Categories

اعلان

Loading…

که افغانستان درباندې ګران وي نو…/ محمدیار- یار

  دوهم پړاو ته د ټاکنو غځېدا، نه د تشویش وړ ده او نه هم د مایوسۍ ځکه، له یوې خوا که دوهم دور په قانون کې ځای لري له بله اړخه د اکثرو صاحب نظرو پېشبیني هم همدا وه او د ټاکنو خپلواک کمیسیون او امنیتي ځواکو یې د پوره چمتووالي ډاډ وختي لا ورکړی و، دا چې د اول وار د بریالیتوب ستاینه په سیمییزه او نړیواله کچه وشوه نو پر دغه ډاډ باندې نور هم باید ټول ملت بیغمه ډډه ولګوي او په دوهم ګام کې هم د خپلې ارادې زبردست نمایش وړاندې کړي او زما هیله دا ده چې، د افغان ولس د خپلې لومړۍ کامیابې خوند په خوله کې دی، نو دغه دوهم راونډ ته به په لا ډېر جوش او د مسؤلیت په لا ګرم احساس راووزي او په کارنامه پسې به کارنامه وپنځوي.

خو دا ځل د تېر په نسبت خاص حساسیتونه هم لري چې افغانستان، افغان انسان او د یموکراسۍ ته متعهدین بایدلا زیاته او جدي توجه ورته وکړئ.

یو پوره تریخ واقعیت خو دا دی چې، که غواړو یا نه، افغانستان په مزخرف سنتي ګرداب کې پروت دی چې له بې شمېره ناخوالو څخه یې یو هم قبیلوي او قومي له خجالت او شرم څخه ډک ټیټ تمایلات دي( البته که څوک په خجالت پوه شي او د شرم احساس ولري) اوس، په موږ کي که دا جوهر نه وي چې، د دغو ناانساني تمایلاتو د ګراف په کښته کولو کې روشنفکرانه هلې ځلې وکړو، لږ تر لږه خو مو دا په توان کې ده، چې د دغه بشر ضد جهنم اور لا نور په قبیلوي، قومي، سیمییزو، مذهبي، ژبنیو او ایډیولوژیکو باروتو تازه نکړو او که مو دا رسالت هم اداء نکړای شوای، نو، وای بجان مدعیان روشنګري.

بیا وایم چې، دټاکنو دپروسې حمایت او د بریالیتوب لپاره چیغې، هلې ځلې،  ځغاستې، ستړیاوې او حتي لیونتوب پرهرافغان(هغه چې رښتیا هم افغان وي) فرض عین دی، او دا هم طبیعي او قانوني ده چې، هر څوک حق لري چې چا ته رایه ورکوي او چا ته کمپاین کوي؛ دا هم مشروع کار دی چې، یو کاندید یا یې کمپاینر خپل سیال نقد کړي، خو که دغه نقد د افغانانو د ملي وحدت د پاشل کېدو قیمت غواړي نو پرهغه چا چې، رښتیا افغانستان ګران وي، د افغانستان د حساسو شرایطو په درک سره دي له دغسي اظهارنظر څخه صرف نظر وکړئ.

  دا به ډېره عامیانه او د هر ساده لپاره د فهم وړ وي که ووایم چې افغانستان د بدترین بحران  د بلا په خوله کې زیست کا، ښه! العوام خو کا الانعام ګڼل شوي اما دا خواص اشخاص چې، د فاجعې دتشخیص او ترخیص د شعار ترڅنګ داسې څرګندونې کوي چې، وضعیت نور هم بحراني او توپاني کوي نو پر دغه عقل مې ورته درد شي.

  بیا وایم چې، د ایډیال حالت توقع سملاسي واقعي نه ده، بس دا لوی غنیمت دی چې، د ولسواکۍ او ټولټاکنو انساني تمرین کوو، په سختو شرایطو کې کوو، تر جنګ وروسته نه، بلکې سم دم یې د جنګ په جهنم کې کوو، بیخي طبیعي ده چې، نومرې به مو سوځي، ورکېږي به، خوړل کېږي او  په هر ډول بلا به لړل کېږي، دا همداسۍ کېږي، دا یوازې زموږ تراجیدي نه  ده، دا د دنیا تجربه ده، ستره خبره خو دا ده چې، د سبا لپاره لوی امیدونه لرو.

باور وکړئ که د افغانستان او افغان انسان د سبا په کیسه کې نه وای نو دا ادعا هم کولای شم چې،  د دا هر کاندید او د هغه د ټیم زرګونه منافقتونه، شرموونکی کمزورۍ او ښکرور درواغ له مستندو مثالو سره په مناسبو جملو کې اظهارولای شم، خو دمګړی دا کار نه کوم، ځکه چې، دافغانستان او ولسواکۍ په تاوان یې بولم اوهغه هم په دې دلیل چې دستي بل بدیل ورته نه لرم، مګر ها! سبا به خامخا محاسبه کوو، که موږیې ونکړو، د تاریخ جبر یې کوي.

    نن په نره، دخپل کاندید لپاره، خدای دی وکړي چې، زاره به نه چوئ، خو که رښتیا د خپل نوماند حیثیت درته ګران وي نو ښېګیڼې او ځانګړنې یې بیان کړئ او داوچتواخلاقي نورمو په تقاضا سره خپله انرژي د سیال پر سپکاوي مه ضایع کوئ.

  په دغسي یوه طرزالعمل کې  ستاسو او هم ستاسو دکاندید درنښت نغښتی دی او هم د یو پیاوړي او ودان افغانستان پايښت.

  ای پر وطن مینو مبارزینو!

   یاد وساتئ!

  که مو پر ديموکراسۍ اعتقاد ټینګ و.

   که مو په رښتیا د ملت په متن کې د ولسواکۍ د ریښو ځغلولو مبارزه ګړندۍ وه نو، نه افغانستان خرابېږي، نه کابل ورانېږي او نه به ویني بهېږي.

  او که مو پر پرونیو ټپو مالګې دوړولې.

 که مو  زاړه زخمونه تازه کول، نو،خدای مه کړ، ویني به بهېږي.

  دیموکراسۍ به ترېتم  وي او د دیکتاتورۍ د فرعونیت بنسټ به مستحکم.

سیل به یې وکړو چې، څوک یې په سلیم عقل سره رسوي او څوک یې په سوو احساسوتو.

مخ د دوهم پړاو ټولټاکنو او ولسواکۍ پر لور

7 total views, 1 views today

3 comments

  1. خادم حسین سعیدی Reply

    یار صاحب پر قلم دی برکت سی هغه سه چی ما غوشتل هغه زما د زره خبره دی لیکلی دی په رشتیا سره هم ددی لپاره چی قومی سمتی ژبنی تعصباتو لمن ووهی شه دادی چی د خپل کاندید شی گینی خلگو ته ووایی نه دا چی پر مزخرفو شیانو باندی خپل وخت ضایع کی او یا هم د دی لپاره چی ملی وحدت لا نوره هم تینگه کی هغه ته صدمه رسوی خو جاهل په خبر نه دی تیشه می په خپل پشه للگیژی او خپل زان خوژوم.

    بریا دی غوارمه! کاشکی داسی با احساس زوانانو مو دیر در لودای !

  2. جلال امرخیل Reply

    پرون یې د زلمي رسول په حق کې دا ډول شاعرانه او رنګینه الفاظ راټولول، نن کوښښ کوي چې ووايي عبدالله عبدالله دې وي، هم خیر دی موږ خو د ډیموکراسۍ تمرین کوو.
    کاش ځنې هنرمندان شاعران او لیکوالان نه وای، کاش د لیکوال او اکټر تر منځ یو څه توپیر کیدای شوای، که د ډیموکراسۍ معنا دا وي چې د زرګونو فاجعو زیږونکي عبدالله دې پر موږ رانازل کړل شي، نو بیا ډیموکراسي څوک مني؟
    سلیم عقل خو بیا دا هم دی چې عبدالله خیلو په طالبانو پسې امریکایان راوستل همداسې بیا طالبان هم حق لري چې په عبدالله خیلو پسې کوم بل څوک راولي او ځانونه ورباندې واک ته ورسوي، او لکه څنګه چې محمدیار صیب په خپلو تیرو لیکنو کې بار بار یادونه کوله، چې دا د کرزي بازي ده، څه چې کرزی غواړي هغه کیږي، څه چې امریکا غواړي هغه کیږي، بیا نو ډیموکراسي څه معنا او د ډیموکراسۍ تمرین څه معنا ؟ احساسات او تعقل څه معنا او د ببرک کارمل په تکیه کلام افغان انسان څه معنا؟
    که د ډیموکراسۍ نچوړ هم همدا شی وي چې په پایله کې دې راباندې قاتلین او وحشیان حاکمان کړي او یو څو تنه د افغان انسان شعاریان دې یې راته د زغملو درس راکړي، نه مو بیا دا روشنګري په کار ده، نه دا ډیموکراسي.
    موږ هیواد غواړو، وطن غواړو، د هیواد او وطن لپاره مو د ډیموکراسۍ لمن نیولې وه، کله چې له هیواد، وطن او شناخته خلاصیدو ته ورنږدې کیږو، بیا نه ډیموکراسي منو، نه کومه بله کراسي، سیده ساده افغانیت او په افغاني ارزښتونو ولاړ نظام.

  3. dawlatzai Reply

    our next presdent is ghani we dont want some to they sale country by iran or pakistan khayenen ………………………………

  4. baremansadeq Reply

    محمدیار صاحب د وطن یو خواخوږی دی او هره خبره یې محترمه ده . د قومي احساساتو سیاست د افغانستان په تاوان دی. دا ورسره منم مګر دا ورسره نه منم چې اوس هم د عبدالله په باره کې پټه خوله دی. عبدالله د ایران سړی دی او که ملا عمر غندو چې د ای ایس ای دال خوري او وطن ورانوي نو د عبدالله په باره کې ولې محافظه کاري وکړو؟ ایا د امرالله صالح هغه مقاله مو هېره شوه چې محقق ته یې په خطاب کې لیکلي وو: جناب محترم یادتان رفته وقتی من راجع به سیاست جمهوری اسلامی ایران مقاله یی نوشتم شما در مجلس به من گفتید : او برادر با کسیکه آب و نان و خرچی ما را میدهد چه غرض داری.
    نو محمدیار صاحب اوس چې د اشرف غني او عبدالله مقابله ده په دې کې بې طرفانه او پدرمنشانه خبرې د انصاف خبرې نه دي. ډاکتر اشرف غني نه یوازې لوی عالم دی او ډېر پاک انسان دی، د پردیو نوکر او ایجنټ هم نه دی. دا نو بې انصافي ده چې ستا غوندې یو څوک چې د سیاسي ګوند غړی هم یې، د وطن په حساسو شېبو کې په ښکاره ونه وایې چې عبدالله د افغانستان په تاوان دی
    د محمدیار دا خبره مې هم خوښه نه شوه چې : باور وکړئ که د افغانستان او افغان انسان د سبا په کیسه کې نه وای نو دا ادعا هم کولای شم چې، د دا هر کاندید او د هغه د ټیم زرګونه منافقتونه، شرموونکی کمزورۍ او ښکرور درواغ له مستندو مثالو سره په مناسبو جملو کې اظهارولای شم
    د دې خبرې خو مطلب دا شو چې د عبدالله او اشرف غني فرق نشته. محمدیار صاحب نه زه او نه بل څوک او ته تاسې دومره ساده ګان یو چې له اشرف غني بلا تشبیه پیغمیر جوړ کړو مګرعبدالله او اشرف غني ته په یوه سترګه کتل، لویه بې عدالتي ده. یا خو پکار وه چې افغان انسان پخپله کاندید شوی وای او یا دې نور خلک پرېږدي چې کاندیدان شي، خیر که د افغان انسان په معیار او سویه برابر نه دي..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *