Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتو دوهم پړاو/ عبدالباري جهاني

 په افغانستان کي د جمهوری ریاست لپاره انتخابات پای ته ورسیدل او، لکه چي انتظار یې ایستل کیدی، خبره یې دوهم پړاو ته ورسیده. داسي اټکل کیږي چي څه باندي اوو میلیونو تنو، چي ښه غټه فیصدي یې ښځي وې، په دې عمومي رایه ګیري کي برخه واخیسته. د بیلو بیلو سرچینو له رپوټونو څخه څرګندیږي چي په څه باندي یو میلیون رایو کي درغلي سوې ده او دا د درغلیو زیاتره رایی په ډاکټر عبدالله اړه لري. که د دې رایو نیمایی برخه هم ډاکټر اشرف غني ته تللي وای نو د رایو په فیصدي او انډول کي به یې د پام وړ تغیر راوستلی وای. په هرصورت، اوس له دې خبرو څخه څه نه جوړیږي. د انتخاباتو خبره دوهم پړاو ته ورسیده.

       په افغانستان کي سیاست، له بده مرغه، قومي او قبیلوي رنګ لري؛ دا رنګ یې د غربي ډیموکراسی له برکته او د زور او قدرت د څښتنانو د خیانت له امله تر پخوا څو چنده قوي سوی دی. اوس که څوک غواړي که نه غواړي، حالات داسي دي چي پښتون په خپلو سیمو او تاجیک او اوزبک په خپلو سیمو کي رایی ترلاسه کوي. هیڅ مشر د دې بدمرغه حالت د له منځه وړلو لپاره کار نه دی کړی، له هر یوه سره د خپل شخصي قدرت او زور خبره مطرح وه او حتی نور یې هم د وطن د وروڼو قومونو ترمنځ، چي تر پرونه یې په ورورۍ او سوله کي ژوند سره کړی وو، او د ګډ دښمن مخي ته په ګډه دریدلي وه، د نفاق اور تازه کړی دی. دا خبري به وروسته فیصله کیږي. موږ به د داسي یوه ملي مشر د راتګ هیله او ارزو کوو چي د ټول افغانستان غم ورسره وي او تاجک او پښتون ته په یوه سترګه وګوري.

   داسي اټکل کیږي چي،  د اوسنیو بدمرغو قومي شرایطو په اساس به، د عبدالله عبدالله هغه رایی چي په تاجک نشینو سیمو کي یې ترلاسه کړي دي تغیر ونه کړي خو هغه رایی چي یې په درغلیو ترلاسه کړي او شمیر یې څه باندي یو میلیون ته رسیږي، او هغه رایي چي یې د پښتنو په سیمو کي  د پیسو په زور، ترلاسه کړي دي ښایی بیرته ترلاسه نه کړي . ویل کیږي چي د ډاکټر زلمي رسول او سیاف رايي، چي زیاتره برخه یې په پښتني سیمو کي وه، پر میدان پاتیږي او که ټولي نه وي نو ډیره زیاته برخه به یې اشرف غني ته ورسي. دوستم چي د اشرف غني کمپ ته هر څونه رایی راوړي دي پر خپل حال پاتیږي او که یو څه ښه کمپاین وسي نو ښایی نوري هم زیاتي سي. ګواکي په دې حساب به د انتخاباتو میدان ډاکټر اشرف غني وګټي.

 خو زه ډاکټر اشرف غني ته، د یوه افغان ورور په حیث، توصیه کوم  چي که یې ریشتیا هم د افغانستان ودانولو، د سولي او امنیت ټینګولو او د دې تباه سوي هیواد بیرته سمسورولو ته ملا تړلې وي نو تر هر څه لومړی باید د بدمرغه قومي او قبیلوي سیاست له دوام څخه ځان وژغوري. پریږده چي د عبدالله عبدالله نطاقان او طرفداران د کابل په لارو کوڅو کي د وینو د ویالو د روانولو تهدیدونه وکړي. زه یقین لرم چي د افغانستان اولسونه، چي د رایو ورکولو په وخت کي یې مړانه وښودله، د تهدیودونوپروا یې ونه وکړه او دوست او دښمن ګوته په غاښ ورته ونیوله، دونه هوښیار سوي دي چي د هیواد د سوکالۍ او ارامۍ د دښمنانو په اشاره به بیا توپک او وسلو ته لاس وانه چوي.

 د ډاکټر اشرف غني څخه مو اوریدلي دي چي هغه غواړي قدرت ته د رسیدلو په صورت کي په اساس قانون کي تغیر راولي او د جمهوریس لپاره څلور مرستیالان وټاکي. اوس نو که جمهوریس پښتون وي مرستیالان به یې له څلورو لویو قومونو څخه ټاکل کیږي. په دې حساب به ګواکي پښتون، هزاره، تاجک، اوزبک او ترکمن د افغانستان اداري قدرت سره وویشي. د پشیانو، قزلباشو، بلوڅو او نورو وړو قومونو دي خدای مل سي. زما په عقیده، دا سیاست د ملي یوالي پر ځای د قومي تجزیې بوی ورکوي. که اشرف غني قدرت نیسي نو د پښتانه په حیث نه بلکه د افغان په حیث باید قدرت ونیسی او چي چاته واک او صلاحیت ورسپاري نو د قوم په اساس نه بلکه د لیاقت او اهلیت په اساس یې وروسپاري. که امریکا په دومره لوی طاقت او دومره پراخه مځکه د جمهوریس لپاره په یوه مرستیال ګوزاره کولای سي نو افغانستان په دومره واړه ځان او دومره نیستي کي څرنګه څلورو مرستیالانو ته ضرورت پیداکوي. هسي نه چي، خدای مه کړه، په لوی لاس مو د تل لپاره د قومي ویش خښته ایښې وي او له افغانستان څخه مو لبنان جوړ کړی وي.( په لبنان کي، ظاهراً د قومي او مذهبي اختلافاتو او دښمنیو د کرارولو په منظور، د شلمي پیړۍ د شپیتو د لسیزي راهیسي داسي یو سسټم منځته راغلی دی چي ټول عالي رتبه مقامات د اته لسو مذهبي ډولو ترمنځ ویشل سوي دي. جمهوریس د تل لپاره مارونایټ مسیحی، صدراعظم هر وخت سني مسلمان، د پارلمان ریس شیعه مسلمان او د پارلمان د ریس مرستیال او د صدراعظم مرستیال هر وخت ارتدوکس مسیحي وي) خو موږ ګورو چي په ۱۹۷۵ کال کي په لبنان کي د داخلي جنګ د اور د پیل کیدلو راهیسي بیا تر نني ورځي پوري هغه هیواد کرار سوی نه دی او بیا یې د آرامی مخه نه ده لیدلې.  د لبنان جوړول د افغانستان د تجزیه کولو په لاره کي لومړنی ګام دی او که مو دا ګام یو ځل واخیست بیا یې هیڅوک شاته ګرځولای نه سي او که یې چا د مخ ګرځولو لپاره هر اقدام کاوه نو عکس العمل به یې د سلګونو او کله کله د زرګونو سرونو په رغړیدلو تمامیږي. څلور مرستیالان هر یو د ځان لپاره وزارتونه او ولایتونه غواړي او که مو یو ځل دا وزارتونه ورکړل بیا یې د لزوم په وخت کي بیرته اخیستل د ناممکن تر سرحده پوري ګران کار دی. په دې توګه به مو، یوازي قدرت ته د رسیدلو لپاره، په لوی لاس مرکزي حکومت کمزوری کړی، حتی له منځه وړی او افغانستان به مو عملا تجزیه کړی وي. د څلورو مرستیالانو ټاکل او د کابینې په سر کي د لومړي یا ستر یا مشر وزیر مقررول د سیاسي رقیب څخه د ویري له امله وړاندي سوې طرح ده. دا طرح د ګران افغانستان لپاره د زهرو جام دی او که عملي سي باید چي د افغانستان فاتحه واخیستله سي.

  د ثور له کودتا څخه نیولې بیا تر نن ورځي پوري د ټولو سیاسي بحرانونو او غمیزو په ترڅ کي د سیاست په میدان کي ولاړو مشرانو هر یوه په خپل وار د قومي او قبیلوي بې اتفاقیو په اچولو او زیاتولو کي خپله ونډه اخیستې ده. پر افغانستان باندي د ناټو د قواوو د حملې او اوسني حکومت د ټینګیدلو راهیسي جمهوریس حامد کرزي د ملي یوالي په لاره کي لږ ترلږه یو ګام نه دی پورته کړی او وروڼوخو یې په کندهار او شاوخوا سیمو کي په لوی لاس د پوپلزیو او نورو دراني قبایلو ترمنځ له یوې خوا او درانیو او غلجي قبایلو ترمنځ له بلي خوا د اختلافاتو او دښمنیو د ایجادولو او تقویه کولو په لاره کي خپل ټول وس تمام کړی دی. هغه کندهار چي زموږ د مکتب او تعلیم په کلونو کي د شیعه او سني توپیر نه پکښي کیدی، او موږ د خپلو همصنفیانو په قومونو خبر نه وو،  نن ورځ د کورنیو تر سطحي پوري ویشل سوی او بې اتفاقه سوی دی. د افغانستان له شمال څخه نیولې تر مرکز، جنوب او غرب پوري په هره سیمه کي دغه حال دی او سیاسي او قومي مشرانو هر یوه په خپل وار د ملي او قومي بې اتفاقیو په اچولو کي خپله ونډه اخیستې ده. افغانستان د نیکمرغه کیدلو لپاره ملي یوالي او غښتلي مرکزي حکومت ته ضرورت لري. که مو په ریشتیا د ټولو قومونو ترمنځ وروري او د هیواد متوازن پرمختګ مطلب وي نو پریږدی چي زموږ خلک د قوم او قبیلې په اساس نه بلکه د اهلیت او لیاقت په اساس مسولیتونه او مسوول مقامونه ترلاسه کړي. افغانستان به هغه ورځ نیکمرغه او خوشبخته وي چي ټول پښتانه، یا لږترلږه اکثریت پښتانه، د ډاکټر صاحب رمضان بشردوست په څیر یوه ملي او وطن پال شخصیت ته د راتلونکي جمهوریس په حیث رایه ورکړي. او هزاره او تاجیک پر داسي  پښتانه راټول سي چي دوی یې پر وطن پالني، پاکوالي او اهلیت باندي اعتماد لري. هغه به یو ریښتونی نیکمرغه افغانستان وي او د داسي یوه هیواد جوړول د قدرت د ویشلو په دسیسو نه بلکه له ټولو لویو او وړو قومونو څخه د یوه واحد ملت د جوړولو لپاره د قربانیو په ورکولو منځته راځي.

زما د افغانستان له ټولو سیاسي مشرانو څخه، چي د وطن سره د خواخوږی لرلو ادعا لري، دا هیله ده چي یوازي د سولي او امنیت د ټینګولو، ملي یوالي د منځته راوړلو، اداري فساد او اختلاس د ریښو ایستلو او زورواکانو او د بشري جنایاتو مرتکبینو ته د سزا ورکولو لپاره فکر او عمل سره یو کړي. افغانستان یوازینی هیواد دی چي د هیڅ فرد یې د ملي بیرغونو شمیر نه دی په یاد. هر واکمن یې، تر هر څه مخکي، ملي بیرغ، اساسي قانون، ملي سرود او بانک نوټونو ته تغیر ورکړی دی. دا ملي نوامیس د سیاسي مشرانو او واکمنانو د لوبو د سامانونو په څير لوبیږي او دا معلومه نه ده چي دا لوبه به تر کومه دوام وکړي.( یو ځل خو پاکستان ته، چي زموږ ډیر لیکوالان او پوهان یې مصنوعي هیواد بولي، وګوری چي په اوه شپیته کلن تاریخ کي یې نه بانک نوټ ، نه ملي سرود او نه ملي بیرغ تغیر کړی دی)  زما له ډاکټر عبدالله عبدالله او ډاکټر اشرف غني څخه هیله ده چي که چیري قدرت ته رسیږي، او د دې غم ځپلي هیواد او اولسونو سره ریښتونې مینه لري نو خپل ټول همت د ملي او قومي یوالي منځته راوړلو ته متوجه کړي او د مرکزي حکومت د کمزوري کیدلو مخه ونیسي. وروڼه اولسونه خپل دردونه پخپله دوا کولای سي. اساسي قانون د وخت له ضرورت سره پخپله تعدیلیږي او تغیرات مني او مصلحتي تغیرات، لکه څرنګه چي تر نن ورځی پوري یې ګټه نه ده رسولې، په اینده کي هم پرته له تاوان څخه بله نتیجه نه ورکوي.

49 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *