Categories

اعلان

Loading…

د ټاکنو دویم پړاو او د افغانانو دنده (دریمه برخه) سعیدي

عزتمندو هیوادوالو د خپلې لیکنۍ په دویمه برخه کې مې ډیرې د ناظرینو، څارونکو او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو په دندو خبرې وکړئ دادې په دریمه او وروستۍ برخه کې له ژمنې سره سم د  هیواد په لرو پرتو سیمو او په ځانګړې توګه د هیواد په ناامنیو سیمو کې چې په لومړي پړاو کې درغلګرو د ناامنۍ او دخلکو له کم رنګه ګډون څخه ګټه پورته کړه او ډیرې رايي په درغلۍ سره د یوه ځانګړي نوماند په ګټه وکارولې چې لامل هم زمونږ د افغانانو او په ځانګړې توګه د پښتنو بې غوري او د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا د بې سوداه او کم سواده خلکو ګمارنه وه چې ددغو خلکو د بې سوداې له امله د ډیرشمیر پښتنو میشتو سیمو رايي باطلې شوې ځکه چې د رايي ورکړئ په ډیرشمیر محلونو کې د رايي شمیرنې جدول یا نوملړ د ناظرینو، مشاهدینو، اود ټاکنو د خپلواک کمیسیون د ګمارل شویو کارکونکو لخوا نه وه لاسلیک شوې چې دغه کړنه یا قصدي ترسره شوې او یا يي هم لامل  د ټاکنو کمیسیون د کارکونکو او یاهم د ناظرینو او مشاهدینو بې سوادي وه ، په هرصورت داځل باید په دویم پړاو کې ټول افغانان یادو ستونزو ته پوره پوره پاملرنه وکړي څو یوځل بیا فاسد کسان د یوه ځانګړي نوماند په ګټه د رايي صندوقونه ډک نه کړي.

نو یوځل بیا په خپلو ټولو افغان ورونو او په ځانګړې توګه په هغو افغانانو او پښتنو غږ کوم چې په دې هیواد يي زړه دردیږي او نه غواړي چې هیواد يي یوځل بیا د غلو، فاسدو، جګړه مارو، سړي تښتونکو، متعصبو، اوهیواد د ښمنو خلکو لاس ته ولیږي چې په خپل افغانیت هم شرمیږي، نو زه ستاسې د یو بچي په توګه په تاسې ټولو غږ کوم چې سره لاسونه یوکړئ او مټې رابډوهې او په دې فکر کې مه اوسئ چې مونږ اکثریت یو ته زما په تمه شي او زه ستا او له همدې تشې څخه مو سیالان ګټه پورته کړي لکه څنګه يي چې په تیر پړاو کې شاوخوا دوه میلیونه تقلبي رايي وکارولې داځل په دویم پړاو کې هم ستاسې د شته غفلت څخه ګټه پورته کړي او د یوه ځانګړي نوماند په ګټه درايو صندوقونه ډک کړي او په درغلۍ سره د حکومت واګي ترلاسه کړي بیا به لاسونه مروړۍ او لاس ته مو څه نه درځي نو ای پښتنو له خوبه راویښ شئ نور به مو خوب پوره شوی وي لاسونه سره ورکړئ او هیواد له ظالمانو، غدارانو او پردیو څخه وژغورئ او زما داخبره ښه په ذهن کې وساتې چې هغه خلک چې نن ستاسې دروازې او دفتر ته ناست دي او ستا خدمت کوي او ته په څوکۍ ناست يي دولت او حکومت اداره کوی په یاد ولره که همداسئ ویده اوسئ په خپلو بچو سبق ونه وايي، خپل بچي لوړو زده کړو ته ونه هڅوۍ او لاسونه سره ورنه کړئ او یو بل ته ورور ونه وايې او پخوانۍ تربګنۍ هیرې نه کړئ باور وکړئ چې خړ سیلاوو درباندې راروان دی اوتاسې خوبوړي به دغه خړ سیلاوو لاهوکړي بیا به تر آبده د دروازې شاته ناست يي او دمچ په شان به لاسونه مروړې او په لاس به څه نه درځي زلیله، بې عزته او بې ابرو به يي اوس نو خوښه ستا چې زلالت غواړئ او که له خوبه راویښیږې اوخپل هیواد د راتلونکي ناورین څخه ژغورئ ما د یوه افغان او پښتون لیکوال په توګه خپله دنده ترسره کړه قلم مې راواخیسته او ته ویده پښتون مې خبر کړئ او درته مې وویل چې راویښ شه که نه بیا به دې ظالمان، لوټماران، سړي تښتونکي، جنګسالاران، ویني بهونکي درباندې حکومت کوي او ته به بیا د سر پورته کول واک هم نه لری.

او بل غږ مې هم د خپل هیواد په لوستووګړو، سیاستوالو، سیاسي شنوونکو، استادانو، ښوونکو او په هغو شنوونکو دې چې نن د هیواد په انځوریزو او غږیزو رسنیو کې د بیان د آزادې تر نامه لاندې خپل نظرونه، نیوکې او وړاندیزونه په ډاډه زړه کوې مونږ او تاسې تول ددې شاهد یو چې په تیرو دولسو کلونو کې چې ولسمشر کرزی په واک کې وه په ریښتیا چې د بیان آزادې ته ژمن ولسمشر وه بې غیرته او بې شرمه خلکو ورته د هیواد په یو شمیر پلورل شویو تلویزیونو کې کنځلې وکړئ خو هغه په خپل مشر توب سره هغوې ته هیڅ هم ونه ویل مونږو لیکوالانو ورپسې لیکنې وکړئ سپکې سپورې مو ورته وویلې خو باور وکړئ چې یوه ورځ يي هم نه څوک بندي کړ اونه يي هم وګواښولو ځکه چې کرزی د بیان آزدې ته ژمن وه خو زما داخبره په یاد ولرې که شته یو شمیرکړۍ، ډلې او ټپلې واک ته ورسیږي که تاسې یوه ټلویزیون او یا هم په یوه راډیو کې ددوې پرضد خبره وکړه او یا مو پرې نیوکه وکړه باور وکړئ چې سبا به بیا په دې نړۍ که نه ېې او ددوې د لنډغرو لخوا به د شپې لخوا د کوره ویستل کیږۍ او وژل کیږۍ به او سبا به مو په تور یو مسکین او بې وزله پښتون نیول کيږي او د زندان د تمبو شاته به یا پروت وي او یا به د دې ظالمانو لخوا د وژنې په تور په دار ځړول کیږي. زه ټولو سیاسي شنونکو او لیکوالانو ته دا په ډاګه وايم که د واک تږي او وږي ظالمان قدرت ته ورسیدل نو بیا د بیان دآزادۍ بستره وتړې او خولې به مو وتړل شي بیا به هغه وخت د بیان د آزادې پر وړاندې دکرزي ژمنتیا درته څرګنده شي زه بیا دغه شته شنوونکي چې نن داسې په لوړ غږ نارې سوري کوي او دحکومت پرضد  بد او رد وايي نارینه ګڼم چې د زورواکو او درغلګرو د حکومت پر ضد خوله پرانیزي نو یا به په دې هیواد کې پټه خوله پاتې کیږۍ او یا به له هیواد پښې سپکه وی نو زما یادونه داده که غواړئ چې د بیان ازادي همداسئ ژوندې پاتي شي زورواکو او ظالمانو ته په دویم پړاو کې رایه ورنه کړئ او په هغه چا راټول شئ چې هم د بیا ازادۍ ته ژمن دی او هم دهیواد ودې او سمسورتیا ته چې زما له نظره هغه هم ډاکټر اشرف غني احمدزی دی.

د خپلې لیکنې په پای که یو ځل بیا په ټولو افغانانو او په ځانګړې ډول د خپل هیواد  په مینو ویښو  پښتنو بچوغږ کوم چې په خپل کلي، ښار، ولایت او ګاونډ کې ویده پښتانه له خوبه راویښ کړئ او خبردارې ورکړئ چې راویښ شئ د خپل اکثریت په تمه مه اوسئ خپل هیواد له راروان ناورین څخه و ژغورۍ که نه درآبده بیا ویده پاتې شئ او بیا به په خپل هیواد کې د پردیو په شان ژوند کوی نو له هغې ژوند څخه بیا درته مرګ ډیر بهتره دی نو مټې را بډوهې او د ټاکنو په دویم پړاو کې د خپلې کورنۍ د ټولو غړو خویندو، میندو او ورونو سره د رايو صندوقونو ته راشئ او خپل راتلونکې ولسمشر په خپله په خپله رایه وټاکئ او په یوغږ ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي ته رایه ورکړئ او خپل هیواد له ابدي ناکامۍ وژغورئ نور هغه شرم پریږدې چې زه مې ښځه څنګه له کوره راوباسم او څنګه رایه ورکړم خو تاسې ټولو پښتنو ته دخپل مسوولیت پربنسټ وایم چې دابه د پښتون لپاره شرم نه وي چې د خپلې کورنۍ سره راشي او غني بابا ته رایه ورکړي خو هغه به بیا ټولو پښتنو ته شرم وي چې په خپل هیواد کې ظالمان، سړي تښتونکي، جنګسالاران، پرې حاکم وي او زما داخبره هم په یاد وساتئ که داځل مو میدان پریښوده او ناکامه شوۍ بیا نو پښتنو ډاډمن اوسئ چې یا به په دې هیواد کې غلامي کوۍ او یا به خپل هیواد پریږدې او په ګاونډیو هیوادونو کې به اوسیږۍ نو ددغو ټولو ستونزو د حل لپاره یواځینۍ لاره ډاکتر صیب اشرف غني احمدزي ته په دویم پړاو کې رایه ورکول دي او هم ویده پښتانه له خوبه راویښول. که دا کار مو ونه کړ او ځان مو د یو څو پيسو په خاطر په پردیو خرڅ کړ نو تر آبده به شرمیدلي او خجالته وی او له دوې سره به مو هم ځای نه وي بیا نو د خرو پسې ډانګي راواخلئ او ګرځې، ما د یوه لیکوال په توګه خپل مسوولیت ترسره کړ نور ستاسې خوښه چې پرې عمل کوی او که نه؟

په درنښت

سعیدي

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *