Categories

اعلان

Loading…

په پکتیکا کې د طالبانو قومندان ووژل شو

خبرپاڼه

پکتيکا: د ملي پوليسو په کمين کې د خوشامند لپاره د وسلوالو مخالفينو نظامي مسؤول نورمحمد نظام خېل له خپلو څلورو ملګرو سره ووژل شو 

۱۳۹۳کال د غويي ۱۴ نېټه

     د پکتيکا ولايت ملي پوليسو د يوه کمين په ترڅ کې ددې ولايت خوشامند ولسوالۍ لپاره د وسلوالو مخالفينو ټاکل شوی نظامي مسؤول نورمحمد نظام خېل له خپلو څلورو نورو وسلوالو ملګرو سره مخامخ د نښتې پر مهال وواژه

د پکتيکا ولايت امنيه قومندان پاسوال نبي جان ملاخېل وايي چې د دولت وسلوالو مخالفينو پلان درلود تر څو تيره شپه ددې ولايت خوشامند ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې د ملي پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړي، د ملاخېل په خبره ملي پوليسو په دې اړه له وړاندې مالومات درلودل او د نظامي تکتيک له مخې يې د يوه کمين په ترڅ کې د وسلوالو مخالفينو ياده پنځه کسيزه ډله د خوشامند ولسوالۍ د جمجمو په سيمه کې له مينځه يوړه، د مالوماتو له مخې د يادې دوه ساعته نښتې پر مهال د دولت وسلوالو مخالفينو د سپکو وسلو ترڅنګ درنې وسلې هم کارولي چې له امله يې درې ملي پوليس شهيدان شوي او يو تن ټپي شوی

د خوشامند لپاره د وسلوالو مخالفينو نظامي مسؤول نور محمد نظام خېل د افغان ځواکونو په تور لست کې شامل هغه اورپکی وو چې وخت نا وخت به يې غلچکي بريدونه کول او د لويو لارو پر سر به يې ماينونه ځای پر ځای کول له دوی څخه پنځه ماينونه هم په سيمه کې ملي پوليسو  لاس ته ورغلي دي

مخلص افغان

د پکتيکا ولايت وياند

37 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *