Categories

اعلان

Loading…

افغانستان عمان ته په ۵ ویکټو او ۹۶ توپونو ماتې ورکړه

تاند- د افغانستان د کرکټ ملي ټیم د اسیايی شورا په پریمرلیګ کې نن د عمان نسبتاً کمزوری ټیم په ۵ ویکټونو او ۹۶ توپونو مات کړ.

په نننۍ مسابقه کې هم افغان ټیم ځوان لوبغاړو لکه عثمان غني، حشمت الله شهیدي او نصیر احمدزي ته موقع ورکړه.

بیټنګ عمان پیل کړ او افغانستان ته یې ۱۸۷ منډې هدف وټاکه. د عمان ټول لوبغاړي په ۴۸ اور کې وسوځېدل.

سمیع الله شینواري ۳، امیر حمزه ۲، محمد نبي ۳ او د دولت ځدراڼ او میرویس اشرف ۲ نور عماني لوبغاړي وسوځول.

په دې مسابقه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زیاتې منډې نورعلي ځدراڼ وکړې. ده په ۸۳ توپونو ۶۷ جوړې کړې.

نصیر احمدزي په ۴۷ توپونو ۳۶ منډې وکړې. سمیع الله شینواري په ۲۹ توپونو ۲۹ منډې وکړې او تر پایه ونه سوځېد.

د اسیايي شورا په روان پریمرلیګ کې افغانستان تر دې مخکې هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړې خو پر مالیزیا یې بایللې ده.

افغانستان په بله مسابقه کې له نیپال سره مخامخ کېږي چې د روان تورنمنټ په ټیمونو کې نسبتاً غښتلی دی.

پر نیپال بری به افغانستان ته د دې ټورنمنټ د جام د ګټلو لار اواره کړي.

42 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *