Categories

اعلان

Loading…

عبدالله وايي د منظمو انتخاباتي سرغړونو نښې ویني

تاند- د ولسمشرۍ د انتخاباتو مخکښ کاندید عبدالله عبدالله وايي د منظم انتخاباتي تخلف نښې لیدل شوي او د انتخاباتي کمیسیونونو له لوري د انتخاباتو د قانون سرغړونه شوې ده.

ښاغلي عبدالله نن په یوه خبري غونډه کې وویل:«د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تراوسه پوري د هغو شکایتونو په وړاندې عکس العمل نه دی ښودلی چې د انتخاباتو په لړ کې په مستند ډول ثبت شوي دي.»

پرون د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون اعلان وکړ چې د ابتدايي نتیجو د اعلان له شېبې وروسته تر ۲۴ ساعتونو پوري هر راز شکایت مني خو عبدالله وویل چې د شکایتونو کمیسیون دې دا موده درې ورځې اوږده کړي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فاضل سانچارکي پرون وویل، که د انتخاباتو کمیسیونونه د دوی له غوښتنې سره سم درغلۍ ونه څېړي او د دوی د ټیم قرنطین شوې او باطلې شوې رایې حساب نه کړي دوی په دوهم ځلي انتخاباتو کې ګډون نه کوي.

په همدې منځ کې د اشرف غني احمدزي د ټیم غړي وايي چې د عبدالله پلویانو د انتخاباتو د تېرو دورو له تجربو څخه په استفادې هم د ځان په ګټه ډېرې جعلي رایې صندوقونو ته اچولي او هم یې د نورو کاندیدانو رایې په خورا مهارت ضایع کړي دي.

د دوی په باور په دوهم ځلي انتخاباتو کې به د عبدالله ټیم ونه توانېږي چې د تېر ځل په شان پراخه درغلي وکړي.

67 total views, 3 views today

  1. speen Reply

    عجیه عبدالله دی!ـ
    هم غل هم غینور!ـ
    درغلۍ هم پخې کړي اواوس وایي چې زما په خوښه به څېړئ.ـ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *