Categories

اعلان

Loading…

د خپل وجدان پوروړي وګړي/ سيدشاه سقيم

د چادرې ګونځې ورېږدېدې، يو الوېزانده لاس ورڅخه راووت، د څو زره افغانيو دسته يې په لاس کې نه ټنګېده، شېبه وروسته له چادري د بل لاس لندې ګوتې هم راووتې او دوولس زرګونونه يې يو په پسې واړول.

ګوتې په اوښکو لندې وې او د يوه خېټور شتمن تخته خندا، د اتو مياشتو د دوو غبرګلونو نجونو په سلګيو کې ورکه شوه.

شتمن سړي په دوولس زره افغانۍ دوه غبرګ ماشومان وپېرل او يوې بې وسه مور د زړه خوا ته، د دوو اولادونو پر ځای، د دوولسو نوټونو غونچه ورنږدې کړه.

اې، هغه کوم لاس دی چې پر دې وطن د راِپرېوتونکي تندر مخې ته ولاړ دی.

شتمن خېټور د هغه مخې ته ولاړ وجدان ته څنګه دلاسه ورکړه او بيا يې د يوې بې‌وسه او بې‌کسه مور له غېږې د هغې د اتو مياشتو سرې خولې، وږي ماشومان واخيستل.

بې‌وسه مېرمنې د خپل زړه مخې ته د مجبورۍ او ناچارۍ کوم غر ودراوه، چې بيا يې د هغه شاته د خپل زړه ټوټې وپلورلې.

دغه وږې مرغۍ چې اوس د مور د تي په لټه د شتمن له جېب سره يوا او بله خوا خوله وهي او څه په لاس نه ورځي، د خدای کوم رحم به د هغه د رااېشېدونکي قهر پر سکرټو باندې، د بوري مور د اوښکو په څېر څاڅي.

بې اولادونو مور به اوس دغه دوولس زره افغانۍ څنګه، څه وخت، په څه شي ورکوي؟

هم يې اړتيا تر مرګ سخته ده، هم يې اوس د اړتيا پوره کېدل تر ځکندن کم نه دي.

هر ځل چې هر څه اخلي، هومره به ځورېږي لکه د دوو اولادونو اندامونه چې يې په بدل کې ورکوي.

دا وطن ته وا په خواره ورځ، د څو مجبورو خلکو لپاره، په تلواره جوړ شوی دی.

هر وګړی يې له درده جوړ دی، هره کيسه يې په څړيکو ډکه ده، هره خوښې يې د اوښکو سېلاب راوړې، هره خندا يې د سلګيو يوه جوپه ده چې په تلواره يو په بل پسې له خولې راوځي، هر اوښکه يې له زرو تڼاکو جوړه ده، هره خښته يې په وينو او خولو له بلې هغې سره سريښ شوې ده.

دلته هره کيسه په درد پيلېږي او په کړيکه پای ته رسېږي، دلته هره خندا د يوې زورورې ژړا زېری دی، دلته د هر ماشوم لومړۍ ژړا د يوې وروستۍ سلګۍ کفن اغوستن دی، دلته هره مجبوري مشت نمونه از خروار ده، دلته پرون شته، سبا شته، خو نن نشته، دلته هره ورځ د قيامت ورځ دی. د دې وطن هر وګړی د خپل وجدان پوروړی دی، چې د ځان دښمن دی د دې وطن وګړی دی، دلته هر امير د سبا فقير او هر فقير د پرون امير دی.

د دې وطن پر نادارو کونډو، وږو يتيمانو، ارمانجنو پېغلو، بې‌روزګاره ځوانانو او ناامېده سوالګرو باندې زړه مه سوځئ، پر خپل ځان رحم وکړئ. د دې وطن له نېستمنو سره مرسته مه کوئ، ځان له نادارې ورځې وساتئ.

هغه پيسې چې نن يې تاسې بې ځايه لګوئ، په خپلو جېبونو کې يې وساتئ، و يې سپموئ، چې سبا مو پرې درد دوا شي او سوال کولو ته اړ نه شئ. د نورو د راپورته کولو هڅه مه کوئ، خپلې کاواکه پښې ټينګې ونيسئ چې درغبرګې نه شي او د لوېدليو کسان شمېر نور هم لوړ نه شي. دلته هر يتيم په ژړا اموخته دی، دلته ټول مړي پر بيابانونو شپې تېروي.

په دې وطن کې نر هغه دی چې د بل وينه يې وزبېښله، په دې وطن کې مشر هغه دی چې د خلکو په څټ کې ورسپور شو، په دې وطن کې د واک حقدار هغه دی چې له يوې نه بلې خبرې سره يې، پر وسله لاس واهه، دلته محترم هغه دی چې د احترام په مانا نه پوهېده، دلته د وطن خواخوږی هغه دی چې د وطن د وګړو پر لا ډېرو ککريو ناست وي، دلته د قاتل په لاس کې نيولې سره چاړه خلک مشال بولي، دلته د عقل د مقياس واحد اوږده ږيره يا ببرې څڼې ټاکل شوي دي، دلته ښوی مخ، سرې شونډې او پاسته لاسونه خلک له مرګه، په ارګ کې ساتي. خو سپېڅلي زړونه تر پښو لاندې کېږي.

دلته د هر يتيم د لاس په چاودو کې د جهاد د يوه ټيکه‌دار سرې شونډې ښکاري، دلته د هر يتيم په ببرو وېښتانو کې د يوه قاتل د ځلېدونکې ږيرې راز پروت دی، دلته چې هر ماشوم سپېلني دودوي، له تور اوسپنيز ټيم څخه له پورته کېدونکيو لوګيو يې، د دې وطن د يوه واکدار څېره جوړېږي.

که کومه بې وسه مور اولادونه پلوري، که کوم ناداره پلار پښتورګي خرڅوي، که کوم يتيم لاس سوال ته اوږدېږي او بېرته تش راغبرګېږي، که چېرته اوښکې څڅېږي، که چېرته وينې بهېږي، که چېرته ټکنده لمر ته د پرديو په مزدوري کې د يوه افغان خولې تويېږي، که چېرته پردېسي ځوانۍ په دار ځړول کېږي، که چېرته تر تنکيو سينو مرمۍ وځي، که چېرته تخته ځوانۍ په پرديو زندانونو کې خاورې کېږي، که د وطن پر بدن هر ځای زخم جوړېږي، د واک تږي ته يې څړيکه نه ور رسېږي.

که مو پر ځان زړه سوځي، که مو د وطن د ماشومانو په شکېدليو جاغو او بربنډو اوږو سترګې برېښي، که مو پر دغه ټوکر ټوکر وطن، نور زخمونه نه لورېږي، که له مو له را روان درد څخه هډونه خبر وي، نو دا وروستی چانس له لاسه مه ورکوئ.

هماغه سړي ته رايه ورکړئ چې د تندي په ګونځو کې يې د يوه مزدور د پښو چاودې ښکاري، هماغه سړي ته رايه ورکړئ، چې په غږ کې يې د يوې ماشومې يتيمې سلګۍ نغښتې دي، هماغه سړي ته رايه ورکړئ چې د ظالمانو له سترګو يې خوب تښتولی، هماغه سړی ستاسې ملاتړ ته اړ دی، چې په تش لاس د يو لښکر خاينانو مقابلې ته وتی دی.

د دې ملنګ زړه ماتېدو ته مه پرېږدئ، کنې تر مرګه به د خپل وجدان پوروړي ياست.

12 total views, 2 views today

3 comments

  1. h.zmary Reply

    ګرانه لیکو اله اسلام علیکم ورحمته اله وبر کا ته
    په قلم دی رحمت ددی پد تری هم شته که ددی لاری لارویان جوړ نشو

  2. زمان Reply

    ښاغلي لیکوال د دې هېواد درد او د حل لاره په داسې عنوان او ټکو لیکلې چې په رښتیا له نورو ډېر توپیر لري چې له همدې وجې کېدای شي ډېر نور یې لکه زما په څېر وروسته له ډېره ځنډه ولولي. داسې چې هغوی ګڼي دا یوه ادبي ټوټه ده او کېدای شي کوم بل وخت ورته ورکړي او دم ګړۍ د ټاکنو او روانو حالاتو په اړه څه ولولي. خو، په حقیقت کې لیکوال کمال کړی او په حقیقت کې هنر یې له سیاست سره ګډ کړی چې دا پخپل ځای ډېر یو غټ کمال دی. خدای دې ژوندی او هڅاند لري

  3. ښادی خان حبیبی Reply

    ښاغلي لیکوال د دې هېواد درد او د حل لاره په داسې عنوان او ټکو لیکلې او انځور چې په رښتیا د پام وړ ده خدای دې ژوندی او هڅاند لري زموژ افتخار دی خو يو ځه چه د ډیر فکر وړ د ورور دا لیکنی چه دی عقل د مقياس واحد اوږده ږيره يا ببرې څڼې ټاکل شوي دي خو بی خبر لدی چه دا ژیری هغو کل مخو او بریتورو وژیژول چه د بل په تانک دی وطن ته را وستل شول او د بل فکر د رایج کولو لپاره یی دوه ملیونه ووژل او اوه ملیونه یی په هجرت مجبور کړل او د همغه جنایت لؤی لا روانه ده راځی بی پری قضاوت وکړو زه طالم نه تایدوم که ظالما وږده ږيره ولری يا ببرې څڼې او یا بریتور وی یا کل مخی خو د فتنه اعاز ګر باید وپژندل شی او ولس ته ور وپیزندل شی خو زما باور دی چه زما قدرمن ورو تیر تاریخ نه دی لوستی کنه نو حتمی به د فتنی د اغاز ګرو ذکر هم پکی شوای وای الله یی د په قلم برکت کړی چه بی پری واقعتونه زموژ وطن والو ته ورسوی

  4. مدثر Reply

    یره ګرانه په سر کی به د ویلی وو چی اشرف غنی ته رایه ورکړی
    دومره غمجنی لیکنی ته څه ضــــــــرورت وو په لمړی ځل دفیل په
    غوژکی ویده وی لکه چی اوس دخوبه را ویښ شوی یی
    اشرف غنی ته دکمپاین لپاره هغه لمړی ځل داسی کسان په کار وو

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *