبعدي أهدافو دباره استخباراتي ذخيره جوره كري وه . د دوي به شان يء نور واره كرو بونه ،د مثال به تو كه. : لكه سا زا ، سبزه ،ستميان ،،ساما اوداسي نوري دلي جه هم يء به دولت كي دروس به كته فعاليت كوو أوهم يء دمجاهدينو ليكو كي داخل كري وه . داوروستي دلي أوس هم فعال فعاليت دروس به كتو كوي دا دلي بخوا ،او أوس هم دروسانو له خوا تغذيه كيده او تغذيه كيزي.
    جلالزوي

  2. hassan Reply

    هیله ده چی پدی هکله نوری مستندی تبصری او لیکنی ولیکل شی ترڅو د هیواد والو پوهه د دی منفوری ډلی په هکله زیاته شی.
    بل دا چی محقق د جهاد د دوری کوم قوماندان نه وو بلکه هغه په هغه وخت کی د امام خمینی په فروشګاه کی چی په قوم کی واقع ده په زده کړی بوخت وو او له بلی خوا یی د افغانانو د مشرانو په باب ایرانی مقاماتو ته جاسوسی کوله او پدی هکله د افغانستان دولت ته مستند معلومات رسیدلی و. محقق هم د ټول هزاره قوم مشر نه دی بلکه یو احساساتی او ایران ته وفادار شخص دی چی ده ته د افغانستان ملی ګټی کوم اهمیت نه لری.

  3. فرید Reply

    ۱-
    جهاد یعنی دې روسانو سره چګړه.
    جهاد یعنی د امریکا سره دوستي

    ۲-
    دروغ وایه خو په شرع یی روغ وایه:
    عبدالله دې کابل طب نه د ۱۳۶۲ ه ش کال د دلوې په میاشت کې فارغ او سم دم د خپل بادار هیواد پاکستان ته له مهاجرت او جهاد روسته ،پنجشیر ته ورغی.

    نو اوس څه ثبوت لرئ جې عبدالله په خاد کې وو او …..
    دروغ وایه په شرع روغ

    عبدالله په پوهنتون کې اکثر د مائویستانو سره مناسبات لرل.

    کیدې شي د مائیستانو او شوری نظار د اوږدږ کلونو د همکارۍ ثمره همدا وي.

  4. زمان Reply

    د ونې سزا همدا وي چې د تبر لاستی د خپلې ونې وي. عبدالله یې خو خپله پښتنو عبدالله کړ، پخوا ورته سیاف او نورو پښتنو لکۍ وهله او اوس ورته محمدخان، اوریا او ځینې نور تش په نامه پښتانه. د جنرال حبیب الله جلالزوی او حتی د ډېرو خلکو معلومات د ځینو سازمانونو په اړه ناتکمیل دي. مثلاً زه د سازا، سبزه او ستمیانو په اړه حکم نشم کولای خو د ساما د سازمان په اړه ثقه یي معلومات لرم چې هغوی هېڅکله هم د روسانو خلک نه وو بلکې د شعلیانو یوه څانګه وه چې په ډېرې مېړانې د وخت د دولت او حتی ځینو مجاهدینو په وړاندې وجنګېدل. د هغو یواځنی مشکل دا و چې د اسلامي عقایدو له مخې نه بلکې د وطن او چینايي کمونستي عقیدې تر چتر لاندې جنګېدل او دولت ته يې په کابل کې د هغو د افرادو د ترور کولو له لارې درانه تاوانونه واړول چې د هغه وخت د دولت د خاد د ادارې د رئیس یا مرستیال (حاجي سخي) ترور يې غټه بېلګه ده

  5. Ahmad Sameem Reply

    د فرید خبرې سمې نه ښکاري. که عبدالله په ۱۳۶۲ کې له طبه فارغ شوی او سمدلاسه پاکستان ته تللی وي، نو بیا خو ۵۷ کلن راځي، ځکه ۱۹ کاله درس او په اوه کلني کې شمول ۲۶ کاله کیږي او تر دغه تاریخ ۳۱ کاله نور تیر شوي دي.
    عبدالله تر تاسو زه هم پیژنم او فکر کوم لیکوال یې هم ښه پیژني. هغه د یو پنجشیري سړي او پنجشیرۍ ښځې زوی دی، پلار يې د رشاد صاحب د څیړنو له مخې په کندهار کې یو پاک نفسه خو ټیټ رتبه مامور و، چې بیا مړ شو. له کونډې سره یې لوی کندهار د سیمې یو شخص (زمریالي) واده وکړ. عبدالله د دغه زمریالي برکټی دی. زوی یې ندی. زمریالي نور زامن هم لرل چې ټول د نجیب په خاد کې کارکوونکي وو. دوی خپل میرنی ورور خاد ته معرفي کړ او خاد دی مسعود ته ولیږه.
    شعله ای ندی، پرچمی دی. له روسانو سره یې هم جنګ ندی کړی او له فاکولتې تر فراغت وروسته یې څه وخت په نور شفاخانه کې د سترګو د ډاکتر په توګه کار هم کړی دی.

  6. مدثر وردګ Reply

    ټولو ته سلامونه
    وطن دوست صاحب په ګوتو اوقلم دواړو دبرکت شه ځکه بالکل د خقیقت لیکلی دی
    ډیره ډیره مننه

  7. speen Reply

    عبدالله پرچمی دی اوپه ۱۳۶۶ کال کې دکابل طب څه فارغ شوی اوپه پوهنځي کې په دروغجن عبدالله مشهوروو.ـ
    له یوڅو کارکولو وروسته دکی جي بي په سپارښتنه دروسانوپرتکولي احمدشاه مسعودته واستول شوچې د۱۳۷۱ کال لپاره تربیه کیده.ـ
    نوم یې یوعبدالله دی اودوهم عبدالله یې دجعل له یوځای کړی. پلاراوموریې دواړه پنجشریان دي اوپلندر یې کندهاری دی چې عبدالله یې پرکټی کېږي.ـ
    عبدالله اوس ترک مسلک دی ځکه چې له پنځوکلونويې ډیره موده په طبابت کښې دنده سرته نه ده رسولې ،چې دډاکټر لقب کارول ورته هم جعل اوتقلب ګڼل کېږي.ـ

  8. فرید Reply

    احمد صمیم صاحب سلام:

    عبدالله دروغ وايي،هغه هیڅکله هم دې نور په شفاخانه کې کار کړی ندی.
    په ۱۳۶۲ کال دي طب فاغانو وضعیت داسي وو
    1- دری کاله باید په اطراف (ولایتونو) کی کار وکړی او په پای کی ترخیص واخلي
    ۲-په اردو-څارندوی یا خاد کي د افسر یا سرباز په څیر په زوغتون او روغتیایی دستګاه کی کار وکړي
    ۳-عسکر ګریز په کورکی پټ او یا هم بهر ته (پاکستان یا ایران) ته پناه یوسي

    نو اوس تاسي ووایاست چې عبدالله په کوم سند په کابل کی دي نور په شفاخانه کی کار کړی دی؟؟
    عبدالله په ویش کې په فراه ولایت کی مقرر شو،خو پاکستان ته و تښتید او بیا پنجشیر ته ورغي.

    زه دې عبدالله ګڼ شمیر مصنفیان پیزنم.د هغو په قول،عبدالله په پوهنتون کي یو شوخ طبیعته او بی تربیه سړی وو.د پوهنتون استادان به يي زورول او په صنف کی يي سپکی سپوری او ملنډی پری بوری کولې.
    ګشت او ګذار يي د مايوستانو سره وو،دهغی زمانی ګڼشمیر ماویستان اوس د احمدشاه مسعود په بنیاد کی فعالیت لری.

    د عبدالله ورور،عبدالطیف ددفاع په وزارت کی،په سیاسی ریاست کي د مڼونکی منګل همکار او حنرالی رتبه يي لرله.
    عبدالطیف اوس په امریکی کی اوسیږی.

    څه موده پخوا د جنرال لطیف او دهغه د پخوانیو همکارانو تر منڅ په فیسبوک کی لانجه روانه وه.
    هلته جا لیکلي ول جي جنرال لطیف، یعنی د عبدالله ورور،پرچمی وو خو د امین او ترکي په دوره می پاکستان ته وتښتید او هلته په استخباراتو کی جذب شو.
    کله جی روسانو پرجمیان په ګډې کینول،لطیف واپس کابل ته راغی او په اردو کی جنرال شو.
    خو دپاکستان سره دي اړیکو په تور تر تعقیب لاندی وو !!
    الغیب عندالله

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *