Categories

اعلان

Loading…

د شعر لنډه تاريخچه/ پوهیالی سیداصغر هاشمي

شعر يوازې د ادب يوه برخه نه ده،‌بلکې د پخوانيو پېښو او معلوماتو  د لاس ته راوړلو يوه مهمه وسيله هم ده ځکه چې زياتره هغه لرغوني اثار چې زموږ تاريخ پېژندونکي پرې استناد کوي د شعر بڼه لري.‌د دې خبرې دليل د اوستا او ريګويدا لرغوني کتابونه دي. دغه کتابونه د هغه وخت د خلکو يانې د لرغوني اريايانو مذهبي سرودونه دي.

(مذهبي سرودونه د حمد او نعت په ډول دشعر يوه خاصه څېره ده) په همدې ډول د پښتو ژبې پخوانى شعر چې موږ‌ته راپاتې دى د امير کروړ شعر دى،‌چې له دې کبله شعر د خپل ادبي ارزښت په خوا کې پوهنيز (علمي) ارزښت هم لري.‌

د پښتو ژبې لرغونې دورې شاعري د ريګويدا او د اوستا له سندرو او ګاڅونو سره ورته والى لري. د ځينو ادبپوهانو په عقيده، د ريګويدا او اوستا د  سندرو او ګاڅونو او د پښتو د لرغونو سندرو (شعرونو) موضوعګانې او قالبونه سره ورته دي.

لکه څرنګه چې د هرې ژبې د ادب ابتداء له شاعرۍ او نظم نه شوې ده دغه شان د پښتو ادب ابتداء‌ هم له شاعرۍ نه شروع شوې ده،‌دا چې د ژبې له منځ  ته راتګ سره په يوې ټولنې کې د لومړي ځل لپاره په نثري خبرو شروع کېږي،‌بايد د نثر تاريخ پخوانى وي نسبتاً نظم ته دا چې په هغه وختونو کې خط ليکلى شکل نه درلود او په ذهن کې  د يوې موضوع د ساتلو لپاره  د نثر نه نظم ښه ساتل کېده، نو هماغه دى چې د پښتو ژبې نه علاوه په نورو لرغونو ژبو (وېدا،‌اوستا او سانسګريټ) چې ډېرې پخوانۍ ژبې دي،‌بنسټ يې په نظم اېښودل شوى دى نه په نثر په همدې لامل د پښتو ژبې نظم يا شعر نسبتاً تر نثر پخوانى او خورا لرغونى دى چې ډېر پخوانى تاريخ لري.‌

د دې لنډې مقدمې  وروسته غواړم په مشخص ډول د شعر نويوالي په هکله معاصره دوره کې بحث وکړم.‌د پښتو د اوسنۍ دورې شعر د شلمې پېړۍ له راپېلېدو سره پيل شو دا وخت پښتو شعر د موضوع او بڼې  دواړو له اړخه بدلون وموند او نوې لارې او لوري يې پيدا کړل.

پښتو شاعري د بنې له پلوه زاړه قالبونه درلود،‌له زرګونو کلونو راهيسې د پښتو شعر يوه برخه په ولسي صنفونو او ژانرونو لکه:‌لنډيو، نارو،‌سروکيو او نورو کې ويل کېده،‌يوه برخه يې لرغونې سندرې وې لکه:‌چاربيتې، بدلې،‌مقامونه، بګتۍ او نور…

بله برخه يې له عربي نه په راغلو قالبونو کې ويل شوې شعرونه  وو. لکه:‌ قصيدې، غزلې، مثنوي او نور…

په نولسمه پېړۍ کې د هندي شاعرۍ د مقامونو قالبونه او راګونه لکه: بيرمي، پاړي،‌کليان او نور پښتو شاعرۍ ته راغلي وو.‌

د موضوع د نويوالي  سره د شعر د زاړه قالبونو د ماتولو هڅه هم پيل شوه او په دې ترتيب د موضوع او بڼې له پلوه په پښتو شعر کې بدلون او ان اوښتون راغى.‌

د شعر د قدامت په اړوند په (ادبيات کودک در افغانستان) کې داسې ليکلي دي:‌( کله چې انسان دې فاني نړۍ ته پښه راداخله کړه،‌نو شعر ورسره يوځاى همراز و،‌انسان له زانګو څخه د شعر او شاعرۍ سره اشنايي او مينه لري.)

د ژوند تر ټولو خواږه خوبونه د اللو-اللو چې د مېندو لومړنۍ تراني دي،‌د ماشومانو سترګو او غوږونو ته لاره پيدا کوي. پښتو شعر کې نوي کالبونه زيات شو.

هو! دا هم د يادولو  ده چې د نويو کالبونو په څنګ کې زړو کالبونو هم وده وکړه او نوې ساه په کې ښه او ښه وچلېده، شعر د بيان ساحه هم پراخه او د الوت وزرونه يې وغوړېدل،‌پښتو شعر نوې بڼه ومونده او د فکر او خيال نوي افقونه يې په نخښه کړل.

د پښتو د دې نويو شعرونو دودېدو په وخت کې لا د پښتو لرغونې سندرې نه وې ترلاسه شوې او لا تر دې وخت د سليمان ماکو تذکرة الاوليا او د محمد هوتک پټه خزانه په لاس کې نه وي خو جالبه ده اوس چې د پښتو لرغوني سندرې لکه د امير کروړ وياړنه، د بيټ‌نيکه مناجات، د خرخبون څلوريځ،‌اسماعيل نيکه نارې، د شيخ تيمن پاړکى، د شيخ متي مناجات او نور او نوې سندرې دواړه لرو،‌ نو لکه چې دا نوې او د نوې کالبونو لرونکې سندرې د لرغونيو سندرو ترڅنګ کېږدو يو بل ته ډېر ورته جوړښتونه لري او څرګندېږي چې په غير ارادي ډول پښتو شعر خپل لرغونى اريايي اصل (حقيقت) ته رجوع کړې او په خپله طبيعي لارې روان شوي دي.

په دې توګه کالب ماتونې دومره پرمختګ وکړ چې له ازاد يا سپين شعر سره يې ډېره نرۍ پوله پاتې شوه او قافيې  او رديفونه يې ډېر لږ په پام کې ونيول.‌

شلمې پېړۍ د ادبي يون او تلون چارې لاپسې کړندۍ کړه،‌په زړو کالبونو کې نوې ساه وچلېده، نوي فکر زاړه کالبونه مات کړل،‌ترڅنګ يې ازاد شعر وزرونه  پيدا او د پښتونخوا د شعر په ارته فضاء‌کې يې الوتنې پيل کړې.‌په دې ترتيب د شلمې پېړۍ د شاعر لپاره چې ډېرې غوښتنې او هيلې لري د خپل فکر د بيان ډېرې او بېلابېلې لارې خلاصې شوې.

ازاد پاړکي چې سپين شعرونه،‌ازاد شعرونه او بي قافيه شعرونه هم ورته وايي او ځينې کسان يې نوي شعرونه هم بولي په ختيځ ادب‌کې نوې پديده ده او په پښتو کې هم د ازادو شعرونو دودېدل د شلمې پېړۍ د وروستۍ نيمايي سوغات دى.  د شعر يون روان دى او روان به وي.

پوهاند عبدالحى حبيبي د (تذکرة الاولياء سريزه او نښلونې) په کتاب‌کې ليکي:‌( د پخوانيو اريايانو او د اکثرو نورو اقوامو زاړه ادبي اثار منظوم وو او منثور يې ډېر لږ پاتې دي،‌ويدا،‌اوستا او سانسګريټ منظوم و.

د اريايي اقوامو شاعرانو خپلې دينې او اجتماعي مطالب نظم کول او حماسي شاعرانو جنګي او حماسي اشعار په منظوم ډول پيودل.‌د ويدا قديمي اثار د هغو شاعرانو د قريحې نتايج دي،‌اوستا هم د زردشت او د ده د اتباعو ګيتونه او سندرې دي،‌زاړه يونان (ايلياد او اوديسه) هم د هومر حماسي سرودونه دي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *