Categories

اعلان

Loading…

په مالیزیا کې ۸۶ ایرانیان په اعدام محکوم شول

تاند- ایران چې په نړۍ کې د زیاتو اعدامونو په خاطر غندل کېږي او افغانان ورته په دې په غوسه دي چې په زرګونو افغانان یې د مخدرو موادو د قاچاق په تور اعدام کړي یا په اعدام محکوم کړي، اوس په یوه بل هیواد کې د خپلو اتباعو اعدامېدو ته انتظار باسي.

د مالیزیا یوې محکمې ۸۶ ایرانیان د مخدرو موادو د قاچاق په تور په اعدام محکوم کړي دي.

په کوالالمپور کې د ایرلان سفیر مرتضي جاویدان وویل چې ۸۶ ایرانیان په اعدام محکوم شوي او هره شېبه احتمال شته چې په دار وخېژول شي.

جاویدان همداراز وویل چې د ایران او مالیزیا ترمنځ د مسافرو پر تګ راتګ څارنه زیاته شوې او په نتیجه کې یې له ایرانه مالیزیا ته د مخدرو موادو قاچاق خورا لږ شوی دی.

ده دا هم وویل چې مختلفې ډلې د مخدرو موادو په کارو وبار کې لاس لري چې د هغوی په منځ کې محصلان هم شامل دي.

په کوالالمپور کې یو شمېر په اعدام محکوم شوي کسان ایراني محصلان دي چې د مالیزیا په پوهنتونونو کې یې درس وایه.

د ایران سفیر وویل چې حاضردمه په مالیزیا کې ۲۲۱ ایرانیان بندیان دي چې د هغو په منځ کې ۳۱ یې نجونې دي.

242 total views, 2 views today

2 comments

  1. nazari Reply

    وایی چې کرې هغه به ریبې ایرانیانو خوار افغانان په دار ځړول اوس هغه سبین بدنې ایرانیان چې ښځې هم پکې شاملی دي په مالیزیه کې په اعدام محکوم کیږي دیر اعلې

  2. TOTAKHAIL Reply

    Great job. Hang them all

  3. zarghoon Reply

    همدا ایرانیان بدبختو اوشراب خورو افغانان هم د مخدره موادو به قاچاق اخته کرل

  4. h.zmary Reply

    ایران په سلو کی دوه فیصده د مخدره موادو قا چا ق وړونکی نور اته نوی فیصده خوار او مظلوم افغا نان دسیا سی ملاحظا تو په بنا چی ددوی خبره ونه منی د مخدره موادو د قا چاق چیا نو په نامه اعداموی الله رب ا لعزت دی ددوی څخه د مظلو مو افغا نا نو معا و ضه وا خلی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸