Categories

اعلان

Loading…

ايران خپل افغان مېلمانه وښکنځل/ خالد نجيم

داځل افغانستان د تهران د کتاب د اوه ويشتم نندارتون ځانګړی مېلمه و، خو د مېلمه قدر يې داسې وکړ، چې ګويا له وړاندې پرې اېښودل شوو شرايطو سره سره يې هغو د افغان ناشرانو کتابونه دې نندارتون ته پرې نښودل او د ايران په ګمرکونو کې يې بند کړل.

د افغاني کلتور له مخې د مېلمه قدر او درناوی دا ډول نه کېږي، په افغانانو کې دود دی، چې مېلمه ته سترګې ږدي او مېلمه ته هغه نازولي څه ورکوي، چې په وس او توان يې پوره وي، خو ايران بيا داسې ونه کړل.

ايراني چارواکي هروخت لاپې وهي، چې افغانستان سره اوږدې تاريخي او کلتوري اړيکي لري او دا به ورسره ژوندۍ ساتي، دا ځکه چې د دوی په وينا کلتوري هغه يې ډېرې سره ورته دي، خو اوس چې د ايران له لوري د افغان ناشرانو دې ډول لمانځنې او قدرونې ته ګورو، نو فکر کوو، چې د دوی او افغانانو درناوی سر د ځمکې او اسمان توپير لري.

ايران له دې امله د افغان ناشرانو کتابون په خپل ګمرک کې بند کړل، چې ګويا له دوی سره مذهبي توپيرونه لرياو او يو شمېر نور بيا د ايران د ملي ګټو لپاره زيان رسوونکي بلل شوي، خو هغه ناشران چې دوی دې نندارتون ته ور بللي وو، له وړاندې يې د په غوره شويو کتابونو کې ورته غورچاڼ کړی وو او د ايراني ګټو هغه يې پکې په نښه کړي وو.

اوس نو له دې رسا ښکاري، چې د ايران له دې کار نه يوازينی هدف د افغانستان د درنولو پر ځای سپکول او هغوی ته دا ښودل وو، چې په هرځای کې يې داسې ذليلولی شي.

غږ په هغو (افغانستانيانو) پکار دی، چې د ايران د ګټو لپاره يې هر وخت د افغانستان ملي ګټې او ملي ارزښتونه په لته وهلي او هر وخت له خپل هغه ولس سره د ايران پر سر جنګېدلي، چې په يوه کور کې ور سره اوسېږي او په يو دسترخوان ورسره ډوډۍ خوري. دوی بايد په دې پوه شي، چې ايران هېڅ کله داسې افغان نه غواړي، چې افغانستان مني او يا هم له دوی سره د افغانستان له ادرسه پر وړاندې حرکت وکړي.

هغه ( افغانستانيان) لا په دې نه پوهېږي، چې دوست او دښمن څه مانا، د څه لپاره د هغوی د ګټو لپاره وجنګيږي او د دوی د کومې ارادې لپاره خپل ولس سره بدي وکړي.
دقيقاً په دغه نندارتون کې له افغان لوري سره سليقوي او سياسي چلند شوى دى، خو ددې لپاره چې ايران ته خپل زور وښودل شي، پکار ده، چې د ټولو هغو ايراني کتابونو د وارداتو مخه ونيول شي، چې د افغانستان له مذهبي او يا هم کلتوري هغه سره اندکې هم په ټکر کې وي او په موټرو موټرو له سرحدونو له کومې پوښتنې ګروېږنې پرته را وړل کېږي.

د افغانستان ډېری ولايتونو په ځانګړې توګه لويديځ ته د ايران د مذهبي کتابونو هجوم ان د ولسونو ترمنځ د يوالي د له منځه وړلو لپاره لاره اواروي.

ايران په قصدي ډول اور پورې کوونکي کتابونه په دې هيله، په ځانګړي ډول د هرات، نيمروز، فراه او فارياب په څېر سيمو ته را استوي، چې د ولسونو تر منځ  مذهبي تفرقې ته لمن ووهي او خپل نفوذ پکې پياوړی کړي.

ايران په هېڅ ډول له افغانستان سره کوم نېږدېکت نلري، خو د دغه هېواد چارواکي بيا هڅه کوي، چې ګويا دوی له افغانستان سره د کلتوري او مذهبي نېږدېوالی او ملګرتيا لري، چې پالل يې د دوی د ژمنو په لومړيو هغو کې راځي.

ايرانيان ډېری پراخه خپرونې لري، ان افغان پوهنتونونو ته يې زيات کتابونه ورکړي، کلتوري مرکزونه (مراکز رای زنی)، مذهبي مدرسې او ان پوهنتونونه يې پرانيستي دي.

دوی له هرې ممکنه لارې په دې لټه کې دي، چې څه ډول په افغانستان کې خپل نفوذ بياوړی کړي او څه ډول د خپلو اهدافو لپاره کسان وروزي.

 په ۲۰۰۴ کال کې په هرات کې د عامه کتابتون تر تاسيس وروسته ډېری تمويل يې ايران وکړ، د کابل پوهنتون په کتاب تون کې د ايراني کتابونو غوغا او لانجې لا له ياده نه دي وتلې او همدا ډول د افغانستان د پلازمېنې کابل عامه کتاب تون خو د ايران په کتابونو ډک دی، له نورو ولايتونو به يې څه ياد کړو.

ايران هڅه کوي، چې افغانستان ته د کتابونو د لېږد له لارې د دغه هېواد د خلکو پر کلتور خپل پراخ اغېز وشيندي او ان په ايران کې ډيری چاپ شوي کتابونه د افغانانو د عقيدوي روحې ضد دي.

ددې ترڅنګ چې په ايران کې ليکل کېدونکی هر کتاب د ايران او يا هم ايراني هم فکرانو لپاره ليکل کېږي او د ليکوالۍ اصول په پام کې نه نيول کېږي، له بهرنيو ژبو په ژباړل شويو هغو کې هم تحريف کوي او د خپل ځان په ګټه يې کار وي، نو د دوی په را وارېدېدونکو کتابونو به موږ افغانان څه ډول باور وکړای شو.

پر افغانستان د ايراني کلتور د يرغل خبره کومه پټه هغه نه ده، خو د مخنيوي لپاره يې هېڅ مرجع غږ نه دی اوچت کړی، يو شمېر کړيو د دوی په غوښتنه خپلې رسنۍ فعالې کړې، چې په مستقيمه توګه ورته امکانات برابر ريږي او هغوی هم د دوی په ګټه تبليغات کوي.

د ايران سپين سترګي او لاس وهنې تر اندازې وتلې دي، خو د دوی ددې ډول کارونو لپاره هم يو څو مذب ذبو ډلو او افرادو لاره اواره کړې ده، ځکه چې د دغو ډلو ټپلو ګټې ور سره خوندي دي.

په ټوله کې ګاونډي هېوادونه زيار باسي چې په هره ممکنه وسيله د تاوتريخوالي اور ته پکی ووهي او له وضعې ګټه پورته کړي. هغوی غواړي، هغه څه وکړي، چې کولای يې شي او د خپل نفوذ لپاره مساعد افغانستان رامنځته کړي، چې په هروخت کې د دوی هرډول ګټې پکې خوندي وي.

7 total views, 1 views today

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    خالدجان نجيم ؟
    تاسي لك خه وراندي د داخلي او خارجي رسانو له لاري به معلومات تر لإسه كري وي جه زما او ستا ريس جمهور كرزي دايران دولت له خوا به دا لرؤ اخستل شوي كوم دالر جه ده ته دجا به لأس وركول كيده د رسانو له لاري إفشاء او فخش شول كرزي هم قناعت وكر.
    كفر كه إز كعبه خيزد كجا ماند مسلمانيرا.
    مونز دمحقق او دهغه دامسالو خخه كيله نه لرؤ خكه جه هغو به شريعي قباله خان خرخ كري او دايران او ايرانيانو به خدمت كي ديءءءءءءءء
    دا تول ملي خيانت دكرزي دلاس ثمره ده
    جلالزوي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *