Categories

اعلان

Loading…

عبدالرب رسول سیاف د م.م له خاص استازي سره پر انتخاباتو خبرې وکړې

تاند- په داسي حال کې چې له ډاکتر اشرف غني احمدزي سره د عبدالرب رسول سیاف د ملګرتوب د احتمال تودې اوازې خپرې شوي، په افغانستان کې د ملګروملتو ځانګړي استازي یان کوبیش د سې شنبې په ورځ له ښاغلي سیاف سره په کتنه کې د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.

د ملګروملتو خاص استازي یان کوبیش د استاد سیاف کور ته ورغی او د ولسمشرۍ د انتخاباتو، دوهم ځلي انتخاباتو او نورو اړوندو مسایلو په اړه یې خبرې ورسره وکړې.

د ښاغلیو سیاف او یان کوبیش د کتنې په مهال د عبدالرب رسول سیاف لومړی مرستیال محمد اسماعیل خان، د ولسي او مشرانو جرګو رییسانو عبدالروف ابراهیمي او فضل هادي مسلمیار او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د استاد سیاف دوهم مرستیال عبدالوهاب عرفان حاضر ول.

تر دې مخکې د سې شنبې په ورځ د اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم د ټیم سرچینو وویل چې له ښاغلي سیاف سره موافقې ته نژدې شوي او اوس یوازې په تخنیکي مسایلو خبرې کوي.

ویل کېږي چې د سیاف په ټیم کې د ښاغلي کوهدامني په شان عبدالله پلوه عناصر ننوتي او هغوی هڅه کوي چې سیاف بې پلوه پاتې شي خو په دې کې شک نشته چې له هر ټیم سره د سیاف ملاتړ د زلمي رسول خلاف د دواړو کاندیدانو پر رایو اغېز لرلی شي.

د کتونکو په باور له سیافه وروسته د قطب الدین هلال او قیوم کرزي ملاتړ مهم دی. د دوی په باور زلمي رسول ته یوولس نیم فیصده رایې په دې خاطر ورکړای شوې وې چې ولسمشر کرزی یې ملاتړ کوي.

د سې شنبې په ورځ داسي اوازې هم خپرې شوې چې محمود کرزي او قیوم کرزي د ولسمشرۍ په دوهم ځلي انتخاباتو کې د اشرف غني احمدزي ملاتړ کړی دی. تراوسه پوري دا خبر نه د اشرف غني احمدزي ټیم او نه هم کرزیانو تایید یا رد کړی دی.

پرون عبدالله عبدالله له خپل یوه همخیاله تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې له محمود کرزي او قیوم کرزي سره د ده ټیم خبرې کوي خو لا نه غواړي چې د خپلو خبرو د نتیجې په اړه څه ووايي.

8 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *