Categories

اعلان

Loading…

د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د افغان ملي غورځنګ د خواخوږۍ پیغام

په خواشینۍ سره چې د وروستیو طبیعي پېښو له امله د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واوښتل.

په جوزجان، فاریاب، سرپل او بادغیس ولایتونو کې د سېلابونو له امله سلګونه تنه مړه او لسګونه نور نادرکه شول.

همدارنګه د تېرې جمعې په شپه په بدخشان ولایت کې د ځمکې ښویېدنې له امله شاوخوا درې سوه تنو هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر خاورو لاندې شول، چې دا یو ستر بشري ناورین دی.

افغان ملي غورځنګ د پېښې له زیانمنو کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او پر ټولو غږ کوي چې د سېلاب ځپلو او او افت ځپلو لاسنیوی وکړي.

له حکومت، خیریه بنسټونو، ملي سوداګرو او له نورو هېوادوالو غواړو چې له زیانمنو خلکو سره بېړنۍ مرستې وکړي او خپل ملي – اسلامي رسالت ادا کړي.

حکومت باید د طبیعي پېښو له قربانیانو سره د مرستې لپاره لازم تدبیرونه ونیسي او د ممکنه پېښو مخه دې ونیول شي.

په درنښت

مطبوعاتي څانګه

33 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *