Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتو کمیسیون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د اکثرو رایو ابتدايي پایلې اعلان کړې

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د ولسمشرۍ د انتخاباتو دریمه برخه ابتدایي نتیجې اعلان کړه. دا پایلې د ۸۲ اعشاریه ۵۹ فیصدو رایو دي.

د دې نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۳ اعشاریه ۸  فیصده رایي خپلې کړې دي او اشرف غني احمدزي ۳۲ اعشاریه ۹  فیصده رایي ګټلې دي. زلمي رسول ۱۱ اعشاریه ۱ فیصد، سیاف ۷ فیصده.

مخکې تر دې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون دوه ځلې دغه نتیجې اعلان کړې وې چې لومړی ځل د ۲۶ ولایتونو لس فیصده نتیجه وه او دوهم ځل د اکثریت ولایتونو نژدې پنځوس فیصده وه.

په تیرو نژدې پنځوس فیصده نتیجو کې د مخکینۍ نتیجې له مخې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴۷٪ رایي خپلې کړې وې او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۱۸٪ رایي.

تر دغو دوو مخکښو کاندیدانو وروسته د زلمي رسول رایي ډیرې وې چې ۱۰ اعشاریه ۲۸ کیدې.

د نوې فیصدي له مخې داسې ښکارې چې انتخابات به دوهم پړاو ته ووځي. د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ویلي دي چې دوی دې ته چمتو دي چې دوهم ځلي انتخاباتو د دو مخکښو کاندیدانو تر منځ وشي.

ټاکل شوې ده چې د انتخاباتو بشپړې ابتدایي نتیجې د شنبې په ورځ اعلان شي او بیا به د غویي میاشتې په ۲۶ د دې انتخاباتو وروستۍ رسمي پایلي په ډاګه شي.

91 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *