Categories

اعلان

Loading…

د ټاکنو دویم پړاو او د افغانانو دنده (دویمه برخه) سعیدي

دویمه برخه:

زړه ته رانیږدې هیوادوالو په لومړۍ برخه کې مې ځینو ستونزو ته په لنډ ډول اشاره وکړه او څه ناڅه مې د حل په لارو چارو هم له تاسې سره خپلې خبرې شریکې کړئ هیله ده چې مو لوستې وي او پلې کول یې زمونږ د ټولو دنده ده ځکه غواړو چې خپل هیواد له شته ناورین څخه راوباسو او هیچا ته اجازه ورنه کړو چې زمونږ د هیوادوالو په رایو لوبې وکړي، نو په دویمه برخه کې اړینه بولم چې د ټاکنو په تیر پړاو کې د ستونزو او ددغې ستونزو د حل لپاره ځینې وړاندیزونه وکړم هیله چې د قدرمن ډاکټر صیب اشرف غني د کمپاین غړي پرې عمل وکړي څو تیرې سهوې بیا تکرار نه شي او هم په دویم پړاو کې هغو درغلګرو ته اجازه ورنه کړو چې په لومړي پړاو کې مهندسي شوې او پلان شوې درغلۍ یې ترسره کړئ او هم هغو افغان ورونو او په ځانګړې توګه هغه پښتنو ته یادونه وکړم چې په تیرو ټاکنو کې يي یو شمیر کړیو او ډلو ټپلو ته درغلۍ وکړئ او د ټاکنو لومړۍ پړاو يي له ننګونو سره مخ کړ او د پښتون قوم رايي چې دهیواد لوړاکثریت جوړوي  وویشلې او د یو بل نوماند پسې ولاړل چې د پښتنو همدغه بیلابیل نظرونه ددې لامل شول څو پښتانه دخپل مشر په ټاکلو کې له ستونزوسره مخ شي، خو انشاالله داځل به داسې نه کیږي ځکه چې افغانان او په ځانګړې پښتانه د سختې او ستونزو په وخت کې د خپل هیواد د ژغورلو لپاره د سر او مال څخه هم تیروي او زه داځل ډاډمن یم چې افغانانو خپل مشر ټاکلې او په دویم پړاو کې به انشاالله خپل مشر ته چې هغه هم ډاکټر اشرف غني احمدزی دی رایه ورکړي خو یوې بلې موضوع ته مو هم پام وي چې داځل به زمونږ رقیبان بیاهم د سازمان شویو درغلیو هڅه کوي او زه د همدغې لیکنې له لارې په ټولو افغانانو غږ کوم چې د هیواد د ټاکنو په هرمرکزاو هرمحل کې تاسې په خپله د خپل هیواد د ژغورنې مسوول یاست اود  درغلګرو،غلو،فاسدو، سړي تښتونکو او جنګسالارانو ته اجازه مه ورکوی چې د تیر پړاو په شان په سازمان شوي ډول صندوقونه د خپلې خوښې نوماند په ګټه ډک کړي، راځې د هیواد د ژغورنې لپاره سره لاسونه ورکړو او دا کړیدلې او زوریدلې ولس نور له فاسدو، غلو، سړي تښتونکو او د پوډرو او هیروینو له قاچاقبرانو خلاص کړو او لاندې ټکي په پام کې ونیسو.

لومړۍ یادونه مې د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي د کمپاین ټیم ته هیله ده چې پرې غور وکړي.

۱- د قدرمن غني بابا د کمپاین مسوولینو د ټولو خلکو غوښتنه داده چې د ټاکنوپه تیر پړاو کې چې تاسې په کومو مرکزو او محلونو کې خلک د څارنې او نظارت لپاره ګمارلي وه ډیری يي غني ته ژمن خلک نه وه او زما د معلوماتو له مخې ډیری ګمارل شوي ناظرین او څارونکي ښځینه وی او داسې هم ویل کیږي چې ددغو کسانو یو ډیرشمیريي د نور ډلو ټپلو لخوا ستاسې د کمپاین په ټیم کې ځای پرځای شوي وه، په دې اړه فکر وکړئ او هغه ژمن ځوانان چې په ریښتنې د غني بابا پلویان دي داځل درايي ورکړې په مرکزونو کې څارونکي او ناظرین و ټاکې او دغو ناظرینو ته زما وینا داده چې په دغه یوه ورځ کې به تاسې نه د ولږې او نه هم له تندې مړه شئ هیله کوم چې ډیر زیات متوجه اوسئ او درغلګرو ته اجازه ورنه کړئ چې داځل مهندسي شوې رايي وکاروي او ددې لپاره اړینه ده چې.

۱-  د غني ناظرین او څارونکي باید ډیر وختي خپلومحلونو ته ځان ورسوي او هلته باید ځان د راغلو رایو پاڼو د شمیر څخه ځان ډاډمن کړئ چې د ټاکنو کمیسیون لخوا راغلې رايي پاڼې ټولې د ټاکنو کمیسیون له کارکونکو سره موجودي دي که نه؟

 ۲- وګورئ چې د رايي ورکړئ په صندوقونو کې له وړاندې چا رايي پاڼې نه وي اچولې او هم د صندوق د مهر او لاک څخه ځان ډاډمن کړئ او ترپایه باید د ټاکنو د ګمارل شویو کسانو دهرحرکت څخه څارنه وکړئ، لکه دګوتې رنګ، درايي پاڼې قاتول او ټاپه کول، او کوښښ وکړئ چې هرڅه د اسنادو، انځور اخیستنې او دکره شواهدو پربنسټ له ځان سره یاداشت ونیسئ او په هماغه شیبه کې د هرډول درغلۍ مخه ونیسې او ژر ترژره یا لاس په کار شئ او یا يي هم په اړه لومړی کمیسیون ته د ټیلفون له لارې او دویم په لیکې بڼه راپور ورکړئ او د راپور یوه کاپي له ځان سره وساتئ.

۳- لکه څنګه چې مې وړاندې وویل ستاسې یوه دقیقه غفلت به درغلي وي او درغلګر به ستاسې له یو دقیقې غفلت څخه ګټه پورته کړي لکه څنګه چې په تیر پړاو کې همداسې وشوه زمونږ څارونکې او ناظر د ډوډۍ خوړولو او اوبوڅښلو لپاره یو شیبه بهر ځي خو کله چې بیرته راځې په سلګونو جعلي رايي پاڼې د یوه ځانګړي نوماند په ګټه صندوق ته اچول شوي دي او درغلګرو په همدغه لنډه موده کې خپل کار کړی دی نو یوه ورځ باید د خپلو ولس او خلکو د ژغورنې لپاره په ولږه او تنده هم تیره کړو او ترپایه باید خپله دنده په ښه وجه ترسره کړو. زما همدې لیکنې لومړۍ برخه وګورئ چې ستاسې سیالانو په څه ډول په محلونو کې رايي پاڼې غلا کړی او بیا يي په څه ډول ستاسې له کمزوري نظارت او څارنې څخه ګته واخیسته او وې کارولې.

۴-  خو کله چې د رايي ورکړئ پروسه پای ته رسیږی او ځان ته څرګنده کړئ چې آیا د ټاکنو کمیسیون لخوا د رايي ورکړئ وخت خو نه دې غځول شوې که غځول شوی وي نو خپلې څارنې ته دوام ورکړه او کله چې د رايی ورکړئ پروسه پای ته ورسیده او په محل کې د رايي شمیرنې پروسه پیلیږي بیا هم هرې کړنې ته پاملرنه وکړئ او کله چې رايي وشمیرل شوې او دهرنوماند رايي په ډاګه شوې د محل رايي شمیرنې نوملړ یا جدول باید په ډیر دقت سره د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا په محل کې ګمارل شوې مسوول یا ډیپسې، ناظرینو یاڅارونکو، مشاهدینو او په محل کې په ټولو ګمارل شویو کسانو باید د رايي شمیرنې جدول یا نوملړ لاسلیک او ټاپه کړی او د رايي صندوق د بیاځلې مهر او لاک څخه ځان ډاډمن کړئ او که امکانات لرئ په محل کې خپلې او د خپلو سیالانو د ټولو فعالیتونو ویډوي انځورونه له ځان سره واخلې او کله چې ډاډمن شوې او د رايي صندوقونه مناسب او دامن ځای ته ورسیده او ډاډمن شوې نو که بیا محل ترک کړی انشاالله ستونزه به نه وي  او بله داچې ځان ډاډمن کړئ چې درايي اچونې په  صندوق کې هم جدول اچول شوی دی او نورو ناظرینو ته هم باید ستاسې د رايي شمیرنې نوملړ یا جدول کاپي رسیدلي وي کیدای شي په ځینو محلونو کې د ټاکنو کمیسیون مسوولین او یو شمیر ناظرین ځان تیرباسي او بیلابیلو پلمو ځان یوې څنډې ته کړي څو د رايي ورکړئ نوملړ لاسلیک نه کړي دي ټکي ته ډیره پاملرنه وکړئ او چا ته دپلمو اجازه ورنه کړئ.

۵-  د خپلو کړنو او د رايي شمیرنې د نوملړ په اړه خپل ټاکنیزو کمپاین ته ژر تر ژره خبر ورکړئ. څو هغوې ته هم  په یاد محل کې چې تاسې په کې ګمارل شوي یاست د خپل نوماند د رايي کره شمیره څرګنده شي.

۶-  او داهم ډیره مهمه خبره ده چې باید داځل د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي کمپاین که يي شونتیا وي په هر محل کې خپل دوه یا درې پوره ژمن څارونکي وټاکي د خلکو داوطلبې اوخوښې پسې ومه ګرځې او هم دې ډیر کوښښ وشي په هغو سیمو کې چې د سیال ټیم پلویان ډیردي پوره ژمن او ډیر هوښیار کسان و ګمارل شي او هم باید داځل د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ټولو محلونو او مرکزونو مسوولین له یو مرکز څخه بل مرکز او له یو محل څخه بل محل ته واستوي او دا بدلون هم باید په لوړه کچه وي یانې دا په دې معنې چې دیو ولایت کارکونکي باید بل ولایت ته واستول شي.

۷-  او هغو پښتنو ته هم یادونه کوم چې د یو څو ډالرو او یا افغانیو لپاره مو په تیر پړاو کې د نورو او پردیو لپاره کار وکړ، زه په دې فکر یم چې تاسې به هم د خپلې دې کړنې څخه خواشینی يي خو داځل کوښښ وکړئ چې بیا ځان خرڅ نه کړئ او د خپلو خلکو لپاره په پوره ژمنتیا کاروکړئ ځکه که نور څه نه وي هغه خپل ضمیر ته به خو خجالته نه اوسئ او دافغان ولس د ژغورنې لپاره به مو یو څه ناڅه کارکړی وي.

ددې لیکنې په بله برخه کې به د هیواد په لرې پرتو سیمو کې د افغان وګړو په دندو او د درغلګرو د درغلۍ د مخنیوي په لارو چارو خپل نظرونه درسره شریک کړم. په تمه اوسئ .

په درنښت

لومړۍ برخه دلته ولولئ

255 total views, 1 views today

  1. منتظرمسید Reply

    زموږ د سیاستوالو او په ټولیزه توګه ټولو افغانانو بدمرغي پدې کې ده چې هر یو چې یوڅه وایي نو هغه د فتوې او غوڅي پریکړې او کاڼې کرښې په توګه وایي او پکرکوي چې باید ټول همداسې وکړي، زه ددې سره موافق یم چې باید هڅه وشي چې د درغلیو مخه ونیول شي ، زه پدې هم باوري یم چې اشرف غني به دغه ټاکنې ګټي او عبدالله غبدالله دهغو رایو چې وړې یې دي ، دریمه خو څه کړې چې څلورمه برخه هم نشي وړی ، لکن لکه څنګه چې د عبدالله عبدالله ددرغلیو په پلانونوکې یوه هم دا وه چې خپل کسان باید د اشرف غني دکمپاینرانو په توګه وګماري ترڅو غني ته د ګټې پرځای زیان ورسوي ، پرځینو کسانو چې د اشرف غني پلویان دی شکمن کیږم ، ځکه چې هغوی د اشرف غني لپاره په داسې اندازاو شکل تبلیغ او کمپاین کوي چې د ځینو هغو کسانو چې د غني سره همدردي لری ، له هغه نه بې علاقې کوي . دوی پرته لدې چې دنورو پکراو سوچ ته هم درنوی وکړي، بس دفتوې په بڼه ټولو ته لارښونه کوي چې غني ته رای ورکړی…
    زما په پکر ، کله چې موږ داسې یوه خبره چې دنور یا ولس په سرلیک پورې اړه ولري، کوو، نو باید چې ترټولو د مخه یوه لنډکۍ جمله ګوتۍ (زما په پکر یا زما په اند)ورسره زیاته کړو او نورو ته د احق ورکړو چې ښه اوبد پخپله وټاکي او دخپل نظرسره یم دهغه په وړاندې پریکړه او تصمیم ونیسي …

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې…

د افغانستان د خپلواکۍ د ترلاسه کولو د سلمې کلیزې په مناسبت: پوهاند محمد بشیر دودیال مقدمه خپلواکي  یواځې د هغې د معنوی…

 تر استقلال وروسته په افغانستان کې اقتصادي او عمرانی چارې او ریفورمونه

21 Jul 2019 خپلواکي کالمونه مقالې تاند Comments (1)

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

ستادشهسوارسنګروال برېتانیا له یوې خوا پدې پوهېده چې اوس یې به نورو ستونزو او وسوسو سربېره په سیمه کې افغانستان ته…

پاچا امان اله، د دوه ښکېلاکګرو هېوادونو په مينځ کې

15 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند Comments (1)

نور

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور…

پوهاند محمدبشیر دودیال سریزه    په ۱۹۱۹م. کال کې  افغانستان د  امان الله خان تر مشرۍ لاندې، د افغانستان د زړور ملت په…

په افغانستان کې له خپلواکۍ وروسته اداري ریفورمونه او نور مترقي پروګرامونه

16 Jul 2019 ټولنیز علوم خپلواکي کالمونه تاند No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

تاند نیوز ډیسک: افغان حکومت مالیې وزارت ته امر کړی چې د خپلواکۍ د بیا ګټلو سلمې کلیزې نمانځنې لپاره…

حکومت د خپلواکۍ سلمه کلیزه په ۳۸۴ میلیون افغانیو نمانځي

24 Jun 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (2)

نور

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

 اسدالله نورزی     هر کال چې د خپلواکۍ د لمانځلو ورځ رانږدې شي نو په ځوانانو کې په پراخه توګه بحثونه…

خپلواکي او ازادي (Independence and Freedom)

19 Aug 2018 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

شاه امان الله له هغې ورځې چې د افغانستان خپلواکي یې له انګلېس څخه د سختو جګړو او مبارزو وروسته…

خپلواکي او ترشا یې لوی مکتب | سیف بېژن

19 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2