Categories

اعلان

Loading…

لومړی مرستیال که لومړی مخالف/ ویښ افغان

د روان کال د ثور میاشتې په دریمه نیټه د کابل ښار د خلکو د شورا یا د اطلاعاتو او کلتور د وزیر ښاغلي سید مخدوم رهین په وینا د شورای شهروندان شهر کابل په ډله کې ماته هم د جمهورریس د لومړي مرستیال ښاغلي محمد یونس قانوني د لیدو چانس برابر شو. زموږ د سیمې خلک هم د کابل ښار د خلکو د شورا په ډله کې د خپلو سیمه ایزو ستونزو د هواري په تمه د جمهورریس لومړي مرستیال ته ورغلي و، دا چې د ستونزو د اوریدو پر ځای لیدنه  د پخواني لومړي مرستیال ارواښاد قسیم فهیم روح ته ددعایې مراسیمو او نورو تشریفاتي خبرو ته څنګه ځانګړې شوه، دلته ستاسې سر نه پرې خوږوم.

د جمهورریس  لومړي مرستیال د خلکو د خبرو او ستونزو له اوریدو وروسته اورنۍ وینا وکړه د اوسنیو حالاتو په اړه یې اوږدې خبرې وکړې، خو موږ ټولو ته د حیراني خبره داوه چې د جمهورریس لومړي مرستیال د اوسني حکومت چې دی یې دوهم لوړ پوړی مقام دی سرسخت مخالف هم دی. نوموړي په دولت سختې نیوکې وکړې او دا حکومت یې یو ناکاره او له هرڅه ناخبره حکومت وباله.

ما اوریدلي و چې د ملی امنیت د شورا د غونډو د منځ خبرې باید د باندې راونه ایستل شي یوازې هغه پریکړې باید اعلان شي چې دغه شورا یې لازمه وګڼي. خو نوموړي د ملي امنیت شورا د تیرې ورځې د غونډې پوره حال راکړ. ویې ویل: پرون د امنیت شورا غونډه وه تاسې باور وکړئ چې د اوسني حکومت یو وزیر او یو مسوول لا هم په دې نه پوهیږي چې د مخدره موادو پرضد څه ډول مبارزه وکړي. ده زیاته کړه زه د حکومت د لوړ پوړو چارواکو دې ناخبري او ناکاري په غوصه کړم هغلته مې خپلې نیوکې او اعتراضونه وکړل، یو شمیر یې په قهر شول ما ورته وویل چې تاسې نو په دې دولس دیارلس کلونو کې څه کړي دي؟

هغوی چې د خپلو ستونزو د هواري لپاره د حکومت دې مقام ته ورغلي و یو بل ته یې د سترګو تر کونجونو وکتل، لکه چې وایي: موږ چاته راغلي یو؟ دی خو تر موږ زیات شکایت لري، دی خو تر موږ هم دې حکومت ته پوخ دی. دی خو تر بل هرچا د خپل حکومت مخالف دی.

د راغلو خلکو دې ته پام نه و چې یوازې څو ورځې دمخه د حکومت مخالف و او د یوه ځانګړي کاندید ترڅنګ به ولاړ و، ددوی دې ته پام نه و چې ددغې ډلې کسان که په حکومت کې دننه وي که بهر د ویالې دواړه غاړې خوري.خو خلک حیران دې ته و چې آیا په دې وطن کې همدا څوکسه دي چې هم مخالف وي او هم مقامات؟

د جمهور ریس لومړی مرستیال له خپل حکومت سره همدغه مخالفت او پردی والی نه پټوي د غوایي په اتمه نیټه چې د مجاهدینو د بري د کالیزې په مراسمو کې یې خبرې کولې هم داسې نه و، لکه د حکومت یو مسوول چارواکی، نوموړي ددې پر ځای چې خلکو ته د ډاډ خبرې کړې وای لا یې د ډار خبرې کولې ده د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل :

((زموږ هیله دا ده چې د ټاکنو کمیسیونونه له هر راز توطیو اود زور له کارولو څخه لیرې او د سلیقوي چلند پرته د خلکو پاکو رایو ته درناوی وکړي او پریږدي چې زموږ د خلکو پاکې رایې برخه لیک ټاکونکې اوسي…)) نوموړي پخپلو خبرو کې دولت هم وغانده چې دا دولس کاله یې دده په وینا په لوی لاس مجاهدین بدنامول د مجاهدینو(چې دوی دغه نوم یوازې د خپلې ډلې بولي) کوچنۍ اشتباه ګانې یې غټې وښودلې او مجاهدین یې څنګ ته کړل.

د خلکو تمه داوه چې په دې غونډه کې چې د یوه ځانګړي کاندید له خوا د خپل کمپاین لپاره جوړه شوې وه د حکومت دوهم مقام د ټاکنو د پایلو په اړه ورته ډاډ ورکړي او دا ووایي چې دوی به قانون تطبیق کړي چاته به دا اجازه ورنه کړي چې له قانونه سرغړونه وکړي، خو نوموړي آن تر کاندید او د هغه د ټیم تر کسانو هم اخطار امیزې خبرې کولې.

په هر صورت خلک د حکومت دې تګلارو ګنګس کړي دي د یوې ډلې او یوې سیمې کسان چې هر څه یې زړه وغواړي هغه وایي او هغه کوي خو نورو افغانانو ته د دوهم درجه افغان په توګه کتل کیږي. همدا ښاغلی چې پر دې چوکۍ ناست دی د کومو معیارونو له مخې؟ د ولسمشر لومړی مرستیال مړ شو پر ځای یې د هماغې سیمې او هماغې ډلې یو بل کس راوستل شو او هغه هم ددې پر ځای چې د حکومت مټ شي او کار وکړي د حکومت مخالفت کوي.

خلک دې ته حیران دي چې دا ښاغلی د حکومت مرستیال دی که د کوم ځانګړي کاندید، آیا دا د دولت لومړی مرستیال دی که لومړی مخالف؟

18 total views, 2 views today

5 comments

  1. Maiwand hemat Reply

    لومړی مرستیال د پنجشیر د دری حادثی ته په منډه ورغی او له هغوی سره یی وکتل چی دا کار زما هم خوښ شو . اما د بدخشان حادثی له مظلومو قربانیانو سره باید هم همداسی چلند شوی وای. د بدخشان خلک هم لکه چی د پښتنو په شان دوهمه درجه انسانان دی.

  2. رازمحمد Reply

    برادر در فشانی نمودند که ګویا معاون اول از دولت انتقاد نمود به جای که به مردم وعده دهد امید مردم را به یاس مبدل مینماید و از وزرا ګفتند که همه انها در کار های انفدر نا بلد اند که راستا کاری ارګان خود را تا هنموز نمی فهمند این برادر میخواهد که معاون اول باید مردم را وعده دروغ دهد ان که کاری در اینده صورت میګیرد یا خیر به هر حال وعده دهد و از نا کاری وزرا چیزی نګوید این این وزیر از کشوری دیسانت شده و تا هنوز مسلک ان نیز مشخص نیست
    امنا برادر باید که حقیقت باید در هر زمان باید افشا شود نه کتمان و اینکه از لیاقت معاون اول کفتید ایشان لیاقت این پست را از اول داشتند و اینکه شکایت نمدید که اینان ازبک محل ویک سو اند ایا خرم ،قاروق،زاخیل وال ،ارغتدی وال ،احدی ،داود زی ،نبیل،و…………ایشان از کدام تبار اند هم به دولت هستند و هم با برادران ناراضی چرا اذهان مردم مغشوش ساخت چرا باید حقیقت را نګویم که این دولت با ګذشت ۱۲سال یکی از نا کارا ترین دولت در تاریخ کشور است این دولت ایا کمک های ۱۲۰ ملیارد دالری را حیف ومیل نکردبګذار که رییس جمهور اینده مطابق ارای پاک مردم معرفی شود ته از روی تقلب

  3. Khan Reply

    متاسفانه افغانستان کښی داسی خلک د بی اتفاقی له امله رول پیدا کوی

  4. محمدرفیق باګړزۍ Reply

    د تاند بریښنایی ورځپاڼی چلوونکو او لوستونکو ته سلام او ښی چاری!تر دی وروسته زه د راز محمد د خوابیه لیکنی سره مخالف یم اوهغه په دی توګه:اوسنۍ اداری لومړۍ مرستیال کله چی په کار ګومارل کیږی مانا یی داده چی په نوموړی باندی د اوسنۍ اداری د مشرتابه پوره باور دۍ او په همدی توګه د لوړی په مهال هغه جګپوړۍ کس (لومړۍ مرستیال) لوړه کوی چی چارو ته به ژمن او په کړنو کی به صادق(ریښتینۍ)او امین وی: دلته سوال د حکومت په فساد او اداری ککړتیا کی نه دۍ، سوال دا دۍ چی کچیری نوموړۍ د حکومت د کړنو څخه دومره خوابدۍ دۍ نو بیا ولی ورته راتلۍ!؟او ځان ولی بدنام کوی؟ او بیا چی کله راغۍ او لوړه یی وکړه نو بیا ولی خپلی لوړی ته ژمن،صادق او امین نه دۍ؟!! دلته اسلامی فقه اونور نړیوال منل شوی اصول داسی نه وایی لکه دۍ چی یی کوی او دا بی ایمانی ده له خپل هوډاو هغه قسم سره چی د دندی د نیولوپه ورځ کړیده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *