Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ۹ ولایتونو پر شکایتونو غور وکړ

تاند- د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمیسیون نن د مرکزي زون د ۹ ولایتونو پر انتخاباتي شکایتونو د کاندیدانو، مدني ټولنې او رسنیو د استازو په وړاندې غور وکړ.

د انتخاباتی شکایتونو کمیسیون د کاپیسا، پروان، میدان وردک، پنجشېر، کابل، لوګر او بامیان ۱۳۱ شکایتونه وڅېړل.

د دې کمیسیون مرستیالې ریدا عظیمي وویل چې د شکایتونو د څېړلو پایله به راتلونکې اوونۍ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ولېږي.

دې همداراز وویل، د شکایتونو د څېړلو لپاره دا ډول غونډې به د نورو زونونو د شکایتونو په اړه هم جوړې شي او هر کاندید ته موقع ورکول کېږي چې که په هره پرېکړه یا شکایت انتقاد لري نو په ۲۴ ساعتونو کې دې ورڅخه دفاع وکړي.

په یادو ۹ ولایتونو کې نن په علني غونډه کې د ځینو کاندیدانو په ګټه په جعلي رایو د صندوقونو ډکېدل، د کاندیدانو د پلویانو له خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو وهل – ټکول یا ګواښل، هغه ثبت شوي شکایتونه ول چې وڅېړل شول.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون د مسوولانو په وینا اکثره شکایتونه د عبدالله عبدالله ، زلمي رسول، استاد سیاف او تر یوه حده اشرف غني احمدزي د پلویانو پر خلاف شوي وو.

د ښاغلیو احمدزي او عبدالله استازو هغه شکایتونه ونه منل چې د دوی د پلویانو پر خلاف شوي وو.

د اشرف غني احمدزي استازي محمد قاسم حلیمي وویل:« په شکایت کې ویل شوي چې حاجي ابراهیم د اشرف غني احمدزي په ګټه په حصارک کلي کې صندوق ډک کړی، لطفاً د سیمې دقیق ځای او د صندوق شمېره څرګنده کړئ او سند هم ورسره ښکاره کړئ.»

د عبدالله عبدالله استازي، چې زیات شکایتونه پرې شوي وو، وویل چې دا ادعاوې ناحقه دي.

70 total views, 1 views today

3 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    كه جيري دكميسون كار به همدي شكل جه بؤرته ليكل شوي شاباس دي وي دشكاياتو دكميسون به تولو غرو دايوه تاريخي مرحله ده خبل تاريخي رسالت مه هيروي موقفه أوسي .
    جلالزوي

  2. محمدی Reply

    که چۍرې دغه ډول وي، او دوی یې خپله مني نو دې څلورو کاندیدانو پسې چې کوم کاندید دی او هغه په درغلیو تورن نه دی، هغه باید ولسمشر شي، چې بې له شکه هغه قطب الدین هلال دی کوم چې د امریکایانو د فوري بلاقید او بلا شرط وتل او د جنګ فوری بندېدل خپل اصلي اصول ګڼی، خو کاش چې رښتیا هم لکه څرنګه چې ښودل کیږي همدغه ډول د افغانستان مشرتابه خپله د افغانانو په رایو ټاکل کېدلای، کاش چې افغانانو خپل سرنوشت خپله ټاکلو، خو خبره بل ډول ده، امریکایان مونږ ته سرنوشت ټاکي، او زمونږ مشران ورته خاندي او خپل جیبونه ډکوي، طالبانو ته مو اووه کاله فرصت ورکړ څه یې وکړل؟ ورکړئ حزب اسلامي افغانستان ته یو چانس چې څه کوي؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ د مجاهدینو منڅنی جنګونه د مخکنیو جنګونو تسلسل وو، هیڅکله روس داسې نه وو وتلی چې داخلي جنګونه پرېنږدي

  3. Khushal safi Reply

    How Abdullah will accept? Abdullah got more votes than its population in Panjshir

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *