Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون نن پر ۲۵۰ شکایتونو غور وکړ

تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د کاندیدانو، مدني ټولنې او رسنیو د استازو په مخکې د شکایتونو د څېړنې په غونډه کې نن د شمال ختیځ او جنوب لوېدیځ زون پر شکایتونو غور وکړ.

په دې غونډه کې، چې د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون پر له پسې دوهمه او په مجموع کې درېمه وه، بیا هم د ۹ ولایتونو انتخاباتي شکایتونه وڅېړل.

پرون هم دغه کمیسیون په علني غونډه کې د ۹ ولایتونو پر انتخاباتي شکایتونو غور شوی و. (تفصیل)

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون نننۍ غونډه د فراه، بادغیس، هلمند، غور، اروزګان، نیمروز، کندهار، هرات او زابل ولایتونو د ۲۵۰ شکایتونو څېړلو ته ځانګړې شوې وه.

د کمیسیون مشر عبدالستار سعادت په غونډه کې وویل، ډېر احتمال شته چې ګڼ شمېر رایې باطلې شي.

ده په غونډه کې مطرح شویو شکایتونو ته په اشارې وویل:«دا هغه شکایتونه دي چې د الف او ب په کتګورۍ کې شامل ول، تاسو ولیدل چې شکایتونه د اسنادو پر اساس شوي وو، موږ هم پرې غور کړی او د استیناف پړاو یې هم کچ کړی و. تاسي وینئ چې دوی د شکایتونو لپاره کره دلایل لري او موږ هم باوري اسناد لاس ته راوړي نو زموږ اجراات به بالاخره د دې سبب شي چې یو شمېر رایې باطلې شي.»

دې کمیسیون په لومړۍ غونډه کې نژدې دوه نیم لکه رایې بالې کړې وې.

په شکایتونو کې ویل شوي چې زورو کسانو د ځینو کاندیدانو لپاره خلک رای ورکولو ته مجبوره کړي، رایبکسونه د ځینو کاندیدانو په ګټه په جعلي رایو ډک شوي، د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون کارکوونکي وهل شوي یا ګواښل شوي دي.

دا شکایتونه د عبدالله عبدالله، زلمي رسول، اشرف غني احمدزي او ګل اغا شېرزي د پلویانو پرخلاف شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمیسیون مشر عبدالستار سعادت وویل چې د علني غونډو پایلې به راتلونکې اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته واستوي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د روان ثور په ۲۴ مه نهايي پایلې اعلان کړي.

10 total views, 1 views today

2 comments

  1. ګنډېری Reply

    د روان ثور او دې ته ورته نور اصطلاح ان دا چې د سبا له پاره راتلونکې سه شنبه وایي یا د پرون له پاره تېره یکشنبه وایي دا وچ په وچه د انګلیسي ژبې یو تحمیلي تفسیر دی. په پښتو کې چې څوک ووایي چې احمد د شنبې په ورځ راغی، دا کفایت کوي او اړتیا نشته چې وویل شي چې د تېرې شنبې په ورځ راغی ځکه چې «شنبه» او ورسره بیا «راغی» پخپله دا ښیي چې کار په تېر وخت کې شوی دی. همداسې د راتلونکي له پاره هم ده.

  2. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    دشكاياتي كميسون مشره عزتمند عبدالستار ،،سعادت ،، ؟نن دافغانستان دديرشو ميلونو أطباعو دوه ستركي أو غوزو نه ستا عادلانه قضاؤت ته به لاري دي هر مملكت خانته تاريخ لري مكر هر شخص به جامعه كي هم خانكري تاريخ لري أوس خوشه ستا ده جه خبل تاريخ به تور قلم ليكي أويا با افتخاره به زرين خط اوقلم . به واقيعتونو ستركي بتي نكري ولو كه ستا دسر به قرباني هم تماميكي
    يو شاعر خه شايسته ويلي
    و. وو.
    جه بيدا شوي تا زرل ، خلكو خندا. كره. ……………….. داسي مر شه جه ته خاندي او خلك زاري
    جلالزوي

  3. Abdul Reply

    زما به اند دا يوازى د افغانانو به ستركو كى شكى اجول دى، كرزى او د هغه فاسدين به ارك كى نورى معملى شروع كريدى. دشكاياتو بي واكه كميسون خبل وخت ضايعه كوى. او أفغان اولس ته تيروتنه وركوى خو مونز به هر سه بو يو جه هميشه د افغانانو به رأيه او سرخندنو سوداكرى شوى ده

  4. لالا ، بټنوال Reply

    ښاغلي ولسمشر صیب چې دوه مخکښ کانديدان يو بل ته مخامخ کينولي اود خپل ارګ د ټيم سره په نوماندانو فشار راوړي او د خپلې ډلې د بقاء لپاره داسې وانمود کوی چې که یو کانديد واګې په لاس کې واخلي نو ګډوډي به جوړه شي ، او وايي چې ښه به داوی چې دویم ځل انتخاباتو څخه تیرشۍ او سهامي شرکت جوړکۍ ـ نو جناب والا ! تاسې که د ملت رایو ته احترام نکوۍ نو ټولټاکنو ته مو څه ضرورت وو؟

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *