Categories

اعلان

Loading…

حکومت وايي، په بدخشان کې هومره کسان نه دي مړه شوي چې ادعا یې شوې

تاند- د افغانستان حکومت په بدخشان کې د شاوخوا ۲۵۰۰ تنو د مړینې ادعا رده کړه، ویې ویل چې د جمعې د ورځې د غونډۍ د ښویېدو په اثر شاوخوا ۳۰۰ تنه مړه شوي دي.

د بدخشان والي نن رسنیو ته ویلي و چې د ارګو ولسوالۍ په اب بارک کلي کې د غونډۍ د ښویېدو له کبله شاوخوا ۳۵۰۰ تنه مړه شوي خو د ۳۱۰۰ مړینه کره او یقیني ده.

سیمې ته تللي خبریالان هم د بدخشان د والي ادعا ردوي، وايي چې ډېری کلیوال مخکې تر مخکې له کلي وتلي ول او د دې ترڅنګ کلي دومره نفوس نه درلود.

د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي او بدخشان ته د دولت لېږلي پلاوي وویل چې هومره کسان نه دي وژل شوي چې مخکې ادعا کېده.

ایمیل فیضي وايي چې د د۲۵۰ او ۳۵۰ تنو ترمنځ کسان ممکن په دې پېښه کې وژل شوي وي.

ارګ د بدخشان د پېښې په خاطر یوه ورځ د ملي ویر په توګه اعلان کړې ده. له اعلان سره سم سبا/ یکشنبه/ په ټول افغانستان کې ملي ویر دی او د افغانستان بیرغ به نیم ځوړند وي.

 په همدې حال کې حکومت او ژغورونکو تر خټو او خاورو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو د موندلو هیله له لاسه ورکړې، وايي چې نور ممکن نه ده چې څوک دې ژوندی پاتې شوی وي.

ملګروملتو ویلي چې د مړو د راایستلو په ځای به له هغو ۴۰۰۰ بې ځایه شویو سره مرستو ته پام زیات کړي چې له اب باریک او نورو کلیو څخه یې دښتو او غرونو ته پيناه وړې ده.

ویل کېږي چې لږترلږه ۷۰۰ کورنۍ د یوې بلې غونډۍ د ښویېدو له خطر سره مخامخ دي. ډېری یې له خپلو کورونو وتلي دي.

5 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *