Categories

اعلان

Loading…

د با احساسه محصلينو په نوم پوهنیزه او روزنيزه ویبپاڼه

 با احساسه محصلين چې د هيواد له ښوونځيو، ليسو، مدرسو او پوهنتونو څخه را پورته شوی یو ناپیلی او خپلواک بهیر دی. د بهرنيو کلتوري یرغلونو پر وړاندې یې د هيواد د ځوان نسل د بېدار ساتلو لپاره د خپل مسولیت له مخې د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو هوډ کړی. د با احساسه محصلينو ويب پاڼه، اسلامی ،علمي، روزنيزه او ناپیلې خپلواکه ویب پاڼه ده چی د هیواد ځوانان د پرديو کلتورونو له بد اغیز څخه وژغوري. په افغان ځوانانو کې د ګران هیواد افغانستان او ټول اسلامي امت ته د ورپیښو مشکلاتو او ننګونو په وړاندې د ویښتابه احساس پيدا کولو هلې ځلې کوي. د با احساسه محصلينو ويب پاڼه د کورنيو او بهرنيو تازه خبرونو او مقالو په برخه کې زياته پاملرنه پوهنتونو، مدرسو او ښوونځيو ته کوي. د مېرمنو ځانګړې پاڼه، په انګلیسي ژبه ځانګړې پاڼه، او د اډیو او وډيو درسونو برخو برسېره دهر ډول اسلامي، علمي، سياسي، فکري، ادبي، د ساینس او تکنالوژۍ، روغتايي، سپورټي او بېلا بېلو څیړنيزو مطالبو په خپرولو برسیره، د انلاين کتابتون پر لیکه کولو هوډ هم لري. اسلام او د هیواد ملي ګټو ته ژمنو ټولو لیکوالانو، روڼ اندو، ځوانانو او څېړونکو څخه د قلمي همکارۍ ترڅنګ د خپلو نظرونو شريکولو، ګټورو او هر اړخېزو لارښوونو او مشورو هيله لري. ويب پاڼه: http://www.muhassileen.net/ فیسبوک پاڼه: https://www.facebook.com/muhassileen ایمل ادرس : [email protected] بل ايمل ادرس: [email protected]

238 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸