Categories

اعلان

Loading…

د انتخاباتو یو شمېر نورې پایلې اعلان شوې- بیا هم عبدالله عبدالله مخکې دی

تاند- د انتخاباتو خپلواک کمیسیون نن د یو شمېر نورو رایو پایلې اعلان کړې چې بیا هم عبد الله عبدالله لومړی ځای لري.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له لوري د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې د نژدې پنځوسو ابتدايي پایلې ښيي چې عبدالله عبدالله ۴۴ اعشاریه ۴ فیصده او اشرف غني احمدزي ۳۳ اعشاریه ۲فیصده رایې ترلاسه کړي دي.

دا په داسي حال کې ده چې په لومړیو لس فیصده اعلان شویو نتیجو کې د عبدالله عبدالله نژدې په سلو کې ۴۲ او اشرف غني احمدي په سلو کې ۳۸ رایې ترلاسه کړې وې.

زلمي رسول په ټولو ۵۰ فیصده اعلان شویو رایو کې ۱۰ اعشاریه ۴ او عبدالرب رسول سیاف ۷ فیصده خپلې کړي دي.

قطب الدین هلال ۲ اعشاریه ۷، ګل اغا شېرزي ۱ اعشاریه ۶ رایې ترلاسه کړي دي.

د عبدالله عبدالله ټولې رایې تر یو ملیون او پنځه لکه دېرش زرو اوړي (۱۵۳۶۱۳۳)، د اشرف غني احمدزي رایې هم تر یو ملیون او یو لک اوړي (۱۱۴۶۲۵۱) خو د زلمي رسول رایې څه باندې ۳ نیم لکو ته رسېږي.

19 total views, 3 views today

9 comments

  1. جنرال حبيب الله جلالزوي Reply

    بشتو كي يو متل دي .
    بكه دا دي بله. سبكه. ؟

  2. h.zmary Reply

    اشرف غنی ته ووایه ملت منتظر ده چی څه وکړو عمل پکار ده کږه خوله په سوک سمیږی

  3. لالا ، بټنوال Reply

    وايي بختور کال د پسرلي څخه ېې معلوميږي ، دې کمیسیون له اوله چې خبر شو معنوی دوه د کمیسیون کارونکو ته مشورې ورکوی خپل طرف معلوم کړيدئ

  4. سیدالله کامران Reply

    دیره د افسوس خبره ده په کابل کی هعه لورپوری ناست پشتانه پشتو ،پشتونوالی عیرت، عزت هر چه یی بیللی دی یوازی د زان خیر او چوکی عواری.شرم په کار دی ددی پتو داسیسو .

  5. sahar shabnam Reply

    ټولو دوستا نو ته سلامونه
    خدای دی دی وکړی چی د نن ورځی په اعلان شویورایوباندی چورت خراب نه کړی دا دښاغلی کرزی او هم د یو شمیر نورو دولتی او نیمه دولتی ادارو غوښتنی دی تر څو ډاکتر صاحب اشرف غنی دجوړجاړی لپاره اړ کړی خو دهغو افغانانو هیلی باید ونه رژیږی چا چی داکتر صاحب ته رایه ورکړی او هیڅ ډول جوړ راتلو ته حاضر نه ی

    هسی هم بری د غنی خیلو دی

  6. baryal Reply

    د افغانستان په خلکو هم د افریقا د یوه کوچنی هیواد هغه کیسه تیریږی چی ویل کیږی:
    کوم افریقایی پاچا خپل ولس ته وویل چی سبا د خپل هیواد د ملی ورځی لپاره هر هیواد وال مکلف دی چی له ځان سره یو منګوټی شراب راوړی. سبا چی هر سړی راته یو منګوټی مایعات یی په هغه لوی ظرف کی چی د شاهی ماڼۍ تر څنګ ایښودل شوی وو ، تویول. ټولو خپله دنده تر سره کړه او په پای کی پاچا هم یومنګوټی مایع په دی لوی ظرف کی تش کړل او بیا یی د شرابو له ظرف نه په هغی څمڅی چی هلته ایښودل شوی وه له ظرف نه یوه څمڅه شراب را واخیسته او ویی څښل. پاچا ولیدل چی شراب نه بلکه خالصه اوبه دی. دی ډیر په قهر شو او ولس ته یی وویل چی دا ولی. وزیرانو وویل چی ټول ولس شراب راوړی مونږ به اوبه پګی واچوو او هغه به نه معلومیږی او په همدی ترتیب هریوه همدا عذر وړاندی کړ اوپه پای کی پاچا هم همدا خبره وکړه چی پدی حساب ټولو یو شان فکر کړی وو او د ټولو ګناه یو شان وه.
    زمونږ په ولس هم همدا کیسه تیریږی. هریو فکر کوی چی نور رایی ورکوی زما په دا یوی رایی به څه نه کیږی او په پای کی به په داوطلبانه او غیر شعوری ډول خپل ملی حاکمیت او واک له لاسه ورکوو او بیا به افسوس هیڅ ځای نه نیسی

  7. خوشحال Reply

    دا خو دیره بده ده

  8. Samandar Reply

    دا په ارګ کې د مکار او کرايي جمهور رییس رول دی چې هر څه د لنډغرو په ګټه واړوي. دا د اوله ښکاره وه چې کوم کمیسیون چې کرزي جوړ کړ او ویې ویل چې دی به په راتلونکو ټاکنو کې بې پرې وي هغه ټول درواغ وو او اوس یې پایلې راووځي

  9. وطنپال Reply

    کرزیه دخپل ملت سره دومره غټه جفا ولې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

  10. جاوید Reply

    سلام ورونو!
    زه غوارم دلته یو خبره مطرح کرم هغه دا چی دا پایلی مکمل غلطی دی او مونژ دا نه منو ورونو لاس سره یو کری او مبارزه شروع کرو
    وسلام
    ستاسو د جواب په منتظر

  11. اصیل ټرکان Reply

    جاوید کاملاً دحق خبره کړیده دخیر سره شروع!

  12. اصیل ټرکان Reply

    ورونو! چی دا کرزی موجود وی ، دا وړئ نه شړئ کیږی!
    دا دیر مضر او ناپاک کس دئ !
    دا هر څه دامریکا په امر او دکرزی له خوا پر مخ بیول کیږی!
    په هغه هیواد کی چی اشغال موجود وی ، دخلکو رایی او نظر اهمیت نلری، دا تول دانتخاباتو په نامه درامه یوه نیرنګی وه چی خلک یی وغولول او باآخره غواری چی هغه له پخوا نه خرڅ شوی جاسوس دبل عبدالله بیا دامریکایانو په خدمت کی پر افغانانو تحمیل کړی! او نور دافغانستانه لاس ومینځل سی و او یاهم دا پروسه باطله اعلان سی!

  13. hassan Reply

    good

  14. zahedkabuli Reply

    هسې د خولې خوند مه سره بدوۍ ، دا کار لا پینځه کاله وړاندې د معامله ګرو چارواکو له خوا په قصدي ډول د خپل ځان د پښې پیدا کولو له پاره مهندسي شوی ، او مدیریت یې د زاړه کمېسیون مشر معنوي صاحب وکړ . امریکا ، انګرېز، پاکستان ، ایران ، روسي او افغان سر چارواکي ټول په کې شریک دي . تاسو نه ګورۍ چې په لوی لاس یې پر پښتنو سیمو جګړه ور تپلې ، تر څو له ټاکنو محروم او په اقلیت کې پاتې شي ، او د نفوسو د احوالو ثبت او راجستر هم د همدې ټکي له پاره تر اوسه پورې په لوی لاس و ځنډېد په تېره په غلجیي مېشتو سیمو کې . اوس غواړي چې پر (۶۲٪) پښتنو باندې (۳۸٪) فیصده واړه قومونه د تل له پاره د خپلو ګټو په خاطر حاکمان جوړ کړي . همدا د استعمار اصلي نقشه او طرحه ده او پښتانه د یرغلګرو د اهدافو نذرانه دي او وي به .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *