Categories

اعلان

Loading…

په هیواد کي د وروستیو سیلابونوپه اړه د اسلامي امارت اعلامیه

په خواشینۍ سره خبر شولوچي دهیوادپه شمال اوشمال لویدیځ (فاریاب ، بادغیس ، سرپل ، جوزجان ، هرات ، سمنکان، بلخ، تخار)کي  سیلابونو زموږ هیوادوالوته دسر اومال درانه زیانونه اړولي دي ،په ځانګړې توګه دجوزجان ولایت په درزاب ،قوش تیپه اوخواجه دوکو ولسوالیوکي خلګو ته ډیر زیانونه اوښتي دي اوپه ټوله کي تر دې دمه دزیانمنو شووخلګو ارقام ښیې چي په لسګونوتنه وژل شوي اوژوبل شوي دي همدارنګه په زیاته اندازه داستوګني کورونه اود کروندې ځمکې زیانمنې شوې دي   .

اسلامي امارت دټولو زیانمنوشووهیوادوالوسره په دې مصیبت کي ځان شریک ګڼي ،دطبعي پیښو سره دمبارزې ازادوبنسټونو او بشري ټولنوباندي ږغ کوي چي زیانمنوشوو کورنیو سره دخوراکي توکو،خیمواو اړینوصحي موادو عاجلې مرستې وکړي .

همدا راز اسلامي امارت  خپلواتلومجاهدینوته سپارښتنه کوي چي په یادوشویو سیموکي دزیانمنو شووهیوادوالوسره هر ډول مرسته و کړي اودخپلوامکاناتومطابق هراړخیزه همکاري ورسره وکړي .

په پای کي دالله تعالي له ستر دربار څخه غواړوچي په وروستیوسیلابونوکي  شهیدانوته جنت فردوس ،زخمیانو ته عاجله شفاء نصیب کړي اوټولوزیانمنوشووکورنیوته ددې مصیبت لوی لوی اجرونه ورکړي ،امین

د افغانستان اسلامي امارت

1,324 total views, 1 views today

2 comments

  1. Jamal Reply

    یاره په تاند کي باید دغه ډول د ټوکو برخه همېشه لپاره پرانیستل شی. سخت می ورته وخندل. د خپلو مجاهدینو نه یی غوښتی چی له زیانمنو شوو هېواد والو سره مرسته وکړي: خو دا مرسته یې مشخصه کړې نه ده چی ماشومانان د میندو په مخ کي په ګولیو سوری سوري کړي او که ځان پرې وچوي؟

  2. مشر ملا مکناټن اخند Reply

    اسلامی امارت خو د طبیعی پیښو سره د مبارزی او د نورو مرسته کوونکو ټولنو کارکوونکی ټول ووژل او اوس یی هم چی هر چیرته ونیسی، سرونه یی غوڅوی، نو دا مرستی به اوس څوک کوی؟‌ الله دی دا د عزازیل زامن او د دجال امارت ددی ملت د سره نه لری او ټول دی په دی دنیاه کی تباه او په اخرت کی رسوا او لعین وګرځوی چی د افغانانو او د افغانستان د خاوری په مقابل کی د پاکستانی ناولی او مردارخوره جنرالانو په امر او لمسون ستر جنایتونه او خیانتونه تر سره کړل او اوس یی هم ترسره کوی. پروردګاره ته مو د طالب او مارت په نوم ددی جاهلو او لعینو له شره نه زر خلاص کړی.‌ آمین.

  3. تور جان Reply

    سلامونه
    عجبه خيالي دونيا لري دا نليدونكي انسانان (طالبان)
    پشتني ميندي بوروي ماشومان به پلاره كوي د پشتنو زوانانو سرونه د موچي په تا له تنه جلاكوي په تولنه كي وحشت او بربريت ته لاره هواروي پشتانه د انتحار د فرهنگ په نامه دنيا ورپيژني . واي واي ستاسو بدبختو په حال لعنت شه په داسي مبارزه په داسي قدرت او په داسي انسانانو. له موره ميره مهربانه شوه پشتانه وژني او سيلاب وهلو سره غم شريكي كوي
    خو:
    مونژ افغانان مشروع نظام لرو او مشروع تاكني دوهم زل ته رواني دي له خيره داكتر اشرف غني به راتلونكي د افغانستان د اسلامي جمهوريت ريسجمهور وي. او د افغانانو په مرسته به دولت دا هيواد له بدبختيو باسي.
    نو په افغانستان او په افغانانو مينو طالبانو او حزبيانو ژغ كوم چه رازي تاسي هم توپك غرونه او د انگليس د نامشروع اولادونو يعني پنجاپ ته شا كي او پريژدي انساني ژوند غوره كي دا داسلام تر نامه لاندي درامي ته د پاي تكي كيژدي.

    په هيله د يوالي او سمسور افغانستان

    1. تاند Reply

      څوک چې ښه کار وکړي پکار ده چې تایید شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2