Categories

اعلان

Loading…

انتظار وم چي له میني انتظار خور سره به انصاف کيږي، خو نه…

د مهربان او قادر خدای په ستر نامه

ليکنه: د عدالت ظهور (ډله)

ولي د ميني انتظار خور؛ په بغلان کي د هغو دوو نورو خويندو چي سرحدي پوليسو تښتولي وې، او داسي نور ورته جنايتونه چي د يو شمېر پوليسو له خوا وسول، اما دولت يعني ښاغلي کرزي هيڅ هم و نه کړه؟

جواب دا دی چي، د بشر په تاریخ کي دوه ډوله نظامونه تېر سوي دي، يا په عامه اصطلاح سره دوه ډوله حکومتونه تېر سوي دي، چي يو عادل حکومتونه يعني اسلامي حکومتونه او بل ظالم يا فاسد حکومتونه.

د عادلو حکومتونو ځانګړني دا دي:

۱: پر هر چا د قانون پلي کول د عدالت سره جوخت.

۲: د هر ډول فساد او بې عدالتۍ په وړاندي درېدل، يعني په سزا ورکولو کي چي د چا مراعت نه کول.

۳: خپلو خلګو يا ملت ته جواب ويل؛ يعني د عادل حکومت معيار انصاف او عدالت دی، هيڅ ډول فساد پکښي شتون نه لري، د خپل ملت د هوسا ژوند لپاره دولت او دولتي مشران ځانونه مکلف بولي او حاکم کس خپلو خلګو ته تل رښتيا وايي.

دا هم بايد ووايو چي د فاسدو نظامونو ځانګړني څه دي.

د فاسد نظام ځانګړني دادي:

۱: اداري فساد

۲: د قانون نه حاكميت

۳:  د د عياشو او فاسدو کسانو شتون د دولت په  لوړو چوکيو کي

۴: نا امني

۵: د ملي، سياسي او مذهبي شخصيتونو وژل او بندي كول

۶: د صالحو او متدينو كسانو ګوښه كول له دولتي دندو څخه او د هغوی پر ځای د فاسدو او خاينو كسانو كښينول

۷: د اخلاقي فسادونو وده او د اخلاقي فسادونو څخه د تمدن په نامه دفاع كول

۸: د غير مسلمانو كسانو څخه د دولت د نظام د ساتلو لپاره مشورې غوښتل

۹: مجازات اومكافات نه كول: په فاسد نظام كي د فاسد كس مجازات نه كيږي او عادل كس ته مكافات نه وركوي

۱۰: قومي اوخپلوي په فاسد نظام كي ترټولو لوی معيار وي

د دې لپاره چي دا ثابته كړو چي د ښاغلي كرزي نظام يو فاسد نظام دی اوكه نه؛ نو ښه مثال به يې د يزيد د نظام ورکړو. د يزيد په نظام كي مسيحي روميان مشاورين ول. يزيد يوه بيزو درلوده او په درباركي يې همېشه شرابونه او كبابونه ول چي ټول اشراف او پيسه داران به پر راټول ول. كله چي به د يزيد د متحدينو او يا كوم حاكم څخه يو چا شكايت وكړ چي ستا والي ظلم كوي، تيری كوي، شخصي زندان لري، د خلګو لوڼو او خويندو ته بې عزتي ور اړوي؛ نو يزيد به په ټوكو او پوسخند سره وويل چي ښه… ته صبر وکه زه به ورسره وګورم. وروسته به يې خپل هغه والي يا حاكم را وغوښتئ او ورته و به يې ويل، چي افرين دي پر تاسي، تا زما او زما د خاندان ارمانونه راپوره كړه او داسي به يې وويل، «هغه محمد (صل الله عليه و سلم) خلګ خورا نازولي اموخته کړي ول، چي حتی تور حبشي بلال تر موږ معتبره وو.»  وروسته به يې هغه ظالم او فاسد والي او حاكم ښه وستايه، نوري پيسې او نور واك به يې هم وركړ.

يزيد هغه څوک وو چي پر قدرت د پاته كيدو لپاره يې د حضرت  امام حسين (رض) پر شهادت هم درېغه ونه کړه. اوس نو… کرزي صاحب ته چي له كندهار څخه درانه مشران ورغلي ول اود ده د قومندان او والي د ظلم څخه يې شكايتونه درلوده؛ ده په پوسخند ورته ويلي وه، «څنګه دي د كندهار توت پاخه سوي دي که يا؟!»

او څه موده مخكي چي ښاغلی كرزی كندهار ته راغلی وو، د خپلي كومي شومي غوښتني لپاره، نو دوې ورځي لاري داسي بندي وې، چي يوعسکر يو چاته زموږ د ډلي د يوغړي په مخ كي ويلي وه چي، «خدای (جل جلاله) راسي لا دي نه پريږدم. «العياذ بالله» د دې خبري په اوريدو سره ماته فرعون را په ياد سو چي د هغو عسكرو هم دومره غرور درلود.

يو دوست راپور راكړ، ويل يې چي كله د كندهار د ولايت مقام په صالون كي چي له دې ښار څخه چاپلوسان پر كرزي راټول ول، د سولي د شورا رئيس ورته وويل، «كرزی صاحب خير و خيرت دی، په ډلو ډلو طالبان د سولي له پروسې سره يوځای سوي دي.» امنيه قومندان ورته وويل، «امينت تامين دی، يو انفجار هم نه دی سوی.» كرزي وويل، «واه! فالوده څنګه ده فالودې خورئ؟!»

د كندهار د خلګو په ياد دي، كله چي د ولسمشر ورور احمدولي كرزی په يوه مرموزه مرګ وژل كيږي، دوی يې د سردار په نامه قاتل په عام محضر کي د چهار سو پر چوک په مړيني را ځړوي، چي دا جنايت تاريخ نه هېروي.

نو زه وايمه، «خور! ستا حثيت كرزي ته ارزښت نه لري ځكه چي دی په  داسي كور كي لوی سوی چي هلته رحم و عاطفه  شتون نه لري.»

 ميني انتظار خور!

ته به د كرزي چيري په ياد يي چي ستا د عفت ننګ دي ورسره وي؟ زما پښتنې خور ته د كرزي د دې فاسد نظام څخه د عدالت عوښتنه مه كوه او د كندهار د هغو غلو او دلالانو څخه هم د خپل حق غوښته مه كوه چي د ښځو د حقوقو د ملاتړ نارې وهي. آغلې رڼا ترين به چيري ستا ملاتړ كوي، هغه خوارکۍ خو يوازي  دا كولای سي چي خپل ميړه پريږدي،  لنډ لستوڼي کالي واغوندي. د ښځو د حقوقو د فعالي په نامه  پروژې اخلي او يا د فاسدو كسانو په كمپاينونو كي وركه وي. كله چي نوموړې دښځو چارو رئيسه وه ځيني پروژې  به يې د پي آر ټي څخه د ښځو لپاره واخيستلې اما هغه ظلمونه چي به دې پرهغو غريبو او مجبورو ښځو كول د ويلو نه دي. يو له هغو ظلمونو څخه دا وو، چي اوبه به يې نه وركولې، هغو غريبانو ښځو به ساعتونه ساعتونه په ګرمي كي بېله اوبو څښلو خياطي كوله او دې به  لنډ لستوڼي کالي اغوستي وه، وېښتان به يې پر اوږو پراته لكه د فلمۍ ستورۍ، پردې غريبو ښځو به يې بابايي کوله.

د فريبا جاني احمدي كاكړي څخه هم د انصاف او ملاتړ غوښتنه مه كوه ځكه چي د دې بيچارګۍ خو تراوسه  هويت نه دی څرګند سوی. موږ پښتانه خو يې په هيڅ ډول د كاكړانو په هغه متدين قوم نه منو او تر كومه ځايه چي زه په خبر يم، زموږ د كندهار دري زبانه ولس يې هم په خپلو نه ورګډوي.  دوی وايي موږ يې نه پيژنو چي ايا رښتيا هم دا دري زبانه او شعيه مذهبه ده او که نه؟ خو دا چي نوموړې د ايران د متعصب هيواد جاسوسه ده په دې كي هيڅ شك نسته. زما پښتنې ميني خور! فريبا جانه هغه رزيله ښځه ده چي خپله كونډه خور او سپين سرې مور يې خپل د هغه درواغجن تور چي ګواكي زه طالبانو نيولې وم او په هغه كي زما د خور، مور او ورورلاس دی، په همدغه تور همدې بې هويتي خپله كونډه خور په  ملي امنيت كه بندي کړه او بيا يې په جبر له کندهاره څخه کډه کړه. هغه نيول کېدل يې هم د ايران د قونسلګرۍ په لارښوونه يو تمثيل وو.

شايد تا دا فكر كړی وي چي د كندهاروالي صاحب او د هغه د ښځو د حقونو فعاله ميرمن به ستا ملاتړ كوي. تيركال  يو شمير خويندو راپور راكړ چي د ښځو د نړيوالي ورځي په غونډه كي  د والي صاحب محترمی ميرمني ښځو ته ويلي وه چي چادرۍ وغورځوئ دا څه شي دي لكه سرچپه كاهو. كله چي د والي صاحب ميرمن په مسلمانو او پښتنو ښځو چادرۍ غورځوي ايا د دې معنا دا نه ده چي د والي صاحب  ميرمن د ځناورو نارينو لپاره پر ښځو باندي د تيري زمينه برابروي؟

پاته سوه زموږ د كندهار د ولايت د ښځو چارو محترمه رئيسه آغلې رقيه اڅکزۍ خور. نوموړي ته تر هر څه مخکي خپل اڅکزيتوب مهم دی، ځكه چي د ټاكنو څخه مخکي يې د يو شمير اڅكزيو خويندو سره ليدني کړي وې او ويلي يې وه چي، «راسئ ځانونه ولايتي شورا ته کانديداني کړئ او زه به مو د کندهار د امنيه قوماندان په کومک د اڅکزيو د قوم  په استازيتوب ولايتي شورا ته بريالۍ کړمه.»

ميني خور!

ته به ډيره ډاډه وې، چي د كندهار د بشري حقونو كميسيون به هم ستا پوره ملاتړ كوي، مګر زما خوري تركومه ځايه چي موږ پوهيږو، ستونزه د بشري حقونو د دفتر په صلاحيتونو کي نه ده. په دنيا كي دا كميسيونونه ډير صلاحيتونه لري او غښتلي فعالين لري، خو د كندهار د بشري حقونو د كميسيون څخه په دې تمه مه كوه چي د دې دفتر رئيس ښاغلی بې سواده انجنير عبدالقادر نورزی ډېر مصروف دی، هغه دا چي په كندهار كي مېشت فرهنګپال راته وايي چي قادر نورزی اوس د ښاغلي عبدالله عبدالله په کمپاين بوخت دی. جالبه لا دا ده چي له ټاكنو مخكي د ښاغلي اشرف غني سره په كمپاين كي مصروف وو، خو اوس چي پوه سو چي شايد ښاغلی عبدالله ګټونكی سي نو دی هر وخت په كابل كي وي. دلته د كندهار په دفتر كي چي څه تيريږي زه هم نور نه پوهيږم. فقط د همدې كميسيون مشري آغلي سيما سمر ته وايم چي بس دی، داسي يو پاك كميسيون د قادر نورزي غوندي بې سوادو باندي مه لړه. ماته له كندهار څخه فرهنګيان وايي چي قادر نورزی دومره بې سواده دی چي په غونډو كي ليكل سوی متن نسي لوستلای.  د ده او جنرال رازق ترمنځ قومي دښمني روانه ده، ځكه  چي دا بدبختي په موږ پښتنو كي سته چي اوس جنرال رازق اڅكزی له قادر نورزي څخه په قومي توګه بد وړي، خو د دوی دوو د ښمنۍ تر منځ د عامو خلکو ژوند تباه  کيږي.

ميني خور!

دا نسم ويلای چي پوليس فاسد كسان دي ځكه چي ټول واقعي پوليس نه دي فاسد، موږ داسي پوليس لرو لكه د كندهار پخوانی والي جنرال رحمت الله رؤفي، محترم استاد ظريفي صاحب ښاغلی علومي صاحب اوداسي نور… خو هغه كسان چي نن د پوليسو په لباس كي په يو شمير حوزو او ماموريتونو كي ناست دي دا اكثره هغه ميكروبونه دي چي نه يې اصل معلوم دی اونه نسب. د ملا محمد عمر اخند نظام دوی له دې خاوري څخه لكه وحشي ځناور ورک كړي وه اما محترم كرزي صاحب چي د نظام بقا يي دغه كسان جوړي،  ټولو ته يي دعوت وركړ او دا يي ورته وويل چي هرڅه چي کوئ و ئې کړئ، اما كه چا د نظام په اړه څه ويل اول اخطار، دويم امتياز دريم وژل، ځكه چي يزيد هم دغسي كړي وه په نظام كي يي ظالم او خاينو كسانو ته قدرت وركړی وو، امام حسين (رض) ته يې  لومړی وړانديز د قدرت ورکړ چي څه شي غواړې؟ امام ورته وويل چي نبوت زما په كور كي نازل سوی دی، ستا نيكه زما د فاضل نيكه په واسطه مسلمان سو او ته ماته دين راښيې؟ يزيد په دويم قدم كي امام ته اخطار ورکړ او په دريم قدم کي يې د کربلا په خاوره کي شهيد کړ.

كرزي هم د اروزګان جان محمد خان مشاور کړ چي شخصيت يي د مكتب ملازم، عمل يې سګواني اولواط کاري وه.

د هلمند ملا شير محمد اخندزاده د تارياکو لوی قاچاقبر وو، د هغه پلار چي سلګونه بې ګناه خلک يې وژلي او بيا يې دوکانچه پر جوړه کړې وه او د هغه د ناستي ځای وو، د دغسي سړي زوی د کرزي مشاور وو. ته څنګه له کرزي څخه د انصاف په تمه ناسته يي  زما خوري؟!

زما مسلماني خوري!

د كندهار ښار يو شمير له موره څخه بې نكاح پيدا سويو كسانو په تا پسې په فيسبوك كي ځيني سپكي سپوري ليكلي وې، پريشاني  مه كوه هغه كسان موږ پيژنو.  دا يوه فاسده ډله ده چي درې څلور كاله مخكي يې خپلي  خويندي، خوښيني او ميرمني سينګار كړي وې او په كابل ښار كي به ئې پر يو شمير موسسو ګرځولې چي ځيني د تياتر پروژې ترلاسه كړي. خپل د كورنۍ ښځينه  غړي به يې ډونرانو ته د خپل دفتر كارمنداني يا د دفتر سكرتراني معرفي كولې. همدا شان د كندهار د هوايي ډګر څخه يې هم د خپلو دغو ښځينه په واسطه په ځينو خارجي كمپنيو كي وظيفې ترلاسه كړي وې او ښاغلي كرزي صاحب په دې وروستيو كي هغوی ته د ارګ په ماڼۍ كي د دوي د ښې دلالۍ په منظور ستاينلكونه هم وركړه. خور! هغو كسانو چي په تا پسي يې په فيسبوك كي سپكي سپوري ليكلي دي دا ټول د جاجو د عياشۍ كميشن كاران دي، شپه او ورځ جاجو ته دلالي کوي.

د كندهار له كومي ولسوالۍ څخه چي جاجو ځان بولي، څه موده مخكي د هغه ولسوالۍ قومي مشرانو په يوه خصوصي ناسته كي ويلي وه چي جاجو د ټول قوم رنګ بد کړی دی. او رښتيا هم كوم محترم قوم چي  د جاجو په ولسوالي كي ميشت دی په هغه قوم کي د تاريخ په اوږدو كي ستر كسان تير سوي دي. دا قوم د پت او عزت ساتونكی تير سوی دی. هغو مشرانو په هغه غونډه كي ويلي وه چي جاجو موږ نه پيژنو چي اصل او نسب يي د چا څخه دی،  هغه مشرانو دا ويله چي دومره خبر يو چي د جاجو پلار پر كور نه وو دی پيدا سوی دی، ځكه چي هغه كس چي نكاح او پلار يي معلوم وي هغه د چا و كور ته په  توره شپه او سپينه ورځ نه ورځي، صالح كس خو د خور او د مور عزت ساتي.

ګراني خور!

زه له هيواده دباندي اوسيږم او موږ د هيواد په كچه د عدالت ظهور په نامه يوه ډله يو چي انشا الله لس كاله بعد زموږ  د عدالت نظام رامنځته كيږي، هغه وخت به د افغانستان د مظلوم ملت تنده په عدالت  او اسلامي نظام ماته سي.

د کندهار مېړنیو خلګو تاسي بايد په يوه خبره پوه كړم چي دا زموږ ملاتړ وو چي مينه انتظار خور تر اوسه يو خوندي ځای او تر ملاتړ لاندي ده، كه نه نو دا وحشي ځناورو به هغه خور وختي لا له منځه وړې وای، اما ځواکمن خدای (جل جلا له) موږ بريالي کړو چي دا  خور تر اوسه په امن کي ده.

ژوندی دي وي، انسانيت، اسلاميت او  عدالت.

زموږ ګران وطنه او زموږ ګرانه کندهاره ډېر  ژر به دي د فاسدو کسانو له واکمنۍ څخه خلاص کړو.

اې غښتلو کندهاريانو! راځئ چي هغه نوم بيرته را ژوندی كړو چي ويل كيده به كندهار د اتلانو او پوهانو ځای دی. راځئ چي كندهار له فاسدو، غلو، زنا كارانو او لواط كارانو څخه پا ك كړو!

راځئ  چي نړۍ ته دا وښيو، چي كندهار د متدينو خلګو کور دی؛ كندهار د رشوت خورو، زناكارانو، غلو او تيري كوونكو كور نه دی، كندهار د پت او عزت  كور دی، ځكه چي مينه انتظار خور د خپل پت او عزت په خاطر دنيا او انسانيت ته بغاري وهي كه نه نو دې به هم اوس يوه اين جيو درلودای او ټولو خارجيانو به پروژې وركولای. اما دا خور كندهارۍ خامکي غاړي جوړوي او د خپل كور ګذاره په كوي. څنګه كيداي سي چي داسي مسلمانه خور دي بد لمنې وي؟

اې هغو ځناورو چي په داسي خور پسي مو سپكي سپوري ليكلي دي او ښه پو هيږئ چي دا خور با عفته خورده، الله ته توبه وباسئ او خپلي بې معنا ليكني بيرته واخلئ له فيسبوك څخه، كه نه نو ستاسي هغه ټول ناولي كارونه به ډير ژر رسوا كړو.

ژوندي دي وي د همدې ډلي لارويان.

په درنښت

د عدالت ظهور

61 total views, 3 views today

1 comment

  1. عبید Reply

    په قلم دي برکت ښه له حقايقو ډکه اودردمنه ليکنه دي کړې،زمازړه دي هم پدې دردمنې خور ودرداوه،الله دي دغه ظالمان ولس اوتاریخ ته بدنام کړي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *