Categories

اعلان

Loading…

د وینا ازادي/ حکمت الله نورزی

افغانستان کې د وینا ازادي او د رسنیو پراخ فعالیتونه د افغان حکومت د تېرو ۱۲ کلونو له مهمو لاسته راوړنو نه بلل کېږي، د مګړی د دولتي تلویزون تر څنګ څه باندې ۶۹تلویزوني شبکې، ۱۵۷راډیو ګانې او څه د پاسه ۱۰۰چاپي خپرونې او خبري اژانسونه په هېواد د ننه فعالیت کوي.

د بیان آزادي د بشري حقونو د یوه اصل په توګه یو نړیوال منل شوی ارزښت دی، چې د بشري حقونو په نړیوالو کنونسیونونو کې تسجیل شوی دی، په داسي حال کې چې د رسنیو آزادي د یوې ټاکلې ټولنې د سیاسي، کلتوري او ټولنېزو ځانګړنو په نظر کې نیولو له قید سره سم د مطبوعاتو د کار د څرنګوالې په اړه وضع کېږي.

هر څوک او هر فرد د فکر، وینا او ذهني شتمنۍ د ارائیې او د آزادۍ حق لري، چې له قانون سره سم د بل فرد وضع شوي حقونه تر پښو لاندې نه کړي.

د وينا ازادي بايد په دې مانا نه وي، چې يوازې دې يو انسان خپله عقيده، رايه او نظر څرګند کړي، بلکې انسان دا حق هم لري چې په همدې کچه له نورو خلکو څخه هم معلومات ترلاسه کړي. د يوې انساني ټولنې د جوړېدو لپاره دا يو ډېر اړین رکن دى.

خو په ټولنو کې ډېر داسې مسایل رامخ ته کېږي، چې په ښکاره د فرد یا افرادو د یوې ډلې نظر زیانمن وي. لکه د حکومت پر وړاندې د اپوزیسیون مخالف دریځونه، یا د یوې سیاسي او ټولنیزې مسلې په اړه د کس شخصي نظریات، چې نور یې له ټولنې او ملي ګټو سره په ټکر کې انګیري. دغو ټولو ته لا څوک پر دې نه دی بریالی شوی، چې حدود وټاکي او یا یې د ګټې او زیان رښتینی قضاوت وکړای شي.  خو په ټولیز ډول هېوادونه او ټولنې یو لړ ارزښتونه او ګټې لري، چې په مدني قوانینو او ټولنیز دود او عرف کې یې پر خوندیتابه ټینګار کیږي. دغه ارزښتونه له دیني اړخونو  او اساسي قانون نه نیولې، تر نورو مدني قوانینو او ټولنیزو اړخونو یوه پراخه دایره رانغاړي، چې په ځینو مواردو کې د وینا دازادۍ پولې هم ټاکي.

په افغانستان کې تېر اته کاله د وینا د ازادۍ په برخه کې خورا پراخ او عملي ګامونه اخستل شوي دي. د رسنیو پراخ او له خنډ پرته فعالیت د دې ښکارندويي کوي، چې دغلته د وینا ازادي واکمنه ده، خو پوښتنه داده، چې ایا افغاني رسنیو له دې ازادۍ نه په رښتینې توګه ګټه اخستې او که نه؟

په ټولیزه توګه رسنیز فعالیتونه پر ځانګړو موخو ولاړ وي، خو بالاخره دغه موخې باید د وینا د ازادۍ د تقویې او د ټولنې او نظام په رفاه تمام شي. په افغانستان کې هم ډېری رسنیز فعالیتونه همدغه موخې تصویروي، خو د موخو په ټاکنه او پلیتابه کې تر ټولو مهم اصل لومړیتوب دی، چې افغاني رسنیو د ملي ګټو او ارزښتونو خوندیتابه ته څومره لومړیتوب ورکړی دی.

رسنۍ د ډپلوماسۍ د اوزارو په توګه د هېوادونو په کورنیو او بهرنیو سیاستونو کې د یوه محوري اصل په توګه کارول کېږي او دغه اصل د اوسمهالي سیاست یوه مهمه برخه ده. لویدیځ، په ځانګړې توګه امریکا او برېټانیا کې رسنۍ په نامستقیم ډول د حکومتونو د ډپلوماسۍ ښکارندویې دی.

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *