Categories

اعلان

Loading…

په ختیځ زون کې د شېرزي پلویانو د اشرف غني ملاتړ وکړ

په ختیځ کې د ولسمشرۍ د نوماند ګل آغا شېرزي د کمپاین دفتر او ملاتړو نن په دویم پړاو ټاکنو کې د ولسمشرۍ د بل نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.

په ختیځ زون د ډاکتر اشرف غني احمدزي د کمپاین مطبوعاتي مسوول ارشاد رغاند تاند ته وویل، په ختیځ کې د ګل آغا شېرزي د کمپاین عمومي مسول نورآغا ځواک پرښاغلي شېرزي نیوکه وکړه چې له دوی او خپلو اکثریت نورو پلویانو سره له مشورې پرته یې په دویم پړاو ټاکنو کې د بل نوماند ډاکټرعبدالله ملاتړ اعلان کړی.

ښاغلي ځواک وویل چې دوی د ډاکټراشرف غني ملاتړ د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لاره ګڼي او هوډمن دي چې په ختیځ کې به د دویم پړاو ټاکنو غوڅ اکثریت رایې ډاکټراشرف غني وګټي.

نورآغا ځواک دا هم وویل، له ښاغلي اشرف غني څخه د دوی ملاتړ یوازې د هغه د ښو پروګرامونو، پلانونو، پیاوړي ظرفیت، ښې سابقې او مثبت او موثر کرکټرله کبله دی.

د ده په وینا د دویم پړاو ټاکنو د بل برخوال نوماند ډاکټرعبدالله پلویانو ورته له هغوی څخه د ملاتړ په هدف د مالي امتیازاتو وړاندیزونه کړي، خو دوی رد کړي او ډاکټرغني یې د افغانستان د سوکالۍ لپاره انتخاب کړی دی.

په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین عمومي مسول احسان الله کاموال د ښاغلي شېرزي د پخوانیو پلویانو د دې پریکړې په هرکلي سره وویل چې په ختیځ کې د ډېرو ولسمشریزو نوماندانو پلویانو له دوی سره خبرې کړي او په دویم پړاو ټاکنو کې د بدلون او تداوم د ټاکنیز ټیم د کلک ملاتړ هوډ لري.

د ډاکټراشرف غني فرهنګي سلاکاراستاد لال پاچا ازمون وویل چې بدلون او دوام ټیم به ترپایه د دویم پړاو ټاکنو غوښتونکی او ورته اماده وي.

د هغه په وینا ډاکټراشرف غني او ټیم یې د ځینو نورو سیاسي ډلو او نوماندانو خلاف د ولس پررایو سودا، سازش او ایتلاف نه کوي.

د یادونې وړ ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو له لومړي پړاو څخه مخکې په ختیځ کې د دوو نورو ولسمشریزو نوماندانو(سردار نعیم او ډاکټرزلمي رسول) د کمپاین څو دفترونو د بدلون او دوام ټاکنیز ټیم ملاتړ کړی وو.

274 total views, 1 views today

2 comments

  1. Sadaf Reply

    نورآغا ځواک اوس پوه شو افسوس ستا په تعلیم چې د یو بیسواده کاندید ملاتړ دی دخپل شخصي عرض په خاطر کړۍ وو ، خو په هر صورت اوس هم ښه وخت دی الله ج دی زمونږد ځوانانو په وجود کې ملي احساس پیدا کړي نه شخصي عرض .

  2. Mohammad Shoaib Reply

    Pashtano beray dobezhe , pacegai ao sara yoo(1) shai, Afreen par khatez zoon, la lwedez aw jonoblwediz na ham hada omid laram

  3. MHA Reply

    Any body who wants the future government in Afghanistan to be free of warlords and corrupted individuals must follow and join Mr. Ahmadzai and his team.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸