Categories

اعلان

Loading…

ترټاکنو محدودې سیاسي مبارزې/ ارشاد رغاند

د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د ټاکنو له پای ته رسیدو او پایلو اعلان څخه به په کمه وروسته موده کې د افغانستان سیاسي فضا بیا خاموشه،یکنواخته او عادي حالت ته را وګرځي.

دا وړاندوینه ځکه کیږي،چې د تېرو څو دوره ولسمشریزو،پارلماني او ولایتي شوراګانو ټاکنو له پای ته رسیدو څخه وروسته همداسې شوي دي.

زموږ سیاسي مبارزې چې په واقعیت کې یې کمو ته د سیاسي مبارزو نوم ورکول کیدای شي،یوازې ترټاکنو او ځینو نورو لنډمهالو بهیرونو پورې محدودې پاتې شوي دي.

د سیاسي مبارزو اصل دا نه دی،چې یوه لنډمهالي هدف ته له نه رسیدو څخه وروسته دې هغه هدف ته د کار کولو مدعیان خپلې پیل کړې هڅې په ټپه ودروي او عادي ژوند ته مخه کړي.

په سیاست کې سیاستوال لکه پانګوال داسې اړوي،چې په مسلسل ډول د خپل فکر،نظر او هدف د تحقق لپاره پرټولنې او خلکو پانګونه وکړي،له خلکو سره نیږدې پاتې شي،خپله تګلاره،ضرورت او ښېګڼې ورته بیان کړي او پخپله پلوۍ د خلکو له قانع کولو سره د دوی په همکارۍ خپل هدف ته ورسیږي.

په افغانستان کې که د دې اصل تطبیق چندانې سابقه نه لري.

له بلې خوا شرایط هم ترډېره حده دې اصل سره همغږي نه وو،ځکه د ولسواکۍ پرځای زورواکي واکمنه وه،واک د څو محدودو ډلو په انحصارکې وه او بهرنیو کړیوهمدا ډلې د خپلو اهدافو لپاره پرواک پاتې کیدو ته تمویل کړي.

په داسې شرایطو کې د سیاست ډګر ته راوتي او مخکښ شوي کسان څه د خپل سیاسي شعور او درک د کمزورۍ،څه د خلکو د ټیټ سیاسي ظرفیت او څه په نورو دلایلو له شرایطو سره د سازش له لارې د اوږدمهالي هدف تعقیبونکي سیاست پرځای د موسمي سیاست او هڅو ملګري شوي دي.

داسې خلک چې د افغانستان په سیاسي ماحول کې اکثریت برخه جوړوي، پر ولسواکۍ او خپلو زمزمه کړو شعارونو هم باورنه لري او یوازې د ورځې د مود په دود یو ښه بازار لرونکی شعار خپل هدف اعلانوي.

سیاسي صحنې ته له راتلو څخه د دې خلکو هدف د یوه دایمي ارمان لپاره سیاست نه؛بلکې په واک کې د ونډې لرلو په خاطرد ځان تبلیغ او نمایش کول دي.

دا ډله خلک په یوه لنډمهالې سیاسي پروسه لکه ټاکنو یا ځینو نورو کې د خلکو ټیټ سیاسي شعور نه په ګټې اخیستنې د یوه قوم،ژبې،سیمې یا ایډیالوژۍ په پلوۍ ترخپل وس د لوړو وعدو له ورکولو سره را څرګندیږي.

د پروسې له پای ته رسیدو سره د خپل پیدا کړي شناخت،اړیکو او شهرت په وسیله ځان تریوه موقفه رسوي او وعده کړي هدفونه،شعارونه او هڅې یې له یاده وځي.

 په افغانستان کې له څه مودې راهیسې دا نیوکه زیاته کیږي،چې په واکمن ریاستي سیاسي نظام کې د نوو ګوندونو د جوړیدو او پراختیا لپاره شرایط مساعد نه کړی شول.

په دې نیوکه کې پرحکومت له دې اړخه نیوکې جلا مسله ده،خو یو مهم اړخ د نوو ګوندونو د نه رامیدان ته کیدو دا دی،چې دا دومره کاله په سیاسي میدان کې لوبیدونکي لوبغاړي له لویه سره کلک،متعهد او پرخپلو مبارزو باورمن خلک نه ول.

له کمو استثناوو پرته په دوی کې ډېرخلک داسې وو،چې یا خو د زورواکه کړیو اړوند او تابع وو،یا که یې ولسواک احساسات لرل زر نهیلي او حاکمو شرایطو ته تسلیم او خپلو ټاکلو اهدافو ته له مسلسلې عملي مبارزې په شا شول.

دې حالت د افغانستان سیاسي فرهنګ ته تاوان رسولی،نوی نسل چې دا تجربې ګوري د همدې غلط عرف ترتاثېرلاندې یې سیاسي شعورغلط او په همدې بڼه روزل کیږي.

دا غلط عرف بدلول غواړي،ځکه هغو خلکو ته هم په خیرنه دی،چې ګټه ترې اخلي.

دوی له زړو او بدنامو څېرو سره په نوو پروسو کې له را څرګندیدو سره د خلکو باور نه شي ترلاسه کولای.

د افغانستان ټول سیاسي قشرته د دې غلط عرف ختمول ،با ثباته دریځ لرل او ورته مبارزه کول په ګټه دي.

8 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *