Categories

اعلان

Loading…

د ستورو کاروان / د کونړ سین مشاعره/ پانوس

د ګاډو د څراغونو یوه بې پایه لیکه له هغه پراخ پارکېنګ څخه چې له سړکه ۴۰ ـ ۵۰ متره په ټیټه ځمکه پروت دی پداسې یوه تسلسل راوځي لکه څوک د رڼاګانو هار په ځان پسې را کاږي، هر ګاډی چې له پارکېنګه د را وتو لاره ونیسي نو د څراغونو رڼا یې مخامخ ښیښه يي ۱۵ ـ ۲۰ پوړیزه ودانۍ په غېږ کې واخلي او چې بیا په هماغه ۴۰ ـ ۵۰ متریز پېچومي راسم شي، نو رڼا يې د پراخ اسمان په بې پایه غېږه کې خوره او د باران د څاڅکو بنډارونه بربنډ کړي .

1دغه ننداره ماته د ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې او یا ناټو ماټو ، دسوريې، ایران، اوکراین . . . په هکله د بېړنیو غونډو یاد را تداعي کوي، چې ولسمشران یا د بهرنیو چارو وزیران په پرله پسې توګه یو یو راځي او ودانۍ ته دغځېدلې سرې پټارې په پای کې ترې کوزېږي .

1د ستورو دغه کاروان د غونډې د ویاند ښاغلي عزیز سر شار په وینا ” دکونړ سین دکلنیو مشاعرو د لړۍ د شپږمې کړۍ”  ګډونوال دي، چې شمېره يې د ۲۵۰ – ۳۰۰ تنو ترمنځ و.

د ګاډو په نمبر پلېټونو دهیوادونو د نومونو له تورو D دوچلند یا جرمني  NLنیدرلند یا هالند S, سویډن، DK, ډنمارک، GB انګلستان، B  بلجیم، A اطریش څخه پته لګي چې ګډونوال له کومو، کومو هیوادونو راغلي دي.

1همدانن مازیګر دمې دمیاشتې دلسمې نېټې خواوشا پینځه بجې پارکېنګ ته مخامخ د یوه لوی تالار مخې ته چې خلکو د مشاعرې پرانیستو ته شېبې شمارلې د لونګیو، پکولونو، شنو، سرو او نورو رنګارنګه ټايي ګانو داسې بیر وبار وو، او خلک یو بل ته داسې ور غاړه وتل تابه وې چې د اختر لمومځ په همدې شېبه خلاص شوی دی .

1دغه وخت چې غونډه همدا څوشېبې ترمخه پای ته رسېدلې دشپې یوولس نیمې بجې دي . زه دبس تمځي له یوه واړه چتر لاندې ولاړیم، د ګاډو همدا بې پایه لړ څارم او د تیلفون پرلیکه یوې رسنۍ ته د غونډې را پور ورکوم : غونډه دکمکي عابد جان سافي له خوا د الله پاک د سپېڅلي کلام په تلاوت پیل شوه، ورپسې د کونړ د ځوانانو د ټولنې د کاري ډلې غړي ښاغلي فريد الله سافي پرانیستونکې وینا واوروله، د همدې ټولنې د کاري ډلې بل غړي ښاغلي سيد رحيم يوسيفي مېلمنوته د ښه راغلاست او ستړې مشي تر ویلو وروسته د کونړ سین مشاعرې د راپیلېدو په موخو او اړتیاوو رڼا واچوله، ده د خپلو خبرو په یو برخه کې د ګران افغانستان د ښکلي بدخشان د ارګو ولسوالۍ په غمیزه خپله ژوره خواشیني څرګنده کړه او ویې ویل چې نا مهار کونړ سین او په افغان ملت د پاک څښتن ددغه ستر نعمت څخه ګټه نه پورته کول، شېبه په شېبه شپه ـ ورځ څلېرویشت ساعته او کال دولس میاشتې لحظه په لحظه کټ مټ ارګو ته ورته غمیزه ده .

1د ښاغلي د وینا څخه وروسته د ښاغلو شاعرانو ګڼ شمېر ته په کتوسره له نورو ویناوو او د فرهنګي ټولنوله پیغامونو څخه په ډډه کولو سمدواره مشاعره راپیل شوه چې دغو ښاغلو شاعرانو پکې ګډون کړی و :

ښاغلی محمدجان يار

ښاغلی هدايت وطنيار

ښاغلی نذير احمد نذير

ښاغلی علي محمد مجبور

ښاغلی مبارز سافی

آغلې سهيلا حسرت ناظمي

ښاغلی ولايت خان ځدراڼ

ښاغلی مصطفی ارين

ښاغلی خپلواک وطنيار

ښاغلی غلام نبي سخي

ښاغلی امين باوري

ښاغلی جلال ناصر

اغلې رحيمه پښتونجار

اغلې نبيله وفا

اغلې اسيا مهرابي

اغلې ليلا مومند

ښاغلی سهراب سهر

ښاغلی فضل ربي رستم

اغلې شغله

ښاغلی عبدالمالک بېکسيار

ښاغلی عزت وزيروال

ښاغلی ياسين امانت

ښاغلی انور لمر

ښاغلی هيواد شېرزاد

ښاغلی ممتاز ارمان

ښاغلی هلمند ياد

ښاغلی صديق ننگ

ښاغلی عيسی بهرام

ښاغلی زبير سالارزی

ښاغلی مطيع الله روفي

ښاغلی حيران شينواری

ښاغلی احمد نور انوري

ښاغلی افضل ټکور

ښاغلی شمس الرحمان محبر

ښاغلی پېښوری شينواری

ښاغلی کاکاجان وطندوست

او ښاغلي بريالي وياړ د ايمل مړوند شعر ولوست.

د مشاعرې په ترڅ کې ښاغلي کاتب شاه کاتب د کونړ څخه د ټليفون په ليکه خپل خوږ شعر گډونوالو ته په ترنم واوراه. همدارنگه له مونشن څخه ښاغلي محمدامين بسمل د ټليفون په کرښه خپل پيغام او لنډ شعر ولوست.

د ښاغلي بازمحمد عابد رالېږل شوی شعر د ښاغلي اتل له خوا ولوستل شو.

هېر دې نه وي چې خویندو شاعرانو په مشاعره کې دښځو دبرخې په پیکه توب دتېر کال په شان ګوتنیونه وکړه او دړکه يې وکړه چې که مشاعره په راتلونکو کلونو کې همداسې دوام ومومي نو دوی به برخه پکې وانخلي . ددوی دغه وړاندیز دګډونوالو په اوږدو چکچکو بدرګه شو او دايې څرګندوله چې ټول ګډونوال په تېره بیا کوربانه چې د لرې هیوادونو څخه په سلګونو کیلو متره ستړي سفرونه نه کوي اوهمدلته د کولن د ښار او جرمني اوسېدونکي دي، دغې ستونزې ته پوره پام وساتي . غونډه ځینو ګډونوالو ته دګل ګېډیو او ستاینلیکونو په وېشلو او راتلونکی کال د بیا لیدلو په اسره پای ته ورسېده .

پانوس؛  سويډن – ډنمارک ادبي هنري کاروان.

داهم د غونډې څو انځورونه

219 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2