Categories

اعلان

Loading…

د بدخشان پر پيښې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د خواشینۍ پیغام

په دیرې خواشینې سره مو خبر تر لاسه کړ چې د جمعې په ورځ په بدخشان ولایت کې دسیلاوو او د ځمکې ښویېدو له امله ۴۰۰کسان مړه شوي او تر ۲زرو زیات کسان لادرکه شوي دي .د بدخشان ولایت په ارګو ولسوالۍ کې د “آب باریک” کلی د سیلاوونو او ځمکي ښویېدو له امله سخت وځپل شو او د بدخشان د والي په وینا، شاوخوا دوه زره کسان ممکن تر خاور لاندې شوي وي.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي د دې غمجنې پيښې په اوریدو سره سخت غمجن شوي او د سیلاوو ځپلو کورنیو سره چې په دې طبعیي پېښه کې يې خپل د کورنۍ غړي له لاسه ورکړي په غم کې يې ځان شریک بولي او په یاد ولایت کې يې د خپلې ادارې مسؤلینو ته لارښوونه کړې چې د سیلاو ځپلو د ژغورولو لپاره دې له نورو ادارو سره یو ځای مرسته وکړي. په پای کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مقام د لوی خدای (ج) له سپیڅلي دربار څخه په دې سیلاوونو کې په حق رسیدولو هېوادوالو ته د فردوس جنت او د کورنیو غړو ته يې د جمیل صبر غوښتنه کوي.
په درنښت
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

ډاکټر محمد اکرم خپلواک

12 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *