Categories

اعلان

Loading…

طالبان وايي د خیبر په نوم پسرلني عملیات پیلوي

تاند- د طالبانو سخت دریځې ډلې نن اعلان وکړ چې له راتلونکې اوونۍ څخه به په افغانستان کې پسرلني عملیات پیل کړي.

د طالبانو د ډلې له یوې خبرپاڼې سره سم د خیبر په نوم په دې عملیاتو کې به د ځانمرګو بریدونو او نفوذي حملو په شمول له راز راز مدرنو عملیاتي تاکتیکونو څخه کار واخیستل شي.

طالبانو ویلي چې په دې عملیاتو کې به بهرنیان، د هغوی جاسوسان، پوځي او ملکي قراردادیان، ترجمانان او دغه راز د افغانستان د دولت جګپوړي چارواکي، د کابینې او ملي شورا غړي، د عدلیې وزارت او سترې محکمې غړي، څارنوالان او قاضیان په نښه شي.

په خبرپاڼه کې راغلي :« دخیبرپه پوځي عملیاتو کې له پرمختللیو محاربوي تجربوڅخه کار اخیستل کیږي، کفرځپونکي استشهادي عملیات، د دښمن په صف کې دننه نفوذي بریدونه، دغلیم  لوی اونسبتا خوندي مرکزونه په درنو وسلواو لیري وییشتونکو توغندیو ویشتل او د دښمن د مورال لویدلو ځواکونو په تجمعاتو مخامخ تهاجمي تعرضونه به د دغو پسر لنیوعملیاتو له مهمو تکتیکونو څخه وي.»

طالبانو دغه راز ویلي چې دا عملیات، چې د ثور په ۲۲ مه/ مې ۱۲/ پیلېږي، د دوی تکړه او مسلکي ماهرانو طراحي کړي دي.

طالبان هر کال خپلو جنګي هڅو ته یو ځانګړی نوم ورکوي او په ترڅ کې یې نه یوازې افغان او بهرنیو ځواکونو او دولتي مامورینو ته مرګ ژوبله اړوي بلکې زیات ملکي افغانان هم وژني.

د ملګروملتو د راپورونو له مخې په سلو کې تر ۸۵ زیات ملکیان د وسله والو طالبانو په حملو په تېره بیا د سړک د غاړې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل کېږي.

د طالبانو په تازه اعلامیه کې پر ځانمرګو او نفوذي بریدونو تاکید شوی خو د سړک د غاړې د بمي چاودنو یادونه نه ده شوې.

پرون هم په هرات کې ۹ تنه ملکیان د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې ووژل شول.

266 total views, 1 views today

2 comments

  1. Afzali Reply

    دادیره دشرم خبره ده چه افغانی طالبان دپاکستان په امر چه دنړی تر ټولو ستر فاحش هیواد دی خپلو وروڼو ته اخطارونه ورکوی او دهغه دجاسوسی اداری په امر خپل وروڼه وژنی او خپل وریرونه یتیمانوی او په دغه خپل ناوړه عمل افتخار هم کوی، که دوی واقعآ ددی فاحش ملک غلامان نه وی لمړی باید په پاکستان کی جهاد شروع کړی تر څو نوموړی فاحش ملک څخه فحشا ورکه شی
    زما دهر افغان څخه هیله داده چه دافغانستان په بیا رغونه کی پوره ونډه واخلی اوخپل مظلوم ملت سره همکاری وکړی اوخپل مظلوم کوچنی ورونه او یتیمان ونازوی

  2. hassan Reply

    د هیواد ورانول او د خلکو وژل ډیر آسانه کار دی مګر بیرته روغول او آبادول ډیر مشکل کار دی. پدی حساسو شرایطو کی چی د هیواد اکثریت له هری خوا له مرګ اوتهدید سره مخامخ دی او د واک سیاسی لیږد هغی ډلی ته چی طالبانو ورته د شر او فساد ډله ویل یو ځل بیا په هیواد د تیارو سوری غوړولی دی، ستاسو دا تهدیدونه هغوی سره مرسته کوی چی د افغانستان په سیاسی حاکمیت منګولی خښی کړی . دوی به بیا د پاکستان، ایران ، روس په مرسته نه یواځی پر تاسو بلکی پر ټولو هیواد والو چپه میچنی وګرځوی او د ټولو مسوولیت به ستاسو په غاړه وی.

  3. سوټی Reply

    ! هغوی اشغالګر شړي
    ! او جنګي جنايتکاران په دار ځړوي او په څنګ کې ددالرو او فساد ګوډی بنديږي
    نو داخو د هر مسلمان دنده ده اوداخبره یې له پاکساان سره څه ؟
    !!!غلط پېغور او دسيال خبره نده

  4. لالا ، بټنوال Reply

    د پاکستان طالبان د خپل دولت سره (هغه دولت چې آيين ېې غير شرعي او غير اسلامي دئ ) څو ځلې د مذاکراتو ميز ته کيناستل او په اړوندو موضوعاتو ېې خبرې وکړې داچې نتيجه ېې ورکړه ياېې ورنکړه د هغوی خپله داخلي موضوع ده ، زه هغه طالب ته چې ځانته افغان او بیا مسلمان وايي په عرض رسوم چې تاسې څه وکړل ؟، د افغانستان ټولټاکنو کې د خلکو پراخې ونډې د دښمن ملا ماته کړه ، اوپه شرمونو وشرمیدل اوس ېې بیا تابیا نیولې چې ټر په پر پټ کړي او دویم ځل ټاکنې د هغوی د خوښې نوماند په ګټه تر سره شي ترڅو خپلې نـنګينې معاهدې پرې لاسليک کړي ، زه دومره وایم چې داځل به ټول افغانان يو شي او ستاسې ځواب به ووايي ـ لږ د خدایه وویریږۍ اودا وطن مه خرابوۍ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2