Categories

اعلان

Loading…

په لنډیو کې رانغښتي مفاهیم

لنډۍ دپښتو د ادبیاتو یوه ساده او په زړه پورې برخه ده چې هر پښتون او پښتنې دخپل زړه حال په کې له کوم قید او شرط پرته بیان کړی دی او دخپل هر ډول خیال هنداره یې بللي دي ان تر ددې چې د دودیزو روا او ناروا رواجونو، اندونو، خیالاتو او تصوراتو بیان یې د رانغښتو مفاهیمو په ډول د همدې لنډۍو په مرسته کړې .او دا یې اړینه نده ګڼلې چې دامفاهیم دې تفسیر کړي ښایي چې د لنډۍو ویونکي به په دې اند وو، چې دا د هغوی د زړه خبره ده چې شاوخوا خلک یې درک کولی شي او نور یې په اوریدلو اړ نه دي مګر دا چې د هغوی د زړه خبره به د ډیرو نورو د زړونو په خبره بدله شي او کلونه وروسته دې هغه لنډۍ د نورو له خوا وویل شي، یا هم دا چې هغه انګیرنې او کږنې چې دوی  دومره ټینګ باور پري لري، هغه دې یو وخت خلک ونه پيژني او هغه دې ورته په یوبې تفسیره او پیچلی  مفهوم بدل شي  دوی ته معلومه نه وه خو اوس مهال که یوو څوک دپښتني ټولنې نه پوره مطالعه ونه لري او له دودیزو او د خلکو له خوا منل شو اندونو ،شګونونو، کږنو، انګیرنو او باورونو سره په بشپړه توګه پیژندګلوي ونه لري نو دځنې دې ساده اشعارو تعبیر به ورته یوه پیچلې معما جوړه شي.

دلته دا ډول څو نمونې رااخلو:

 ۱-                       په سر مې سور سالو سوری شو

                         د مسافر لالي په سر دې خیر وینه

په پښتنو کې د یوې ښځې ټیکري ته له یو لباس نه په پورته سترګه کتل کیږي، ځکه خو کله چې یوې واده شوې ښځې ته د هغې دخاوند د اوږد عمر دعا کوي نو هغې ته وایي :سر توره مه شې .او یا :خدای دې له سرتورې ورځې وساته .دا لنډۍ همدې خبرې ته اشاره کوي او دا ورته ښه نه بریښي چې ټیکری یې څیرې شي او دخپل خاوند په سر ویرېږي. چې په اصل کې ویلی شو چې دا اصطلاح چې ویل کېږي(ښځه چې بې خاونده شي نو سر توره کټوه شي) به  په یوه ا نګیرنه بدله شوې وي او د خلکو له خوا به منل شوې وي.

۲-                        په سږنۍ تبه مړ مه شې

                          خلک به وایي چې لیلا ده بد شاګومه (شګونه)

که څه هم نیک شګون او بد شګون په ډیرو خلکو کې شته خو په هره ژبه او ولس کې هغه توکي او پيښې چې نیک او بد شګون لري سره توپير لري،لکه څنګه چې  په پښتوکې نوې ناوې هم د نورو نیک شګونونو او بد شګونونو په کتار کې راولي.او هغې ته په داسې سترګه کتل کیږي چې ګواکي هغه به یا نیک قدمه (نیک شګونه)یا بد قدمه(بد شګونه)وي.او د هغې راتلل به یې خاوند او دهغه کورنۍ ته نیکمرغي یا بد مرغي له ځانه سره راوړي.چې دا خبره د ناوې لپاره ډیره ګرانه پرېوزي ځکه که خدای مه کړه د هغې د خاوند په کورکې د هغې د واده وروسته کوه بده پیښه رامنځ ته شي نو د ژوند تر پایه به د خلکو له دې پیغور سره چې هغه بد شګونه یا بد قدمه ده مخامخ وي.چې پورتنۍ لنډۍ په همدې اندیښنه کې د کومې نوې ناوې له خوا ویل شوې ده.

۳-                     لاس دې تر زنه لاندې مه ږده

                       ستا به عادت وي ما به ورک کړې له وطنه

اویا هم

چې ورور لرې بې وروره مه شې

                     بې وروره خویندې لاس تر زنې ناستې دینه

لاس تر زنې کیناستل هم یو له هغو اصطلاحاتو ځخه ده چې په پښتو کې دبې کسۍ او ناامیدۍ لپاره کارول کېږي یعنې که څوک لاس تر زنې لاندې کښیني نو دا به په دې مانا وي چې هغه له ژونده نا امېده دی او نورو دژوند له نا خوالو او ستونزو سره د مقابلې وس نه لري. نه پوهیږم چې دا خبره به په اصطلاح( کتابي وي که پیتاوي)  خو په خلکو کې مروجه ده چې وایي:

 (کله چې شیطان د الهی دربار نه ورټل شو نو د ډیرې نا امیدۍ له وجې نه لاس تر زنې کښیناست)

په پورتنیو لنډۍو کې هم لاس تر زنې کیناستل د نا امیدۍ  په مفهوم کارول شوی دی .

۴-                          که مې پښتو تر سره نه کړه

                      بیا به لونګۍ تر سره ځنګه تاوومه

همداراز:

         پټکی دې پاس په وروځو کېږده

                         وطن پردی دۍ چې ډاډه درپسې ځمه

که د دې لنډیو پس منظر ته ځیر شو نو راته څرګنده به شي چې لونګۍ اوپټکی په پښتنو کې د یو نارینه دغرور او غیرت څرګندوي کوي او هغه یې په ساتلو مکلف دی اوپه دوهمه لنډۍ کې داسې ښودل کېږي چې یوه پښتنه ښځه د یوه پښتانه نارینه په غرور ډاډمنه ده او د هغه تر ځنګ ځان خوندي احساسوي.ځکه په هره ټولنه کې نارینه وګري د ټولنې د ټولو او په تیره بیا د ښځینه وګړو د ساتنې مسؤولیت لري.

۵-                  په مازدیګردې کډې بار کړې

                    په مازدیګر د ګنهکارو کډې ځینه

د یوه کار شروع له مازدیګر څخه دپښتنو تر مینځ نه ده مروجه دا ځکه چې د دوی په اند مازدیګر لنډ وي او هغه کار چه په دغه مهال شروع شي هغه به بې برکته وي.خود دې لنډۍ په اړه باید ووایم چې کله به په پخوانیو حکومتونو کې کوم چا څه ګنا ه کړي وه نو د چارواکو یا قومي مشرانو له خوا په زوراو جبر کډه کړلو ته اړ ایستل شو،  یعنې تبعید به شو نو د وخت په نه پام کې نیولو سره به یې هغه ته د هغې ورځې تر پایه د کډې کولو امر وکړ .نو نوموړي کس به په مازدیګر کې هم کډه کوله چې دا لنډۍ هم په قوي ګمان همداسې یو کس ته د مخاطبه ده  او هغه ته وایي چه ته خو په کومه ګنا ه نه یې تورن چې په مازدیګر کې کډه کوې .چې ښایي دا به کوم مین ته کنایه وي چې هغه ته د مېنې سزا ورکول کېږي،  لکه د یوه ګنهکار په څیر چلند ورسره کېږي او بې وخته د وطن پریښودو ته اړشوی.

۶-                         اوربل په توره نه ورانېږي

                            چې وخت یې راشي سلایي یې ورانوینه

د دې لنډۍ تر شا د پښتنو یو دود پروت دی او هغه دا  چې په پخوا  به پښتنو نجونو خپل ویښتان( چپه کاکل )جوړول او هیځ کله به یې هغه په مینځ نه پرانیستل او دا چې یوه پیغله نجلۍ دې ویښتان په مینځ پرانیزي یو عیب ګنل کیدو خو د واده نه یوه شپه مخکې به د د کلي نجونې او ښځې راټولې شوې او د نجلۍ ورور یا بل نېږدې نارینه به په یوه خاص دود سره په یو (سلایي) دهغې ویښتان پرانیستل او له هغې وروسته دې کولی شوی چې خپل ویښتان هم چپه کاکل جوړ کړي ، هم یې په مینځ پرانیزي البته واده شویو میرمنو به بیا ډیر ځله چپه کاکل نه جوړوا او دا کاریې د نجونو فیشن ګنلو .اوس هم په ځینو لرې پرتو سیمو کې دا رواج څه ناڅه شته خو په پراخه توګه له مینخه تللی خو دا لنډۍ هغه دود ته په پام سره ویل شوې ده

دې اوداسې نورو لنډیو ته په پام سره ویلی شو چې لنډۍ که له یوې خوا ډیرې ساده او عام فهمه شعري ټوټې دي له بله اړخه یې ډیر لرغوني مفاهیم په ځان کې رانغښتي دي .چې پوره تفسیر او وضاحت ته اړتیا لري او د پښتنود کلتور پیژندګلوي  تر ډیره له همدې لنډۍو نه کیدای شي.له دې ورهخوا د تاریخ، دود او دستور، د هغه وخت خیال او فکر،  سیاسي او ټولنیز شعور، د ژوند د کچې او ټولنیزې ودې په اړه کره او دقیق اسناد په لنډیو کې موجود دي چې د حقایقو په معلومولو کې له موږ سره ډیره مرسته کولی شي.

خو په دې شرط چې په دقت سره مطالعه او تفسیر شي.

5 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *